عقيدتي بدعتونه

۱- د خوارجو ډلې بدعت کوم چې په کبيره ګناه باندې د تکفير حکم کوي .

۲- د عقيدې  په باره کې د معتزله ، جهميه ، مرجئه ، رافضي ډلې ، قاديانې ، اسماعليه او نورو ډلو بدعات .

۳- په هغو څيزونو باندې تبرک کول کوم چې شرعي اصل نلري .

تبرک د برکت له کلمې څخه اخيستل شوی چې زيادت او کثرت او طلب د خير ته وايي .

تبرک او برکت د الله تعالی د جانبه دی، مسلمان لره ښايي چې دا عقيده ولري چې برکت د الله تعالی د طرفه دی او د هغه (جل جلاله) په واک کې دی او د مخلوق له جانبه نه دی .

تبرک په جايز او ناجايز ويشل شوی په کومو شيانو چې د اسلامي شريعت په نصوصو باندې معنوي او ذاتي برکت ثابت دی لکه ليلة القدر د عبادت زيات ثواب ، په مسجد الحرام کې د لمانځه زيات ثواب ، د زم زم د اوبو ذاتي برکت او نور .

 ناروا تبرک هغه تبرک دی چې په اسلامي شريعت کې هيڅ اصل نلري، د

داسې شي څخه د خير غوښتل او هغه خير او برکت ګڼل چې په

اسلامي شريعت کې اصل ونه لري، منع او حرام دی.

 لکه: د يوې خاصې چينې مبارک ګڼل او په هغه کې د خلکو لمبل چې ددې

چينې اوبه مبارکې دي او شفا ورکوونکي دي .

 د ځينو قبرونو د خاورو او کاڼو مبارک ګڼل، د قبر د خاورو خوړل چې هغه د فلاني فلاني مرض درملنه ده .

 د خاصې ونې، نبات، غره او نورو مبارک ګڼل.

 د جن د شر د دفع کولو لپاره د ليوه د پوستکي يا هډوکي کارول .

 د سترګو د نظر د دفع لپاره د بډرا دودول او نور .

په اکثرو موټرونو کې تسبيح ځړول شوې وي د موټر د حرکت پر مهال موټروان په هغه باندې خپل لاس کشي دا کار مبارک ګڼې له خطر څخه يې د بچ کيدو سبب ګڼې چې دا يو شرکي بدعت دی.

 دا هر څه د جاهليت د زمانې ميراث دی کوم چې مشرکانو به تر سره کول، پخپلو لاسونو جوړ کړې بتان، او ځنې کاڼې او ونې به يې مبارک بلل، ځينو قبرونو ته به يې سجدې کولې او د هغوی څخه به يې د خير تمه او عقيده لرله .

د سيرت مشهوره قصه ده: چې مونږ (صحابه) د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره حنين ته لاړو، د مشرکينو د دور په باره کې مو خبرې وکړې، چې د مشرکينو لپاره يو ونه وه چې هغوی به مبارکه بلله په هغه کې به يې خپلې وسلې ځړولې او دغه ونه (ذات انواط) نومېده مونږ په هغه باندې تير شو، نو مونږ رسول الله ته وويل: زمونږ د پاره هم (ذات انواط) وټاکه لکه څنګه چې د مشرکانو د پاره وه، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: «الله أكبر! إنها السنن، قلت والذي نفسي بيده، كما قالت بنو

إسرائيل لموسى [اجْعَل لَّنَا إِلَهًا كَمَا لَهُمْ آلِهَةٌ قَالَ إِنَّكُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُونَ] ([1])

لتركبن سنن من كان قبلكم»([2]).

ژباړه: الله اکبر (د تعجب لپاره دی، يعنې الله لوی دی او د هر قسم شرک څخه پاک او منزه دی)، دا د هغوی طريقه ده د (مشرکينو)، قسم مې دې په هغه ذات وي چې زما نفس يې په واک کې دی تاسې ما ته داسې څه وايئ لکه بنی اسرائيلو چې موسی ته ويل [مونږ ته هم د دغو خلکو پشان خدای وټاکه، موسی وويل: رښتيا هم چې تاسې ناپوهه قوم يئ]، نو تاسې د مخکې خلکو (مشرکينو) طرېقې عملي کول غواړئ .

