محترمو زما پوښتنه دا ده چې که چیرې د یوی ښځې د نفاس اخیري ورځې وي او زړې اوبه وي نوروژه نیولی شی اوکنه مننه الله ج دی خیردرکړی.
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د نفاس (د ولادت د وينو) زياته موده څلويښت ورځې ده او کمه موده د ښځې په عادت پورې اړه لري .
«عن انس انه صلی الله عليه وسلم وقت لِلنُّفَسآءِ اربعين یوماً الا ان تری الطُّهر قبل ذالک» [1] .
ښځه خپل د حيض او نفاس پاکوالی په دوو نښو پيژني :
اول- کله د حيض او نفاس د وينې وروسته سپنې اوبه راشي .
دوهم- کله چې خپله ټوټه پاکه وويني .
او حيض او نفاس په وسط او يا آخر کې د زېړو اوبو راتلل هم د نفاس يا حيض د وينې حکم لري لمونځ او روژه به نيسي څو خپله پاکي وويني :
جاء في فتاوى المرأة المسلمة” صـ 304
هذه الصفرة أو السائل المخاطي ، ما دام لم تظهر فيه الطهارة الواضحة البينة فإنه تابع لحكم الدم ، فلا تكون طاهراً حتى تتخلص من هذا”
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود
[1] – رواه دارالقطني و الحاکم .
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله