د زنا طبي ، دنيوي او ايماني اضرار

د انلاین اسلامې لازښود محترم چلونکوته ! اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاه

۱- دطب له نظره دزنا معنوی زیانونه کوم دي؟

۲ – داسلام له نظره دزنا معنوي زیانونه کوم دي؟

هیله ده چې پورتنیوپوښتنوته مې ځواب راکړئ .

په درنښت

عصمت الله سلام


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

زنا د قتل وروسته ستره ګناه ده

زنا د قتل څخه وروسته عظيم جرم او د انسان په عفت ، عزت باندې ستر تری او لوی د شرم داغ دی چې سختې خطرناکې پايلې لري .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : وَالَّذِينَ لا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا ءَاخَرَ وَلا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلا بِالْحَقِّ وَلا يَزْنُونَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا ، يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَانًا ( الفرقان 68-69)

ژباړه : او هغه خلك چې نه بولي له الله پرته بل معبود او څوک نه وژني هغه چې حرام کړی الله مګر په حق سره ، او نه کوي زنا او څوک چې دا کار وکړي نو هغه ښکيل شو په ګناه کې دوه چنده به وي هغه لره عذاب په ورځ د قيامت او پروت به وي په هغه عذاب کې سپک شوی .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «ما من ذنب بعد الشرك أعظم عند الله من نطفة وضعها رجل في رحم لا تحل له » ( أخرجه ابن أبي الدنيا) .

ژباړه : د الله تعالی په نزد د شرک څخه وروسته ستره ګناه نشته کوم چې يو کس د نامحرم په رحم کې خپله نطفه اچوي .

د زنا صحي اضرار 

۱- د هر ډول جنسي امراضو (Venereal) انتقال .

۲- د (Syphilis) په نوم انتاني امراض .

۳- د (Gonorrhea) په نوم انتاني امراض .

۴- د ايډز (Aids) وژونکی مرض .

د زنا دنيوي ايماني او آخروي اضرار

د زناکار عمر لنډ وي

تفسير انوار القرآن د رسول الله صلی الله عليه وسلم حديث نقل کړی دی چې فرمايي : «يا معشر الناس!‌ اتقوا الزني‌، فإن‌ فيه‌ ست‌ خصال: ثلاث‌ في‌ الدنيا وثلاث‌ في‌ الآخرة، أما التي‌ في ‌الدنيا، فيذهب ‌البهاء ويورث‌ الفقر وينقص‌ العمر، وأما التي‌ في ‌الآخرة: فسخط الله سبحانه‌ وتعالي‌، وسوء الحساب‌ وعذاب‌ النار:

ای ډلې د خلکو ! د زنا څخه ځان وساتئ ځکه په هغه کې شپږ خصلتونه دي دری په دنيا کې او دری په آخرت کې ، هغه چې په دنيا کې دي دا دي : زنا د انسان اعتبار او جمال له مينځه وړي ، فقر را مينځته کوي او عمر کموي ، او کوم چې په آخرت کې دي هغه دا دي: د الله قهر او عضب ، بد حساب او د دوزخ عذاب دي.

په زاني کې د زنا په وخت کې ايمان نه وي
وقال النبي صلى الله عليه وسلم : ( لَا يَزْنِي الزَّانِي حِينَ يَزْنِي وَهُوَ مُؤْمِنٌ ) رواه البخاري (2475) ومسلم (57) .

يعنې : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : زنا کار د زنا د عمل د ارتکاب په وخت کې مؤمن نه دی .

وقال صلى الله عليه وسلم : ( إِذَا زَنَى الرَّجُلُ خَرَجَ مِنْهُ الْإِيمَانُ كَانَ عَلَيْهِ كَالظُّلَّةِ ، فَإِذَا انْقَطَعَ رَجَعَ إِلَيْهِ الْإِيمَانُ ) رواه أبو داود (4690) والترمذي (2625)

يعنې : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : کله چې يو کس زنا کوي د هغه څخه ايمان وځي او د وريځې په شان ( د هغه د پاسه دريږي ) کله چې (ددې پليت ) عمل څخه خلاص شي ايمان دوباره ورګرځي .

زناکار به د اور په تنور کې پراته وي

الله (جل جلا له) خپل نبی صلی الله عليه وسلم ته په خوب کې د وحی په وسيله د زناکارو حال ښيي چې : فَانْطَلَقْنَا إِلَى ثَقْبٍ مِثْلِ التَّنُّورِ، أَعْلاهُ ضَيِّقٌ وَأَسْفَلُهُ وَاسِعٌ، يَتَوَقَّدُ تَحْتَهُ نَارًا، فَإِذَا اقْتَرَبَ ارْتَفَعُوا، حَتَّى كَادَ أَنْ يَخْرُجُوا، فَإِذَا خَمَدَتْ رَجَعُوا فِيهَا، وَفِيهَا رِجَالٌ وَنِسَاءٌ عُرَاةٌ … وَالَّذِي رَأَيْتَهُ فِي الثَّقْبِ فَهُمُ الزُّنَاةُ ( البخاري 1386 ) .

ژباړه : د يوه خندق له څنک څخه تير شوو چې د تنور په شان وو ، خوله يې تنګه او داخل يې ډير پراخه وو ، د هغه د لاندې حصه کې اور بل وو ، په دغه خندق کې ځنې لپ لغړ نارينه او ښځې وو ، کله به چې اور لمبه ووهله هغوی به پورته شول داسې چې نږدې وو له خندق نه ووځي او کله به چې اور مړ شو دوی به د لاندې تلل و مې پوښتل دا څوک دي ؟ ( پريشتو ) را ته وويل : کوم کسان دې چې لوڅ په خندق کې وليدل زناکاران وو .

دا چې زنا عظيم جرم او ستر فحاشت دی اسلامي شريعت د زنا ټول اسباب حرام اعلان کړی دی او مسلمان ته يې له دغه اسبابو نه د لريوالی حکم کړی دی .

د زنا اسباب

د نارينه او ښځو اختلاط ، بې حجابي ، د بې بيګانه سره د اسلامي احکامو خلاف خبرې او حرکات ، د بيګانه ښځو او سړيو تر مينځ ارتباط ، بې شرمه تصويرونه ، بې حيا فلمونه او سريالونه ، د نا محرمو سره ملګرې و غيره ټول د زنا اسباب بلل کيږي چې د زنا د فاحش عمل د پاره لارې هواروي : وَلاَ تَقْرَبُواْ الزِّنَى (اسراء ۳۲ )

ژباړه:  زنا ته مه نږدې کيږئ ، يعنې د زنا د اسبابو څخه ځان وساتئ .

د يوه سوچه اسلامي نظام په هيله

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 305 times, 1 visits today)