تعزيت او مروجې فاتحه خاني

 د تعزيت (تسلی او غمرازی ) تعريف :

د مړي قريبانو ته د صبر تلقين کولو ،ډاډ اوخواخوږي کلمات ويلو، د همدردۍ اوغمشريکی اظهارولو د هغوی غم او فکر غلطولو او د مړي په حق کې بخښنی دعا کولو ته تعزيت وايي .

د تعزيت حکم :

تعزيت کول سنت دي او ستر فضيلت دی ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : مَنْ عَزَّى مُصَابًا فَلَهُ مِثْلُ أَجْرِهِ»([1]) (چا چې د مصيبت واله تعزيت وکړ د هغه لپاره د مصيبت واله په شان ثواب وي).

د تغزيت موده او طريقه :

د جمهورو فقهاوو په نزد د تغريت موده د مرګ نه شروع تر دريو

ورځو پورې او د دريو ورځو وروسته مکروه ده ، البته د غايبو او مسافرو د پاره د دريو ورځو قيد نشته .

دليل دا حديث شريف دی : « لا يَحِلُّ لامْرَأَةٍ تُؤْمِنُ بِاللهِ وَاليَوْمِ الآخِرِ أنْ تُحِدَّ على مَيِّتٍ فَوقَ ثَلاَثٍ، إلا علَى زَوْجٍ أرْبَعَةَ أشْهُرٍ وَعَشْرًا » ([2]).

ژباړه: کومه ښځه چې پر الله او ورځ د آخرت ايمان لري هغه لره جايز نه ده چې د دريو ورځو زيات خپل سينګار ترک کړي مګر د خاوند په مرينه

باندې څلور مياشتې او لس ورځې.

او ځنې فقهاوو وايي څو پورې چې اهل ميت تعزيې او غمرازۍ ته ضرورت لري تر هغه وخته پورې دې وشي تر څو د هغوی غم سپک شي ځکه چې د غمرازي مقصد همدا دی .

همدارنګه مستحبه ده چې د مړي کور ته دری ورځي خوراک وليګل شي .

لقوله نبي صلى اللّه عليه وسلم: « صْنَعُوا لِآلِ جَعْفَرٍ طَعَامًا ، فَقَدْ أَتَاهُمْ مَا يَشْغَلُهُمْ ».

د تسليت د ورکولو د پاره څه خاص الفاظ نشته بلکي هر کس د خپل حال سره مناسب تسليت ورکولای شي ، خو مستحبه دا ده چې مصيبت واله ته وويل شي : الله تعالی دې ستا مړي ته بخښنه وکړي ، الله تعالی د هغه ګناهونه و بخښي او الله تعالی خپل رحمت ور باندې نازل کړي ، الله پاک دې تاسې ته په مصيبت باندې د صبر کولو توان درکړي .. او داسې نور ([3]).

د تعزيت حکمت :

۱- د مصبت واله د زړه تسل او هغه ته تسلي ورکول .

۲- هغه ته په صبر باندې حکم کول چې د الله تعالی په قضاء باندې رضاء

د ايمان اصل دی.

۳- د حرامو امورو څخه منع کول لکه : په زوره زوره ژړا او نارې وهل ، د جامو څيرول او د ويښتانو شکول .

۴- د مړي د اهل لپاره دعا کول چې الله تعالی دې تاسې ته ددغه مصيبت اجر درکړي .

۵- مړي لره دعا کول ځکه چې هغه نوي له دنيا څخه د آخرت په لوري انتقال شوی په دغه وخت کې هغه ته دعا کول خاص اهميت لري .

د تعزيت ځای :

دا چې په جومات کې د تعزيت لپاره کيناستل جايز او که نه ؟ په دې اړه

د فقهاء کرامو تر منځ اختلاف نظر دی ځنې فقهاء وايي د تعزيت لپاره تر دريو ورځو پورې جلوس باک نلري مګر په جومات ، د کور دروازې او قبر سره مکروه دی .

و فی الدر المختار:

« و لا بأس…بالجلوس لـها في غير مَسْجد ثلاثة أَيّام، وأولـها أَفْضَل. وتُكْره بَعْدها إلاَّ لغائب. وتُكْره التعزية ثانياً، وعند القَبْر، وعند باب الدَّار »‌٠

و في البحر الرائق : والتعزية في اليوم الأول أفضل والجلوس في المسجد ثلاثة أيام للتعزية مكروه([4] ).

او ځنې فقهاء وايي په جومات کې باک نلري .

فتاوی هنديه وايي : د اهل ميت لپاره په کور يا جومات کې تر دريو ورځو پورې کيناستل چې خلک د غمرازۍ لپاره ورته راځي باک نلري او کور په

دروازه کې تعزيت مکروه دی .

وَلَا بَأْسَ لِأَهْلِ الْمُصِيبَةِ أَنْ يَجْلِسُوا في الْبَيْتِ أو في مَسْجِدٍ ثَلَاثَةَ أَيَّامٍ وَالنَّاسُ يَأْتُونَهُمْ وَيُعَزُّونَهُمْ وَيُكْرَهُ الْجُلُوس على بَابِ الدَّارِ([5]).

مګر دا جلوس کيناستل به له لاندې منکراتو څخه خالي وي:

۱- لهو لعب ، تصويرونه اخيستل او نور منکرات به پکې نه وي.

۲- نياحت (په زوره ژړا) ، جزع داسې چې د مصبت واله غم او مصيبت نور هم زيات کړي .

