نصارانی ښځه چې د محمد رسول الله په اړه دلائل غواړي (مهم حقائق)

ماښام مو پخير داکتر ذاکر نائک !

زما نوم «جیل» دی د اماراتو په «الوطني» بانک کې دنده تر سره کوم ، زما سوال تاسې ته متوجه دی داسې چې :

د اسلام او مسيحيت پرته نورو کومو اديانو کې د محمد صلی الله عليه وسلم د راتګ زيری او خبر ورکړ شوی دی ؟

داکتر ذاکر : د اسلام څخه مخکې اکثره اديانو د محمد صلی الله عليه وسلم د راتک زيری او خبر ورکړی دی ، ما په دې باره کې پخوا يو کنفرانس ورکړی دی چې عنوان يې وو محمد صلی الله عليه وسلم په مختلفو مقدسو کتابونو کې .

لکه د يهوديت په عهد قديم :

کتاب «ديشتر» فصل ۲۹ عدد ۱۲

کتاب «اشعیا » فصل ۲۹ عدد ۱۲

کتاب «انشاد» فصل ۵ عدد ۱۶

همدارنګه په انجيل يوحنا فصل ۱۵ عدد ۲۶

انجيل يوحنا فصل ۱۶ عدد ۱۲ ، ۱۴

همداسې په عهد قديم او عهد جديد کې زيات شواهد شته چې د نبی صلی الله عليه وسلم په راتلو باندې يې زیری او خبر ورکړی دی .

زه ګمان کوم ته د هندويزم واله يې ، سمه ده ؟ هو .

کچېرې زه تاته د هندويزم په کتابونو کې د محمد صلی الله عليه وسلم د راتګ خبر تفصيلي بیان کړم څو ساعته وخت به ونيسي خو مختصراً څو شواهد درته بيانوم :

د هندويزم کتابونه ډوه ډوله دي : «shruti » کوم چې کلام الله ته منسوب دي او «smiti» کوم چې د بشر کلام ته منسوب دي .

د «shruti » کتابونه چې « مانوسمرتی » ، «رامايانا» ، « ماهابهارتا» او «ايبلس» کتابونو څخه کوم شواهد را په ډاګه شوي دي د هغه ترجمه ممکنه نه ده ځکه نومونه دي .

ځنې نمونې دا دي :

په «Bhavishya, par 3» کتاب کې د نبی صلی الله عليه وسلم ذکر راغلی دی .

همدارنګه په «Athurvaveda book 20 hyman 21, 27. V-7»

او همدارنګه «Rigveda book 1 ch 53 v-9»

په پورته او نورو کتابونو کې بنی صلی الله عليه وسلم د «Nara shangsa» په نوم راغلی چې د «Nara» معنی سړی او د «shangsa» معنی محمد دی .

او د پلار نوم يې «Vishnu yash» ښودل شوی دی .

« Vishnu » په معنی د الله .

«Yash» په معنی د عبد – يعنې د پلار نوم به يې عبدالله وي .

او د مور نوم به يې «Sumathi» ښودل شوی چې عربي ترجمه «آمنه» دی .

او همدارنګه د پيداښت ښار يې «Sambaala» ښودل شوی يعنې د امن او اطمنان ښار کوم چې مکه ده .

او همدارنګه په دغو کتابونو کې راغلي چې د «مادهاف» په مياشت کې به دنيا ته راشي کوم د «ربیع الاول » مياشت ده او په يوه داسې کورنۍ کې به دنيا ته راشي چې د کلي مشري به کوي (قريش ، عبدالمطلب ).

او دا هم پکې راغلي چې هغه به د ټول بشريت لپاره معلم او لارښود وي .

او دا هم پکې راغلي چې په هغه باندې به لومړۍ وحی په غرا حراء کې راځي او بيا به د شمال په لورې هجرت کوي . او جناب د مکې څخه د شمال په لورې (مدينې منورې ) ته هجرت کړی.

او دا هم پکې ذکر شوي چې هغه لره به ۸ خارق عادت صفات وي :

لکه : د هغه به څلور ياران وي چې خلفاء راشدين به بلل کيږي .

او په يوه غزا کې ملائکې د هغه مدد او مرسته کوي (چې هغه د بدر عزا ده).

همداسې نور ، آيا همدا تفصيل کفايت نه کوي ؟ کچېرې ته د هندويزم په کتابونو ايمان ولري نو ضرور به په خاتم الانبياء هم ايمان راوړي .

اصل حقيقت دا دی چې ستاسې مذهبي مشرانو او ستاسې لارښوونکو دغه حقيقت له تاسې څخه پت کړی دی ، زه له هغوی سره مناظرې ته حاضر يم .

د هندوزيم مشور مذهبي کس «Sri Sri Ravishankar» زما د رأی سره موافق دی پر الله او د هغه په ورستي پيغمبر باندې ايمان لري مګر فقط ددې لپاره حقيقت نه څرګندوي چې بيا به يې پيروان ورباندې مسخري کوي .

همداسې خورې ! ستا پيروان شته ؟

هيڅکله دې له خپلو پيروانو او مذهبيانو مه ويريږه ، زه تاته له دې څخه زيات شواهد وړاندې کولای شم او ته کولای شي په دې اړه بحث او تحقيق وکړې .

مګر ايا د بحث او تحقيق وروسته به ته په رسول الله باندې ايمان راوړې ؟

هو .

دا ښځه وروسته ايمان راوړي .

داکتر ‌ذاکر :

آیا ته د الله تعالی په وحدانيت ايمان لرې ؟ هو .

او ته په دې باندې ايمان لرې چې الله تعالی لره هم مثل او سيال نشته ؟ هو

آیا ته په دې باندې ايمان راوړي چې محمد د الله رسول دی ؟ هو

پس نور ته مسلمانه شوې خورې !

او وروسته نطق شهادتين وايي .

خوري ته د داسې کورنۍ سره پيوسته شوې چې شمير ۵،۱ ميليارده دی .

د الله تعالی څخه سوال کوم چې تاته نيکه جزاء درکړي ان شاء الله

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email