دا حديث شريف د اسلامي امت د پاره لوی او ستر درس دی، چې داسې شي مبارک ګنل چې د هغه په شريعت کې ثبوت نه وي لکه مخکې مو چې بيان کړل، د مشرکينو او جاهليت ميراث وي او د هغه څخه د خير او منفعت، دفع ضرر اراده لري مطلق حرام او دا عمل شرک دی .

۴- د مړو څخه خپل حاجت غوښتل او يا د مړو او غايبو کسانو را بلل او هغوی نه مدد غوښتل : لکه يا فلانی ولي ، يا سخي زما دغه حاجت پوره کړې ، يا علي مدد ، يا پيره را ورسيږه او نور او دا عقيده لرل چې هغوی حاضر او ناظر او د څه کارونو متصرفين دي شرک اکبر دی .

الله سبحانه وتعالی فرمايي: [إِنْ تَدْعُوهُمْ لَا يَسْمَعُوا دُعَاءَكُمْ وَلَوْ سَمِعُوا مَا اسْتَجَابُوا لَكُمْ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكْفُرُونَ بِشِرْكِكُمْ ...]([3]) .

ژباړه: که تاسې را وبولئ نو ستاسې بلنه نه اوري، او که وايې وري هم نو ستاسې غوښتنې نشي پوره کولای . او د قيامت په ورځ به ستاسې له شريک نيولو څخه انکار هم وکړي .

شيخ فخر الدين حنفي په رساله کې ليکي :

“ومن ظن أن الميت يتصرف في الأمور دون الله، واعتقد بذلك كفر. كذا في “البحر الرائق”.

ژباړه: او که څوک دا ګمان کوي چې مړي د الله تعالی نه ماسوا متصرف د امرو دي او په دې باندې يې عقېده وي نو دا کفر دی او همدارنګه دا قول يې په بحر الرائق هم ذکر کړی دی .

او قاضي حميد الدين ناکوري هندي په توشيح کې ليکي :منهم الذين يدعون الأنبياء والأولياء عند الحوائج والمصائب باعتقاد أن أرواحهم حاضرة تسمع النداء وتعلم الحوائج، وذلك شرك قبيح وجهل صريح، قال الله تعالى (ومن أضل ممن يدعوا من دون الله من لا يستجيب له إلى يوم القيامة، وهم عن دعائهم غافلون)([4]).

ژباړه: ځينې د دوی داسې کسان دي چې انبياء، اولياء په وخت د مشکل او سختی کې غواړي (د هغوی نه مدد غواړي) په دې عقيده چې هغوی حاضر او ناظر دي او غږ اوري او په حوائجو (ضرورياتو او مشکلاتو) پوهيږي، دا ډير بد شرک دی او ښکاره جهل دی، الله سبحانه وتعالی فرمايي :(او څوک دي ډير ګمراه له هغه چا چې بولي بې له الله څخه هغه چې نشي قبلولی هغه لره تر ورځې د قيامته پورې او دغه له دعا او بلنې د دوی بې خبره دي) .

د مافوق اسباب څخه مدد غوښتل یوازې رب العالمين ته خاص دي (اياک نعبد و اياک نستعين ) .

۵- د صالحو کسانو په زيارتونو او مړو باندې توسل کول او د هغه په روی باندې غوښتنې کول د اسلامي شريعت خلاف دي ځکه توسل په اسماء الحسناء او نيکو او صالحو اعمالو باندې جايز دی .

قال أبوحنيفة رحمه الله «يكره أن يقول الداعي أسألك بحق فلان أو بحق أنبيائك ورسلك وبحق البيت الحرام والمشعر الحرام » ([5])

يعنې: امام ابوحنيفه رحمه الله وايي: دا سې ويل مکروه او بد دي چې دعا کوونکی وايي په حق د فلاني يا په حق د تا د انبياؤ او رسولانو او يا په حق دبيت الحرام او مشعر الحرام .

وقال أبو يوسف: “وأكره أن يقول بحق فلان أو بحق أنبيائك ورسلك وبحق البيت الحرام والمشعر الحرام”([6]).

يعې: او امام يوسف وايی: دا مکروه او بده ده چې وايي: چې په حق د فلان او په حق د نبی ستا او رسول ستا او بيت الحرام او مشعر الحرام .

وقد قال فيه أبو حنيفة وأصحابه: إنه لا يجوز، ونهوا عنه، حيث قالوا: لا يسأل بمخلوق ولا يقول أحد: أسألك بحق أنبيائك .