۳- تعزيت واله خلکو ته به د مصبت څښتن طعام نه برابروي ځکه دا د سنت خلاف کار دی مګر که ګاونديان او اقرباء يې په هغه کې سهم نه اخلي نو د ميلمنو د خدمت په نيت جايز دی.

۴- په تعزيت کې به دومره ځنډ نه کوي چې په مصيبت واله باندې بوج شي.

د تعزيت لپاره د هغه ټول اقرباء او خپلوان نارينه ، ښځې او ځوانان لپاره برخه اخيستل مستحب دي مګر ځوانه او پيغله به پکې کډون نه کوي خو که محرم ورسره وي باک نلري .

جاء في فتاوی هنديه :وَيُسْتَحَبُّ أَنْ يَعُمَّ بِالتَّعْزِيَةِ جَمِيعَ أَقَارِبِ الْمَيِّتِ الْكِبَارِ وَالصِّغَارِ وَالرِّجَالِ وَالنِّسَاءِ إلَّا أَنْ يَكُونَ امْرَأَةً شَابَّةً فَلَا يُعَزِّيهَا إلَّا مَحَارِمُهَا.

په تعزيت کې د قرآن تلاوت څه حکم لري ؟

د حنفي فقه په پخوانيو کتابونو کې مې په دې اړه څه پيدا نه کړل ، معاصر فقهاء يې په اړه اختلاف نظر لري :

لومړی قول : په عزاء يا تعزيت کې د قرآن تلاوت او د فاتحې ختم او د هغه ايصاب ثواب رسول الله صلی الله عليه وسلم ، صحابه کرامو او نورو مؤمنانو ته کوم شرعي اصل نلري او په دور نبوت او دور خلفاء راشدينو کې ددې څه ثبوت نشته.

جاء في مجلة البحوث الاسلامي علماء البلد الحرام :

ليس بمشروع تجمعهم يوما أو ثلاثة أيام على هذه القراءة ، ثم يختمون بالفاتحة على النبي صلى الله عليه وسلم كل هذا لا أصل له ، ولكن يأتي المؤمن ويعزيهم ، يدعو لميتهم بالمغفرة ولهم بالصبر والاحتساب والأجر ، ويكفي هذا ، ولو صبوا له قهوة أو طيبوه لا بأس ، أما تجمع خاص في يوم أو يومين أو ثلاثة أو أكثر فيه قراءة خاصة ، ثم ختم بالفاتحة كل هذا لا أصل له ، ما كان يفعل في عهده صلى الله عليه وسلم ولا في عهد أصحابه ([6]).

دوهم قول :

 

 

ځنې فقهاء وايي: کچېرې ټول ورته غوږ وي او دا ګمان ونه کړي چې په

تعزيت کې د قرآن تلاوت مستحب دی او همدارنګه په لاوسپيکر کې نه وي باک نلري .

لکه د يوې مصري کس د پوښتنې په ځواب د سعودي مفتي عبدالله ابن باز  رحمه الله وايي : السنة زيارة أهل الميت لعزائهم، وإذا كان عندهم منكر، يُنكِر ويبين لهم، فيجمع المعزي بين المصلحتين، يعزيهم وينكر عليهم وينصحهم، أما مجرد قراءة القرآن فلا بأس فيها، فإذا اجتمعوا وقرأ واحد منهم القرآن عند اجتماعهم، كقراءة الفاتحة وغيرها، فلا بأس وليس في ذلك منكر، فقد كان النبي صلى الله عليه وسلم إذا اجتمع مع أصحابه يقرأ القرآن. فإذا اجتمعوا في مجلسهم للمعزين وقرأ واحد منهم أو بعضهم شيئا من القرآن فهو خير من سكوتهم، أما إذا كان هناك بدع غير هذا، كأن يصنع أهل الميت طعاما للناس، يعلمون وينصحون لترك ذلك، فعلى المعزي إذا رأى منكرا أن يقوم بالنصح

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – رواه الترمذي و ابن ماجه .

[2] – متفق عليه .

([3]) – جاء في فقه علی المذاهب الاربعة: التعزيه * التعزيه لصاحب المصيبة مندوبة، ووقتها من حين الموت إلى ثلاثة أيام، وتكره بعد ذلك، إلا إذا كان المعزِّي أو المعزَّى غائباً، فإنها لا تكره حينئذ بعد ثلاثة أيام؛ وليس للتعزيه صيغة خاصة؛ بل يعزي كل واحد بما يناسب حاله، وهذا متفق عليه إلا عند الحنفية، فانظر مذهبهم تحت الخط (الحنفية قالوا: يستحب أن يقال للمصاب: “غفر اللّه تعالى لميتك. وتجاوز عنه وتعمده برحمتك، ورزقتك الصبر على مصيبته، وآجرك على موته، وأحسن صيغة في هذا الباب صيغة رسول اللّه صلى اللّه عليه وسلم “إن للّه ما أخذ؛ وله ما أعطى، وكل شيء عنده بأجل مسمى” فيحسن أن يضيفها إلى ما ذكر)، والأولى أن تكون التعزيه بعد الدفن .

[4] – البحر الرائق ۲/۳۰۳ .

[5] – هندیه ۱/۱۶۷ .

[6] – مجلة البحوث الاسلامي جزء رقم ۱۴ ص ۲۲۴ .

(Visited 34 times, 1 visits today)