عثماني خلافت (لومړۍ برخه)

عثماني خلافت له عباسی خلافت څخه وروسته تر ټولو ستر او قوي اسلامي دولت تير شوی دی چې په ۷۰۰ هجری (۱۳۰۰ ميلادي) کال کې په آناتوليا (ترکيه) کې مينځته راغلی چې په آسيا ، افريکا او د اورپا ځينو برخو يې له (۶۹۹- ۱۳۴۲) کلونو تقريباً ۶۰۰ کاله اسلامي حکومت کړی دی .

د عثمانيانو لنډه پيژندنه :

عثمانيان د ترک له قبلې څخه دي دغې قبلې په آسيا ميانه کې ژوند کولو چې وروسته د مغلو له لاسه عراق او شرقي آسيا ته مهاجر شول .

د عثمان نيکه سليمان له ۴۰۰ کورنيو سره آناتوليا (ترکيه) ته هجرت وکړ او په ۶۲۸ کال کې وفات او پر ځای يې د هغه زوی ارطغرل د قوم مشر وټاکل شو .

ارطغرل د جنګ په نيت له ۱۰۰ کورنيو او ۴۰۰ سورو سره د ترکيه د شمال لويځ په لورې حرکت وکړ ، او د سفر پر مهال يې وليدل چې د مسلمانانو او صليبیانو تر مينځ جنګ روان دی او صليبيان پر مسلمانانو غلبه مومي ، ارطغول چې کله د مسلمانانو ضعف وليد نو ايماني ولولې يې په جوش راغلې او خپل لښکر يې آمده او په کفارو يې حمله وکړه او هغوی يې له پښو وغورځول ، د جنګ له ختم وروسته د مسلمانانو حاکم چې له سلجوقي حکومت څخه وو له ده څخه مننه وکړه او هغه ته يې د ترکيه غربي سيمي وسپارلی او د نورو فتوحات اجازه يې ورکړه ، سلجوقيانو د ارطغرل په ملګرتيا وتوانيدل چې له دغو مناطقو څخه روميان پر شا کړي .

او وروسته په کال د ۶۹۹ هجري ارطغرل رحمه الله وفات او پر ځای يې د هغه زوی عثمان غازي وټاکل شو ، چې وروسته عثماني خلافت د عثمان غازي لخوا جوړ او د ده په ياد شو.

د عثماني خلافت تأسيس ، وروسته …

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 187 times, 1 visits today)