قال في ” تبيين الحقائق ” قال أبو يوسف: أَكْرَهُ بِحَقِّ فُلَانٍ، وَبِحَقِّ أَنْبِيَائِك وَرُسُلِك ” انتهى، لأنه ” لِأَنَّهُ لَا حَقَّ لِأَحَدٍ عَلَى اللَّهِ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى جَلَّ شَأْنُهُ “)[7] (.

ابن تيميه رحمه الله وايي: کچيرې څوک ووايي زه تا ته ستا د نبی په روی سوال کوم او ددې څخه يې داسې اراده او نيت وي چې: زه تاته سوال په روی د هغه ايمان چې ستا په نبی يې لرم او په روی د محبت چې ستا د نبی سره يې لرم او يا داسې نور، نو دا جايز او په دې کې څه اختلاف نشته نو که څوک دا اراده ولرې څه باک نلري، او د سلفو د توسل همدا معنی ده وروسته د هغه د وفات څخه لکه څنګه چې د ځينو صحابه او تابعينو او امام احمد او نورو څخه نقل شوی دی، نو دا حسن او په دې مسئله کې څه اختلاف نشته . مګر زمونږ په زمانه کې ډير خلک ددې معنی او مقصد اراده نلري ([8]).

مګر په دې مسئله باندې د عامو خلکو پوهول مشکل دي ځکه چې اکثرو عامو خلکو مقصد ايمان او محبت نه وي بلکي مستقيماً په ذات د رسول الله صلی الله عليه وسلم باندې توسل کوي چې ددې څه ثبوت نشته .

فتاوی دارالعلوم ديوبند ليکي: داسې توسل کول چې پيغمبر يا ولی يا کوم پير حاضر ناظر ګڼي چې فلانئ ولي، يا پيره را ورسيږه په دې نيت چې هغه ما ته رارسيږي يعنی زما سره مدد کوي حرام دی او شرک دی .

ځکه مونږ او تاسې په هر لمانځه کې دا وايو چې :

[إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ] ،يعنې: خاص تاته عبادت كوو او خاص له تا څخه مدد غواړو([9]).

پس د امام ابی حنيفه ، امام ابو يوسف او امام محمد رحمهم الله په شرعي فهم زمونږ عمل دی ځکه د خالصې عقېدې تقاضا همدا ده او بل ددې کار اجازت سد الذرائع ( د حرامو طرف ته د بلنې) سبب ګرځي .

۶- د غير الله لپاره ذبح کول او يا د غير الله لپاره نذر منل بدعت او شرک دی ځکه ذبح او نذر دواړه عبادتونه دي او عبادت به يوازې د الله تعالی لپاره وي .

لقوله سبحانه وتعالی: [قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ * لَا شَرِيكَ لَهُ وَبِذَلِكَ أُمِرْتُ وَأَنَا أَوَّلُ الْمُسْلِمِينَ]([10]).

ژباړه :ووايه (ای محمده!) چې زما لمونځ زما قرباني زما ژوند او زما مرګ يوازې د هغه الله لپاره دی چې رب د عالميانو دی . شريک نلري يو دی په همدې کار ما ته امر شوی دی او له هر چا زه لومړی سر ټيټوونکی يم .

ذبح په اصل کې په څلور قسمه ده :

الف- د الله سبحانه وتعالی د تقرب لپاره د پاک حيوان ذبحه کول لکه: د لوی اختر قرباني، د حج قرباني، د فقراء او مساکينو لپاره صدقه کول چې دا ډولونه د الله تعالی عبادت دی .

ب- د مېلمنو لپاره د څاروي ذبحه کول او همدارنګه د واده د ولېمې او د عقيقې لپاره د حيوان ذبح چې حکم يې مستحب او سنت دی چې دا هم

عبادت دی.

ج- د څاروي ذبح کول د هغه د غوښو خرڅول د تجارت په نيت لکه قصابي او نور .

د- د مخلوق د تقرب او نږدېوالی لپاره ذبحه کول چې دا شرک اکبر دی ځکه ذبحه عبادت دی د الله تعالی پرته بل چاته ذبحه کول شرک دی او د داسې څاروي غوښه مرداره ده .

