د معيوب اولاد خدمت شرعي مسئوليت دی

له هرڅه نه مخکی زما سلامونه او نیک احترامات ومنی بعد له سلام نه له تاسو څخه نړی مننه کوم چی تل مو اسلام ته ښه خدمت کړی دی زما سوال داده چی ما اوریدلی دی چی خدای پاک ج کله یو انسان په خپل اولاد باندی امتحان کوی یایی شل پیدا کوی یا معیوبه وی یا یو داسی نقص ولری چی هغه قابل د علاج نوی نو د مور او پلار په اړه یی اسلام کښي څه هدایت ده چی له ده سره څنګه بر خورد وکړی او که مور اوپلار خپل مسئولیت صحیح تر سره نکړی نو ګناه ګار او مجرم ده هیله ده چی جواب یی پر دلیل وړاړ وی او مکمل په تفصیل سره وی مننه کوم سیداغا کریمی یم

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د اولاد معيوب پيدا کيدل او يا معيوب کيدل د الله تعالی د جانبه ابتلاء ده او دا د الله تعالی قضاء ده ، د الله تعالی په قضاء باندې راضي کيدل د ايمان غوښتنه ده .

د معيوب اولاد خدمت کول عبادت دی ځکه د کوچني اولاد او يا معيوب خدمت چې په شريعت کې ورته «الحضانة » وايي واجب دی ، ځکه که يې خدمت ونشي له هلاکت سره مخ کيږي نو ځکه خدمت او پالنه پر والدينو او خپلوانو واجبه ده ([1]) او په هغه باندې خرچ کول تر ټولو غوره صدقه او خيرات دی([2]) ، د هغه خدمت کول داسې اجر لري لکه د يتيم سرپرستي کول .

وبالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1] – وحكمها: أنها واجبة؛ لأن المحضون يهلك بتركها، فوجب حفظه من الهلاك، كما يجب الإنفاق عليه وإنجاؤه من المهالك (فقه اسلامي وادلته).

[2] – «دِينَارٌ أنْفَقْتَهُ في سَبيلِ اللهِ، وَدِينار أنْفَقْتَهُ في رَقَبَةٍ، وَدِينارٌ تَصَدَّقْتَ بِهِ عَلَى مِسْكِينٍ، وَدِينَارٌ أنْفَقْتَهُ عَلَى أهْلِكَ، أعْظَمُهَا أجْراً الَّذِي أنْفَقْتَهُ عَلَى أهْلِكَ» (رواه مسلم).

ژباړه: يو هغه دينار دی چې د الله (جل جلا له) په لار کې صدقه شي، بل هغه دينار دی چې غلام باندې مصرف شي، او بل هغه دينار دی چې په مسکين باندې صدقه شي، او بل هغه دينار چې پخپل اهل خرڅ شي، تر ټولو د هغه اجر زيات دی کوم چې د خپل اهل د پاره نفقه او خرڅ شي.

Print Friendly, PDF & Email