که یو کس خپلی میرمنی ته په غلطی او اشتباه سره د خور یا مور خطاب وکری چه حکم لری
عبدالله
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
که په غلطۍ سره وي باک نلري ، کچېرې کوم کس خپلې ښځې ته مور يا خور ووايي او يا داسې ورته ووايي چې ته ماته لکه مور يا لکه خور داسې یې نو نيت کتل کيږي که يې نيت اکرام وي نو د اکرام او عزت حکم ورباندې کيږي که يې نيت ظهار وي نو د ظهار حکم ورباندې کيږي او که يې نيت طلاق وي د طلاق حکم ورباندې کيږي که يې نيت ددې شيانو څخه يو هم نه وي نو څه شی ورباندې نشته .
و لو قال انت علی مثل امی او کامی يرجع الی نية فان قال ارد الکرامة فهو کما قال وان قال اردت الظهار فهو ظهار وان قال اردت طلاق فهو طلاق بائن وان لم يکن نية فليس بشئ ( شرح البدايه ج ۲ ص ۳۸۹ او شرح التنوير ج ۱ ص ۳۴۹ ) .
مګر ددې ډول الفاظ ويل ښه نه دي ځکه دا يو قسم درواغ دي .