جاء في حاشیه ابن عابِدين :

لَوْ ذَبَحَ لِقُدُومِ الأَمِيرِ وَنَحْوِهِ مِنَ الْعُظَمَاءِ (تَعْظِيمًا لَهُ) حَرُمَتْ ذَبِيحَتُهُ، وَلَوْ أَفْرَدَ اسْمَ اللَّهِ تَعَالَى بِالذِّكْرِ ؛ لأَنَّهُ أَهَّلَ بِهَا لِغَيْرِ اللَّهِ . وَلَوْ ذَبَحَ لِلضَّيْفِ لَمْ تَحْرُمْ ذَبِيحَتُهُ لأَنَّهُ سُنَّةُ الْخَلِيلِ عَلَيْهِ السَّلَامُ، وَإِكْرَامُ الضَّيْفِ تَعْظِيمٌ لِشَرْعِ اللَّهِ تَعَالَى، وَمِثْلُ ذَلِكَ مَا لَوْ ذَبَحَ لِلْوَلِيمَةِ أَوْ لِلْبَيْعِ .

وَالْفَرْقُ بَيْنَ مَا يَحِلُّ وَمَا يَحْرُمُ: إِنْ قَصَدَ تَعْظِيمَ غَيْرِ اللَّهِ عِنْدَ الذَّبْحِ يَحْرُمُ، وَقَصْدُ الإِكْرَامِ وَنَحْوُهُ لا يَحْرُمُ ([11]).

همداسې نذر کول عبادت دی د غير الله لپاره نذر منل شرک دی .

د ګټې د جلب او دفع ضرر په نيت د زيارتونو ، پيرانو او صالحانو نذر منل شرک دی .

حکيم امت اشرف علي تهانوي په اصلاح الرسوم کې ددې خبرې توضيح

داسې کړې ده :

ځنې عوام صالحانو او اولياوو ته د خپلو حاجتونو او مشکلاتو د لرې کولو په نيت نذورنه او فاتحې کوي چې دغه بزرګان زمونږ کارونه جوړوي او ددې کار په وجه به زمونږ په رزق کې پراخي راځي (نغوذ بالله ) .

خو هر مسلمان بايد په دې باندې پوه شي چې دغه ډول عقیده لرل سوچه شرک دی او ټول قرآنکريم د همداسې عقيدې پر بطلان باندې ډک دی .

ځنې بيا دا حيلې جوړوي چې حقيقي کار ساز خو الله دی خو مونږ دغه کار د توسل لپاره کوو او هغه ته دغه اولياء واسطه کوو .

د هغوی په ځواب کې بايد وويل شي چې د توسل معنی دا نه ده چې دغه وسائل د تکوين په کارخانه کې تخيل او متصرفين وګنل شي برابره خبره ده که هغه مستقيماً وي يا غير مستقيم ، يا دا عقيده لرل چې الله تعالی هغوی ته د څه څارو واک ورکړی دی .

جاء في البحر رائق :

والنذر عبادة من العبادات، لا يجوز أن يصرف لغير الله تعالى، فمن نذر لمخلوق كأن يقول: لفلان علي نذر أن أصوم يوماً، أو لقبر فلان علي أن أتصدق بكذا، أو إن شفي مريضي أو جاء غائبي للشيخ فلان علي أن أتصدق بكذا، أو لقبره علي أن أتصدق بكذا، فقد أجمع أهل العلم على أن نذره محرم وباطل، وعلى أن من فعل ذلك قد أشرك بالله تعالى الشرك الأكبر المخرج من الملة، لأنه صرف عبادة النذر لغير الله، ولأنه

يعتقد أن الميت ينفع ويضر من دون الله، وهذا كله شرك([12]) .

ژباړه: نذر د عباداتو څخه يو عبادت دی، رواه نه ده چې هغه د غير الله د پاره وشي، پس که چا نذر وکړ د مخلوق لپاره داسې چې ووايي: د فلاني لخوا په ما نذر دی چې يو ورځ به روژه نيسم، او د فلاني قبر لپاره چې دا رنګه صدقه به کوم، او کچېرې زما مرض ښه شي او زما مسافر راشي نو زه به د فلاني شيخ يا پير لپاره دا رنګه صدقه کوم، او د قبر لپاره به دا رنګه صدقه کوم، پس په يقين سره اجماع د علماؤ ده چې دا ډول نذر حرام او باطل دی، او چا چې دغه کار وکړ هغه د الله تعالی سره شرک اکبر چې د ملت اسلام څخه د وتلو سبب دی اختيار کړ، ځکه هغه د نذر عبادت د غير الله لپاره کړی، او ځکه چې هغه عقېده لري چې مړی نفع رسوي او ضرر دفع کوي پرته له الله تعالی څخه، او دا ټول شرک دی .

