په دوديزو جرګو کې د زخمونو سزا

 اندامو ماتول او زخمونو لپاره په اسلامي شريعت کې قصاص او ديت دي کچېرې په قصد سره وي قصاص دی او که خطاء سره وي ديت او عفوه په هر حالت کې غوره ده .

د بيروني اندامونو د ماتولو يا له کاره لويدل لکه : لاسونه ، پښې ، ژبه ،

شونډې ، پوزه ، سترګې ، د ښځې تي ، د نارينه شرمګاه ، د ږيرې او سر د ويښتانو شکولو سره که قصداً وي قصاص (بدل ) دی او که په خطاء سره وي پوره ديت دی که کچېرې يو لاس ، يو پښه ، يو سترګه وي نيم ديت دی .

د هډوکو په ماتولو سره قصاص نشته ديت به د شرعي امام لخوا ټاکل کيږي .

او زخمونو مختلف صورتونه لري چې د ځنو لپاره د ديت پنځمه برخه ، لسمه برخه او دريمه برخه ټاکل شوې ده او عفوه کول په هر صورت کې غوره او لوی اجر لري .

مګر په دود او رواج کې کله د زخم او اندام ماتولو سزا د انسان په قتل اوړي .

او کله جرم يو کس کړی وي او سزا د کورنۍ بل کس ته ورکول کيږي او که کوم کس مظلوم او بې کسه وي نو د هغه څوک له سره پوښتنه هم نه کوي . او يا هم که د کوم زورور لخوا ظلم ورباندې شوي وي د زورور له ډاره هغه ته څوک څه نشي ويلای .

او يا د رواجي جرګو لخوا داسې پور ټاکل کيږي چې د اسلامي شريعت د ټاکل شويو حدودو خلاف وي .

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 25 times, 1 visits today)