د فرضو په دوو ورستيو رکعتونو کې د قرائت نه ويلو علت

السلام علیکم ,خدمت مو د ستایلو او د اسلام ددین څخه په دی عصر کی په کلکه دفاع ده الله دی اجر درکړی.زما پوښتنه داده ,چی په فرضو رکعتونو کی کوم تش رکعتونه دی ایا ددی سورت نه ویلو په بابت کی څه راز ده او کوم حدیث شته او یا رسول الله ص   څه انعامات او یا د نه ویلو کومه وجه  ښودلی .

محمد ګل

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دا چې د فرض لمانځه په دريم او څلورم رکعت کې قرائت نه لوستل کيږي او په دې باندې د جمهورو صحابه کرامو او څلورو واړو مذاهبو اتفاق دی دليل يې دا حديث شريف دی :

روى البخاري (759) ، ومسلم (451) عَنْ أَبِي قَتَادَةَ : ” أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يَقْرَأُ فِي الرَّكْعَتَيْنِ الْأُولَيَيْنِ مِنَ الظُّهْرِ وَالْعَصْرِ، بِفَاتِحَةِ الْكِتَابِ وَسُورَةٍ وَيُسْمِعُنَا الْآيَةَ أَحْيَانًا، وَيَقْرَأُ فِي الرَّكْعَتَيْنِ الْأُخْرَيَيْنِ بِفَاتِحَةِ الْكِتَابِ ” .
فهذا الحديث يدل على الاقتصار على الفاتحة في الركعتين الأخريين .

له ابی قتاده رضی الله عنه څخه روايت دی چې نبی صلی الله عليه وسلم به په دوو لومړيو رکعتونو د ماسپخين او مازديګر کې له فاتحې سره سورت يا آیت لوست او په دوو ورستيو رکعتونو کې به يې يوازې فاتحه لوستله .

او نورو احاديثو د نورو وختونو په باب هم صحيح روايات راغلي دي .

نو علت يې دا دی چې پر مونږ باندې د رسول الله صلی الله عليه وسلم متابعت واجب دی هغه نه دي لوستلی مونږ هم نه لولو

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email