همدارنګه ابن عابِدين وايي :

واعلم أن النذر الذي يقع للأموات من أكثر العوام وما يؤخذ من الدراهم والشموع والزيت ونحوها إلى ضرائح الأولياء الكرام تقرباً إليهم فهو بالإجماع باطل وحرام. قوله باطل وحرام لوجوه: منها أنه نذر لمخلوق، والنذر للمخلوق لا يجوز؛ لأنه عبادة، والعبادة لا تكون لمخلوق، ومنها أن المنذور له ميت، والميت لا يملك، ومنها أنه ظن أن الميت يتصرف في الأمور دون الله تعالى، واعتقاده ذلك كفر ([13]).

ژباړه: او پوه شه چې د مړو لپاره نذر اکثره عوام تر سره کوي چې پيسې، شمع، غوړي او نور اخلي او هغه د اولياء کرامو د نږدې والی لپاره د هغوی په قبرونو ږدې دا په اجماع سره حرام او باطل عمل دی .

باطل او حرام په دې وجه دی چې دا نذر د مخلوق لپاره دی او د مخلوق لپاره نذر کول حرام دي، ځکه نذر عبادت دی او عبادت د مخلوق لپاره نه وي، دا چې مقصد يې مړی وي نو مړی هيڅ واک نلري (د نفعې او دفع ضرر هيڅ واک نلري) او که څوک په دې عقېده وي چې مړی د الله تعالی پرته متصرف دی نو دا عقېده لرل کفر دی.

لا حول ولا قوة الی بالله علی العظيم

۷- دا خبره باطله ده چې د جناب رسو ل الله خلقت له نور څخه دی بلکي هغه يو بشر وو، لقوله سبحانه وتعالی : [قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ يُوحَى إِلَيَّ ] ([14])

مګر که د نور څخه مطلب وحي او رسالت وي نو دا صحيح ده ، ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د بشريت لپاره هدايت او نور وو ، لقوله سبحانه وتعالی : [وَكَذَلِكَ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ رُوحًا مِّنْ أَمْرِنَا مَا كُنتَ تَدْرِي مَا الْكِتَابُ وَلاَ الإِيمَانُ وَلَكِن جَعَلْنَاهُ نُورًا نَّهْدِي بِهِ مَنْ نَّشَاء مِنْ عِبَادِنَا وَإِنَّكَ لَتَهْدِي إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ] ([15]).

۸- همدارنګه د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم حاضر او ناظر

ګڼل د بريلويانو عقيده ده چې باطله ده ، لقوله سبحانه وتعالی :

[قُل لاَّ يَعْلَمُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ الْغَيْبَ إِلاَّ اللَّهُ ….] ([16]).

ژباړه: (ووايه ای محمد ! دوی ته ) هر هغه څوك چې په اسمانونو او ځمكه كې دي په غیبو نه پوهېږي غیر له الله نه.

 ۹- په سياست کې د اسلامي شريعت پر ځای د سيکولار او نورو قوانينو ځای پر ځای کول لکه د شرعي حدودو پر ځای د نورو وضعي سزاګانو مقررول بدعت او معاصر شرک دی ، لقوله سبحانه وتعالی : [ان حکم الا لله ] .

همدارنګه په اسلام کې تند لارې او منځلارې عقيده د اسلام په ضد کفري توطيه ده .

هغه مسلمان چې د اسلام پوره پابند د منکَراتو او کفري اهدافو او قوانينو مخالف وي هغه ته تندلاری او هغه چې د کفري اهدافو او کفري قوانينو منلو ته نرم وي هغه ته منځلاری ويل خطرناکه کفري توطيه ده چې دې کار ته هغوی مډرن اسلام وايي . او په دې باندې مستقل کتابونه ليکل شوي دي پوره بيان دلته لازم نه بولم .

۱۰- د اولياء الله او صالحو کسانو په صفت کې غُلُو او افراط کول .

د صالحو کسانو په حق کې غلو، يعنې د حد څخه تېرېدل داسې چې د شرعی خلاف د هغه د حد څخه زيات صفت، پاکې او تقدس کول .

مونږ ته چې اسلامي شريعت د صالحو کسانو حد را ښودلی دا دی چې: د

هغوی سره د الله تعالی پخاطر دوستي او محبت وساتو، د هغوی سره د

الله تعالی پخاطر ملګري او په نيکو کارونو کې د يو د بل مدد وکړو .

