اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاتو وروره! غسل په کوم حلاتو کی واجیبیږي د یوسړی نه بی اختیاره منی وزی ایا په دی هم غسل واجیبیږي او که نه ؟
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د مني په وتلو سره په هغه صورت کې غسل واجبيږي چې په توپ او شهوت سره وي هغه که د نارينه وي يا ښځينه په ويښه وي او يا خوب کې مګر که د شهوت پرته د درومند کارۍ او مرض له کبله وي او شهوت نه وي غسل نشته اودسه به کوي .
ويشترط عند الحنفية في المني الموجب للغسل: إنزاله على وجه الدفق والشهوة من الرجل والمرأة حالة النوم واليقظة، فلو خرج بسبب حمل ثقيل أو بسقوط من مكان لا يجب الغسل؛ لأن الجنب في آية {وإن كنتم جنباً فاطهروا} [المائدة:6/5]: من خرج منه المني على وجه الشهوة.
كأن خرج بنفسه لمرض أو ضربة أو سلس أو لدغة عقرب، فلاغسل، وعليه الوضوء فقط.
فقه الاسلامي وادلته ،فتح القدير:41/1-44، الدر المختار: 148/1-156،
آن لاين اسلامي لارښود