د بل چا څخه د دعا غوښتل

یو چا ته دعا کول یا د يو چا څخه دعا عوښتل په شریعت کې څه حکم لرۍ؟

کريم الله نعيمي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د بل مسلمان څخه د دعا طلب او غوښتل خاصتاً چې د خير څښتن او صالح کس وي جايز او مستحب کار دی او په دې باره کې د قرآن او سنتو نصوص زيات دي :

۱- الله سبحانه وتعالی د يوسف د وروڼو په اړه فرمايي : [قَالُوا يَا أَبَانَا اسْتَغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا إِنَّا كُنَّا خَاطِئِينَ] (يوسف :۹۷ ) .

۲- عَنْ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ : ( اسْتَأْذَنْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي الْعُمْرَةِ فَأَذِنَ لِي وَقَالَ : لَا تَنْسَنَا يَا أُخَيَّ مِنْ دُعَائِكَ (رواه ابؤداود :۱۳۹۸ ) .

د يو مسلمان دعا د بل مسلمان لپاره د هغه په غياب کې قبليږي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :

دعوة المسلم لأخيه، بظهر الغيب، مستجابة. عند رأسه ملك موكل. كلما دعا لأخيه بخير، قال الملك الموكل به: آمين. ولك بمثل”. (رواه مسلم) .

ژباړه: د مسلمان سړی دعا د خپل مسلمان ورور د پاره په غايب کې قبليږي ، دهغه سره يوه فرښته ده چې دهغه دنده ده چې هر کله هغه خپل کوم ورور ته غايبانه ښه دعا کوي ، نو هغه فرښته ورباندې آمين وايي او وايې  تا لره دې همدغسې خير درکړي (ستا په حق دې هم د هغه په مثل وي کوم چې مسلمان ورور ته دې وغوښتل ) ( مسلم ) .

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 48 times, 1 visits today)