ددې څخه علاوه د صالحو کسانو په حق کې غلو کولو څخه اسلامي شريعت منع کړي يو ځکه د پخوانيو امتونو د هلاکت يوه وجه دا وه چې د صالحو کسانو په باره کې يې غلو اختيار کړه .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«إياكم والغلو، فإنما أهلك من كان قبلكم الغلو»([17] ).

ژباړه: پرهيز وکړئ تاسې له غلو، ځکه چې د تاسې نه مخکې چې وو هغوی د دغه غلو په وجه هلاک شوی وو .

ابن عباس رضی الله عنه ددغه  آيت شريف :[وَقَالُوا لَا تَذَرُنَّ آلِهَتَكُمْ ولَا تَذَرُنَّ وَدًّا ولَا سُوَاعًا ولَا يَغُوثَ وَيعُوقَ وَنَسْرًا * وَقَدْ أَضَلُّوا كَثِيرًا]([18] )، په تفسير کې داسې وايي : ود، سواع، یغوث، يعوق او نسرا د نوح عليه السلام د قوم صالح کسان وو، چې هغوی د دغو کسانو په حق کې غلو وکړه د شيطان د وسواسو په وجه يې د هغوی د مجسمو او قبرونو لمانځنه او عبادت کولو([19]) .

نو ځکه جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل امت ته وصيت کړی دی چې زما قبر د عبادت ځای مه ګرځوئ او الله تعالی ته يې داسې دعا کړې ده :

«اللَّهمَّ لا تجعل قبري وثنًا يُعبد»

ژباړه: ای الله ! زما قبر بت او د عبادت کولو ځای مه ګرځوه.

او ددې عمل په وعيد کې فرمايي: «اشتد غضب الله على قوم اتخذوا قبور أنبيائهم مساجد».

يعنې: سخت شوی عذاب د الله تعالی په هغه قوم باندې چې د انبياؤ قبرونه يې مسجد ګرځولی دی .

۱۱- دا عقيده لرل چې اولياء الله يوازې په تصوف واله پورې اړه لري او بس او بيا د اولياء لپاره د غوث ، ابدال او نورو درجې ورکول د قرآن او سنتو خلاف خيال او باور دی .

ټول مسلمانان اولياء الله ( د الله تعالی دوستان دي) او د اولياء الله درجه په تقوی پورې اړه لري .

الله سبحانه وتعالی فرمايي:[ أَلا إِنَّ أَوْلِيَاء اللّهِ لاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ ]([20]).

ژباړه: اګاه شئ! يقيناً د الله دوستان چې دي؛ پر هغوى باندې نه څه وېره

شته او نه دوى غمژن كېږي .

دا کوم کسان دي او ددې کسانو صفت څه دی؟ قرآنکريم یې خپله تعريفوي :

لَّذِينَ آمَنُواْ وَكَانُواْ يَتَّقُونَ ].

ژباړه: هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او ځان (له نافرمانیو) ساتي ،

تقوی يې اختيار کړي وي .

جاء في شرح عقيده الطحاويه :

«وَالْمُؤْمِنُون َ كَلُّهُمْ أَوْلِيَاءُ الرَّحْمَنِ، وَأَكْرَمُهُمْ عَنْدَ اللهِ أَطْوَعُهُمْ وَأَتْبَعُهُمْ لِلْقُرْآنِ»

أَطْوَعُهُمْ: يعني أكثرهم طاعة.

وَأَتْبَعُهُمْ لِلْقُرْآنِ: يعني أكثرهم اتِّباعًا للقرآن.

ولابدَّ أن نعلق على موضوع الأولياء؛ لأنَّ بعض المتصوفة وغيرهم يعتقدون في الأولياء الذين يخصصونهم بالأضرحة والقباب ([21]).

يعنې : مؤمنان ټول د الله دوستان دي او د الله تعالی په نزد باندې د دوی اکرام ، منزلت او نږديوالی په اطاعت او په قران باندې عمل کولو پورې اړه لري چې کوم يو زيات متقي دی .

۱۲- کوډګرو ته ورتلل او د هغوی په خبرو باور کول :

د سحر او کوډو علاج :
د کډو او سحر علاج په ساحر او کوډګر باندې حرام دی ځکه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه چا پوښتنه وکړه چې د سحر علاج په سحر باندې جايز دی ، رسول الله صلی الله عليه وسلم ور ته وفرمايل:«هُوَ مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ »([22]).

