د ديموکراسي نظام سلوک له خپل رعيت سره

د ديموکراسي نظام معاملات له خپل رعيت سره ډير زيات ضعيف دي چې نه پکې اخلاق شته ، نه امانت او نه هم عدل او نه د حق ورکول حال دا چې حق او آزادي د ديموکراسۍ اساسي شعار دی خو دا شيان پکې نشته .

مثلاً : هغه عربي هيوادونه چې د غربي هيوادونو تر استعمار لاندې دي او د هغوی خيرات خوري خو په مقابل کې يې ثروت لوټوي اولادونه يې ور وژني دا هغه دولتونه دي چې د ديموکراسۍ شعار پورته کوي نو کله په ديموکراسۍ کې امانت ، عدل ، حق او آزادي او نور چې دوی دعوی کوي شته ؟ بلکي نشته .

وګورئ همدا اوس څوک د يهودي دولت تر شا ولاړ دي چې په فلسطين او نورو هيوادونو کې مسلمانان وژني ، څوک هغوی ته سلاح ورکوي تر څو مسلمانان ورباندې ووژني او ځمکې يې غصب کړي او څوک يې اقتصادي ملاتړ کوي آيا د ديموکراسۍ علمبرداران يې تر شاه نه دي ولاړ هغه کسان چې د ديموکراسۍ شعار پورته کوي.

حقيقة الدمقراطية – محمد بن شاکر الشريف

Print Friendly, PDF & Email