د ښځو په بدو کې ورکول

 ښځو په بدو کې ورکول د ديموکراسۍ په شان يو سخت ظالمانه او طاغوتي قانون دی چې سراسر د اسلامي شريعت خلاف او په دې پليت شيطاني قانون باندې عمل او فيصله کول طاغوت دی .

دغه ظالمانه طاغوتي قانون داسې دی چې کله د چا څخه قصداً يا خطاء سره قتل وشي ، يا د چا پر ناموس تيری (زنا ) وکړي د دغه جرم د سزا په مقابل کې مظلومه ښځه په بدو کې ورکوي داسې چې دغه ښځې ته عادي جامې ور اغوندي او په شپه کې يې د مقتول کور ته ورولي او دغه مظلوم او د عاطفې وړ انسان د خپلو هوسونو او د ژوند د بقاء ذريعه ګرځوي او د هغې حقوق او د ژوند آرمانونه تر پښو لاندې کوي او په هغې باندې ټول ژوند دوزخ ګرځوي ځکه چې د مقتول کورنۍ ټول کسان ور څخه کرکه او نفرت کوي او د يوې وينځې په شان يې ساتي .

دغه دود يا دې ته ورته نورې عنعنوي او عرفي پرېکړې د غربي ديموکراسۍ په شان د اسلامي شريعت خلاف ظالمانه ، طاغوتي پرېکړی دي چې د اسلامي شريعت پر وړاندې د مخالف ښکاره اعلان دی .

د رد شرعي دلائل :

لومړی دليل :  په اسلامي شريعت کې د قتل سزا قصاص او ديت دی او بل دا چې پخپله به مجرم ته سزا ورکول کيږي ، د اسلام څخه مخکې د جاهليت د زمانې په څير به د زورواک د جرم په مقابل کې کمزوري او مظلوم ته جزا نه ورکول کيږي .

لقوله سبحانه وتعالی :[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِصَاصُ فِي الْقَتْلَى الْحُرُّ بِالْحُرِّ وَالْعَبْدُ بِالْعَبْدِ وَالأُنثَى بِالأُنثَى]([1])

ژباړه : ای مؤمنانو ! پر تاسې باندې په قتلونو کې کسات فرض کړای شوی دی ، اصيل قاتل د اصيل مقتول په کسات کې ، غلام د غلام په کسات کې ، ښځه قاتله د مقتولې ښځې په کسات کې و‌ژلی شي .

په ټولو جرمونو کې د اسلامي شريعت عامه قاعده دا ده چې يو کس به د بل بار نه اچتوي بلکي هر کس ته به د خپل جرم سزا ورکول کيږي . لقوله سبحانه وتعالی :[وَلاَ تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى]([2]).

دوهم دليل :ټول قوانين او ټولې هغه پرېکړي چې د اسلامي شريعت خلاف وي هغه که د انګريز آئين وي ، د ديموکراسۍ قوانين وي يا عنعنوي پرېکړی وي قرآنکريم دغو ټولو ته طاغوت ويلی دی او دا ټول طاغوتي قوانين دي د قرآن او سنتو پر وړاندې د مخالف او بغاوت صريح او ښکاره اعلان دی .

لقوله سبحانه وتعالی :[فَلاَ وَرَبِّكَ لاَ يُؤْمِنُونَ حَتَّىَ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لاَ يَجِدُواْ فِي أَنفُسِهِمْ حَرَجًا مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُواْ تَسْلِيمًا] ([3]) .

ژباړه : نو نه ! ( ای رسوله ) ستا په رب قسم چې دوی تر هغه پوره مؤمنان نشي کيدای څو پورې چې تا ته په خپلو ټولو شخړو کې تا فيصله کوونکی ومني بيا پخپلو ځانونو کې کوم خپګان و نه مومئ او ( دغه پريکړه ) په ډيرې خوښۍ سره و مني .

يعنې: تر هغه وخته مؤمنان نشي کيدای څو د اسلامي شريعت (قرآن او سنتو ) فيصلې په خوښی سره و نه مني  .

او فرمايي : (أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللّهِ حُكْمًا لِّقَوْمٍ يُوقِنُونَ ([4])

يعنې : نو ایا دوی د جاهليت ( د زماني ) حکم غواړي ؟ د يقين کوونکو

خلکو لپاره بل څوک تر الله تعالی  ښه حکم ورکولای شي ؟

د قومونو هغه خېټور مشران او ملکان او د دغو خيټورو تر تأثير لاندې ځنې آخوندان دې په دې ښه پوه وي چې که هر چا په دغه فيصله کې برخه واخيسته مظلوم انسان يې د هوسونو په مقابل کې د پيغورونو دوزخ ته و غورځولو نو دغه کسانو په طاغوت فيصله کړي ده ، الله تعالی به له تاسې څخه پوښتنه کوي .

خېټور مشران که نه پوهيږي ، افسوس د هغه عالم په حال چې ځان د رسول الله صلی الله عليه وسلم واريث بولي او د طاغوت په فيصله کې ګونګ ناست وي او چا ته حق نشي ويلای .

ای افسوس افسوس ، دعوي مو د اسلام او مسلمانې او فيصلې مو د

طاغوت او شيطان دي .

چا چې پر دغو شيطاني قوانينو پرېکړی کړی وي هغوی دې توبه وباسي .

او د ټولنې پر ټولو علماوو ، مشرانو باندې فرض ده چې د دغو جاهيلانه دودونو او همدارنګه عصري طاغوت ( ډيموکراسۍ ) پر وړاندې ودريږي او پخپله ټولنه کې د اسلام سپېڅلی قانون نافذ کړي .

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – سوره البقره : ۱۷۸ .

[2] – سوره فاطر : ۱۸ .

[3] – سوره النسآء : ۶۵ .

[4] – سوره المائده : ۵۰ .

Print Friendly, PDF & Email