په دودويزه يا عرفي قضاء کې د بهتان سزا

 اسلامي شريعت خلاف دودويزو يا رواجې طاغوتي جرګو کې کچېرې کوم کس په کومه ښځه د زنا او فحاشت بهتان پورې کړ نو هغه به قضاء عرفي ته خپل دلائل وړاندې کوي که يې ثابت نه کړ نو په قضاء عرفي کې د هغه سزا د ژبې پرېکول يا د غاښونو ايستل او د څه مال ورکول دي او په دريو مشهورو کورونو باندې به سپين بيرغونه دروي :

جاء في قضاء العرفي لشيخ عبدالرحمن محمد :

اذا طعن رجل في شرف فتاة فعليه أن يأتي بالالة والبراهين علی هذا الاتهام و کما يقولون في العرف (اثبت ونحن نقلع شوکنا) ، فان لم يثبت

فان الحکم العرفي کما يلي :

تعتليه احکام المنشد ( ويمکن ان یکون الحکم في هذه الحالة قطع اللسان و أو نحت الأسنان أو أن يفتديه بالمال ).

أن يرفع رايات بيضاء في ثلاث بيوت مشهورة بالقضاء العرفي ويقول : هذه راية فلان بيضاء .

حال دا چې په اسلامي شريعت کې د قذف (بهتان ) سزا اتيا دورې وهل دي ، لقوله سبحانه وتعالی :[وَالَّذِينَ يَرْمُونَ الْمُحْصَنَاتِ ثُمَّ لَمْ يَأْتُوا بِأَرْبَعَةِ شُهَدَاء فَاجْلِدُوهُمْ ثَمَانِينَ جَلْدَةً وَلاَ تَقْبَلُوا لَهُمْ شَهَادَةً أَبَدًا وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ]([1] ).

ژباړه: او هغه كسان چې په پاكدامنو ښځو تهمت لګوي، بیا څلور ګواهان رانه ولي، نو تاسو دوى اتیا دُرې ووهئ او هېڅكله هم د دوى ګواهي مه قبلوئ او همدغه كسان فاسقان دي.

[1] – سوره النور :۴ .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email