خورې ! د شرعي علم د زده کړي حرص ولره ځکه ته د نسلونو روزونکې او د سړيو جوړونکې يې .
د مور غيز د نسلونو د روزنې او تربيه لومړی مدرسه ده.کله چې مور په ضروري شرعي علم پوه ، دينداره او تقوی داره وي نو پر اولاد باندې يې اثر پرېوځي ځکه چې کوچني اولادونه اکثراً د مور تر مراقبت لاندې وي او د کوچني والی په سن کې دوماغ بالکل خالي وي عيقدتي ، عبادتي او اخلاقي تربيت خاص اهميت لري .
نو لومړۍ بايد د مور صحي تربيت ته توجه وشي تر څو په آسانی سره په کورونو کې اصلاح راشي ، د مور د صحي تربيت لپاره په هره سیمه او کلي کې د داسې اسلامي مدارسو جوړول پکار دي چې کاملاً په اسلامي حجاب ، شرعي ضوابتو او ښځينه چاپیريال کې وي له هر قسم اختلاط څخه پاکې وي .
افسوس چې په کلي کې واده ته په ټکرې کې تلل عيب او عار نه دی ، فصل او پټې ته د ښځې تلل عار او عيب نه دی مګر په کلي کې د ښځو ديني مدرسه او د ښځو شرعې مدرسې ته تلل او د ښځو د شرعې مدارسو جوړول عار او عيب دی .
آن لاين اسلامي لارښود