  يعنې: دا د شيطان عمل دی ( داسې کول جايز نه دي) .
بلکي د سحر علاج به په قرآنکريم او شرعي اذکارو سره کيږي .
علماء کرامو د قرانکريم لاندې آيتونه ښودلې دي چې هغه به په مريض باندې دم او يا په اوبو باندې دم کړ شي او هغه اوبه به مريض ته ورڅښل کيږي .

  • د فاتحه د سورت لوستل.
  • آية الکرسي.
  • د اعراف د سورة له (۱۰۶) ايت څخه تر (۱۲۲) آیت پورې .
  • د يونس سورت له (۷۹) آيت څخه تر (۸۲) آيت پورې .
  • د طه سورت له (۶۵) آیت څخه تر (۶۹) آيت پورې .
  • سوره اخلاص او معوذتين دری ځله لوستل .
  • خپله مريض يې هم پر خپل ځان دم کولای شي ، او که يو صالح عالم ته ورشي ډير به ښه وي ، لکن ددې آيتونو په تلاوت کې اخلاص او يقين ضرور دی .

د سحر او جادو څو علائم او نښې دا دي :

  • کور د ننوتلو په وخت کې سخت په تنګتوب.
  • بغير له کوم سبب څخه ژړا او يا خندا .
  • د ذکر او عبادت څخه کرکه کول .
  • د کوم مرض پرته قولنج او د خېټي هميشنۍ درد .
  • بغير له کوم سبب څخه د ميړه يا د ښځې څخه شديده کرکه کول .
  • د سحر له آيتونو څخه متأثير کيدل .
    د ساحر او جادو ګر علائم دا دي :
  • ساحر اوکاهن د مريض او د مريض د مور د نوم پوښتنه کوي .
  • د مريض څخه ځنی نښی نښانې غواړي لکه خولۍ ،ږومنځ او داسې نور .
  • د يو حيوان په خاصو صفاتو ذبحه کول غواړي او د حيوان د ځنو برخو ګډول له وينی سره.
  • په بی مفهومه خبرو او نيمګړيو تورو به خبرې کوي .
  • يو شی به مريض ته ورکوي چه په ځمکه کې يې خښ يا يې د کور په کوم ځای کې پټ کړي .
  • د خاصو وسايلو په وسيله د مريض له احوالو ځان خبرول .
  • د فسق علايم ،په نومړي کس کې به د فسق علايم څرګند

معلوميږی تقوی به له سره نلري يو فاسق انسان به وي .

فال او طالع کتل څه حکم لري ؟

لومړی : د نجوم علم په دوه ډوله دی جايز او حرام

اول حسابي : د علم نجوم هغه علم دی چې د علم او وسائل په وسيله د مياشتو حساب او نور ورباندې څرګنديږي چې دغه علم ته فقهاؤ اجازت ورکړی دی .

دوهم استدلالي : کوم چې ددې علم څښتنان په غيب باندې د پوهېدو دعوی کوي او په دې عقيده دي چې حوادث لره په خپل ذات کې تأثير دی ، دا علم حرام دی او د سحر يوه برخه ده .

جاء في موسوعة الفقهية و حاشيه ابن عابدين :

الأَوَّلُ : حِسَابِيٌّ : وَهُوَ تَحْدِيدُ أَوَائِلِ الشُّهُورِ بِحِسَابِ سَيْرِ النُّجُومِ .

وَجَاءَ فِي حَاشِيَةِ ابن عابدين: وَالْحِسَابِيُّ حَقٌّ ، وَقَدْ نَطَقَ بِهِ الْكِتَابُ فِي قَوْلِ الْحَقِّ تَبَارَكَ وَتَعَالَى : [ الشَّمْسُ وَالْقَمَرُ بِحُسْبَانٍ ] .وَأَجَازَ الْفُقَهَاءُ الاعْتِمَادَ عَلَيْهِ فِي دُخُولِ أَوْقَاتِ الصَّلاةِ وَتَحْدِيدِ.

