د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د رسالت څخه مخکې به يهوديانو د نوي پيغمبر د راتګ خبر او نښانې بيانولې مګر کله چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم مبعوث شو دا چې له بني اسرائيلو څخه نه وو نو دوی يې پر وړاندې د کنې او حسد لاره اختيار کړه .
که نه دوی پيغمبر عليه السلام داسې پيژندلو لکه خپل اولادونه .
لقوله سبحانه وتعالی :[الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَعْرِفُونَهُ كَمَا يَعْرِفُونَ أَبْنَاءهُمُ…] (الأنعام: ۲۰).
يو ځل کعب بن اسد د بنی قريظه د قوم مشر يهوديانو ته وويل : په دې حال کې ( د پيغمبر پر وړاندې د جنګ او مخالفت ) په حال کې که په محمد ايمان راوړو . په الله قسم چې تاسې ټولو ته ښه څرګنده ده چې دا همغه کس دی کوم چې دده په اړه د تاسې په کتاب کې زيرې ورکړ شوی دی مګر د هغه د نه منلو وجه زمونږ حسادت دی ځکه چې دا پيغمبر د بنی اسرائيلو د نسل څخه نه دی .
د مسلمانانو تر ټولو سخت دوښمنان يهود دي:
الله سبحانه وتعالی فرمايي :[لَتَجِدَنَّ أَشَدَّ النَّاسِ عَدَاوَةً لِّلَّذِينَ آمَنُواْ الْيَهُودَ وَالَّذِينَ أَشْرَكُواْ..](المائده :۸۲).
ژباړه : له مؤمنانو سره په دښمنۍ كي به حتماً يهودان او مشركين تر ټولو خلكو شديد ومومې.
په قرآنکريم کې الله تعالی په بنی اسرائيلو (يهودو ) خپل انعامات او د هغه انعاماتو په مقابل کې د دوی ناشکرې او سرکشي په تأکيد بيان کړې ده .
د موسی عليه السلام قصه هم په تأکيد بيان شوې د خپل پيغمبر محمد صلی الله عليه وسلم د تسلې لپاره چې موسی عليه السلام هم د دغه قوم څخه ډيرې سرکشی ليدلې دي خو هغه د صبر څخه کار اخيستی دی . نن چې تاسې په مکه او مدينه کې د يهودو له ډول ډول دسيسو څخه ځوريږئ نو صبر کوئ الله تعالی به تاسې پر هغوی باندې برلاسي کړي .
په مکې کې يهوديانو د اسلام پر وړاندې ډول ډول دسيسې جوړولې او مشرکين يې دوښمنۍ ته لمسول ، په مدينه منوره کې د يهودو دری قومونه وو ( بنو قريضه ، بنو نظير او بنو قنقاع) چې د اسلام پر وړاندې يې ډول ډول دسيسې جوړلې مګر دا چې د حق پر وړاندې باطل نشي ټينګ کيدای ، د مسلمانانو پر لاس سخت وځپل شول او له مدينې څخه وشړل شول .
د احزاب د جنګ عاملين هم دوی وو .
همداسې د اسلام په تاريخ کې د هر شر او فتنې په جوړولو کې د دوی لاس دی .
د عثمان رضی الله عنه د فتنې عوامل دوی وو ، چا چې په تاريخ کې د درواغو احاديثو جوړولو بنسټ ايښی يهودی وو ، چا چې د قومي تعصب غږ پورته کړی يهودی وو ، څوک چې د عثماني خلافت پر وړاندې دريدلی آتاتورک يهودی وو ، چا چې د کمونست او الحاد بنسټ اېښی دی مارکس يهودی وو .
همداسې د هرې فتنې تر شاه د دوی لاس دی .
آن لاين اسلامي لارښود