د پروني کفر سره جهاد او نني کفر سره اتحاد (لومړې برخه )

د حيرانۍ خبره د تعجب او افسوس حالت دی چې نور هر څه بدليږي او بدليدلای هم شي لکه د يوې معاشرې انفرادي ،اجتماعي ،فرهنګي او سياسي يا داسې نور حالات او يا د خلکو کړه وړ ،هدفونه او جهتونه د ملکونو ملتونو او قيادتونو رأی نظريات اړخونه او ګټې او نور څه ، مګر هغه څه چې نه بدليږي نه زياتيږي او نه هم کميږي اسلامې شريعت دی چې هيڅ څوک پکې ددې واک او اختيار نه لري چه څه بدلونه پکې وکړي او يا یې د خپلو ذاتي او اجتماعي اهدافو لپاره استعمال کړي .
د خدای جل جلاله قانون به تر قيامته پورې حق ،ثابت او له هر رنګ بدلون کمي او زياتي څخه پاک او محفوظ وي .
د همدې قانون په رڼا کې د هر هغه کافر تيري کونکي ظالم او جابر قوت او قدرت په مقابل کې جهاد پر مسلمانانو فرض کړشوی دی تر څو د اعلای کلمة الله او د خدای جل جلاله د قانون د عملي کولو د ظلم او فساد د له مينځه وړلو لپار هر مسلمان پر سر او مال سره فی سبيل الله پرې مسئول دی .

 

لکه چې سل کاله مخکې د انګريزانو او پرون د سرې امپراطوری د سور خونړی تجاوز په مقابل کې ټول افغانان په متفق او متحد ډول د جهاد ميدان ته په تش لاس راووتل او ددې تش لاسو مجاهدينو مرسته او حمايت د نړې ټول اسلامې امت په عامه توګه او غربې نړی (د دار له وجې ) په پوره زور او شور سره وکړ ټولې اسلامې نړې د داسې جهادي حماسې مادي ،معنوي او سياسي حمايت وکړ چې مثال يې د تاريخ پر پاڼو کې کم ليدل شوی دی بافي پاتې کفري نړې چه د سرې امپراطوری له زور او قوته بې خوبه او بې حرکته په دار اوهيبت کې لويدلي ؤ په زړه نا زړه يې د خپلو ګټو د ساتنو لپاره د افغان جهاد مادي معنوي او سياسي حمايت وکړ او بلاخره د الله تبارک وتعالی په بشپړ نصرت او د اسلامې نړی په جهادي مرستو او د مجاهدينو په نه ستړی کيدونکو هلوځلو ،شهادتونو او هجرتونو په رڼا کې سرې خونړی امراطورۍ خپل ابدي شکست او ذلت ومانه او د افغانانو د جهاد په مقابل کې يې هر څه له لاسه وړکړل او د دنيا له نقشې څخه د سور امپراليږم سور تاج او خونړی تاريخ او موجوديت د ابد د پاره محوه او نابود شو (الحمدلله ) .

 

اسلامې ولولې او لويې حماسې شروع شولی د اسلامې امت د عروج اوبقاء ستورې يو ځل بيا د حق او عدالت پر آسمان وځليده د يوه واحد اسلامې امت امکانات راڅرنګند شول او مسلمانانو ته داسې يو حقيقت او واقعيت په ډاکه شو چه د دوی د ايمان او اسلامې اخوت او بې فنا قوت او وحدت په مقابل کې د کفري نړی متجاوزينو او پر يرغلګرو عصري جنګي وسايل هيڅ هم نشي تر لاسه کولای .
د تکبير نارو ټوله کفري نړی ولړځوله اسلامې غرځنګونه په ولولو او احساساتو د کاميابۍ په هيله را بيدار او لاس په کار شول .
خوله بده مرغه کفري نړی والی دسيسې لا پخوا هرڅه برابر کړی ؤ يهودو او نصاوو د اسلامې امت د عروج په مقابله کې ميدان ته راوتلې ؤ داسې پلانونه يې برابر کړی ؤ چه ټوله اسلامې نړی د خپلې غلامۍ په نه شليدونکو ځنځيرونو کې کلک او مظبوط وتړي .

 

د يوه عجيبه او يهودي حيرانونکي سازش په نتيجه کې د نيوراک د غرور برجونه ونړيدل او د تروريزم په بهانه او پلمه يو ځلی بيا ټوله کفري نړی او بعضې اسلامې ملکونه د يوه داسې مظلوم بې اسرې او کنډواله شوی اسلامې هيواد وروختل چه نه پکې د آبادۍ څه آثار پاته وو اونه پکې د کومې اتومي بټۍ شته والی ؤ . هغه د بل لاس ته محتاج ځوردلی افغان ولس او هيواد يې تر داسې وژونکي او بربادونکي ګوزارونو لاندې ونيوه چې مثال يې ډير کم ليدل کيږي .
دا هغه افغان مجاهد ولس ؤ چه لږ وړاندې يې ټوله نړی د سره ښکيلاک له ظلم او وحشت او بربادۍ څخه روغه رمټه ژغورلی وه . دا هغه مظلوم خو غيور ملت ؤ چه ټولې اسلامې نړی ته يې د غيرت او شهامت او ايماني قوت اصلي او حقيقي واقعيت پرداګه کړی ؤ .

نور بيا …………..

آن لاين اسلامې لارښود – ډاکتر عبدالحق فرقانيار 

لقطة من الفيلم الوثائقي حول قيام الجنود الأميركيين بحملات تنصير

عدد من نسخ الإنجيل بلغتي
البشتو والداري المحليتين
فيلم وثائقي

حملة نصرانية في أمريكا لإحراق القرآن الكريم في ذكرى هجمات سبتمبر

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 26 times, 1 visits today)