الثَّانِي : اسْتِدْلالِيٌّ :وَقَدْ عَرَّفَ ابْنُ عَابِدِينَ هَذَا الْقِسْمَ بِأَنَّهُ عِلْمٌ يُعْرَفُ بِهِ الاسْتِدْلالُ بِالتَّشَكُّلاتِ الْفَلَكِيَّةِ عَلَى الْحَوَادِثِ السُّفْلِيَّةِ . وَهَذَا الْقِسْمُ هُوَ الْمَنْهِيُّ عَنْهُ إِذَا ادَّعَى أَصْحَابُهُ أَنَّهُمْ يَعْلَمُونَ الْغَيْبَ بِأَنْفُسِهِمْ مِنْهُ ، أَوْ أَنَّ لَهَا تَأْثِيرًا عَلَى الْحَوَادِثِ بِذَاتِهَا ؛ لِخَبَرِ : ” مَنِ اقْتَبَسَ عِلْمًا مِنَ النُّجُومِ اقْتَبَسَ شُعْبَةً مِنَ السِّحْرِ زَادَ مَا زَادَ ( [23]).

دوهم:

فال يا طالع کتل چې د هرې لارې وي ، د لاسونو د ورغوو کتل ، فلکي حساب او نور له لارې او د انسان د سعادت ، شقاوت ، خوش قمست او

نورو باندې د غيبو پوهيدو ادعا کول حرام دي او دا د کفر عقيده ده .

د بخت يا قمست او طالع معلومولو د پاره کاهن او ساحر ته ورتګ حرام دی :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :« مَن أتَي عَرَّافَاً فَسَألَهُ عَن شَئٍ فَصَدَّقَهُ لمَ تُقبَل لَهُ صَلاةٌ أربَعِينَ يَوماً»( [24] (

ژباړه: څوک چه عرافي (هغه کس چې په غيبو باندې د پوهېدلو دعوی لري) ته ورشې او د يوه شی په اړه له هغه څخه پوښتنه وکړي او هغه رښتيا وبولي د څلويښتو ورځو لمونځ يې نه قبليږي.

 همدارنګه فرمايي : «مَن أتَي كاهِنَاً فَصَدَّقَهَ بمَا يَقُولُ فَقَد كفَر بمَا أنزَلَ عَلَي مُحَمَّدٍ صَلَّي الله عَلَيهِ وَ سَلَّم»([25]).

ژباړه: هر څوک چه فالګير (هغه کس چه دعلم غيب دعوا کوي) ته ورشي او د هغه خبرې رښتيا وګڼي دا کس په هغه څه کافر شو کوم چه په محمد صلی الله عليه وسلم  نازل شوي .

خلاصه دا چې کوډګرو او طالع کتلو واله ته ورتلل حرام .

آن لاين اسلامي لارښود


[1]) )- سوره الاعراب :۱۳۸ .

[2]) )- الترمذي ۲۱۸۰ و قال حسن صحيح و احمد ۲۱۳۹۰ .

([3]) – سوره فاطر :۱۴ .

([4]) – سورة الأحقاف: الآيه ۵.

([5]) – شرح العقيدة الطحاوية ص۲۳۴ , وشرح الفقه الأكبر للقاري  ص ۱۹۸).

([6]) – شرح العقيدة الطحاوية ص ۲۳۴)

[7]) )- بدائع الصنائع ” (۵/۱۲۶)، فتاوی الهنديه ۵/۳۱۸ .

([8]) – قاعدة جليلة ص ۱۱۹ .

([9]) – فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۲ ص ۱۵۳.

([10]) – سوره الأنعام: ۱۶۲، ۱۶۳.

[11]) )- حاشيه ابن عابدين ۵/۱۹۶.

([12]) – درالمحتار مع حاشيه ابن عابدين ۵/۱۹۶-۱۹۷، البحر رائق ۲/۳۲۰، مجموع الفتاوی ۱/۲۸۶.

[13]) )- حاشيه ابن عابدين ۴/۴۳۹.

([14]) – سوره الکهف ۱۱.

([15]) – سوره الشوری ۵۲.

 ([16])  – سوره النمل ۶۵ ، کفايت المفتي ۱/۱۰۴

([17]) – رواه مسند أحمد والترمذي

([18]) – سوره نوح: ۲۳، ۲۴.

([19]) – صحيح البخاري .

[20] – سوره يونس :۶۲ .

[21] – شرح عقيدة الطحاويه لدوکتور فهد .

[22] – رواه ابوداود ۳۸۶۸ .

[23] – موسوعة الفقهية ۱۴/۵۴ ، حاشيه ابن عابدين ۱/۳۰ .

[24] – رواه مسلم .

[25] – رواه احمد ۴/۶۸ ، سنن الترمذي ۱/۲۴۲ ، ابن ماجه ۱/۴۰۴ .

(Visited 129 times, 1 visits today)