د قضايي روژې په صورت کې نفلي روژه

که په یو کس باندی فرضی روژه پاتی وی هغه کس کولای شی چی نفلي روژه ونیسې ؟

محمد اسماعيل

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

هو جواز لري باک نلري چې د قضايي راوړلو مخکې سنت او نفلي روژه ونيول شي ، مګر په قضايي راوړلو کې بايد بيړه وشي .

جاء فی الدرمختار : ولذا جاز التطوع قبله ( قبل قضاء رمضان بخلاف قضاء الصلوة ) درمختار ج ۲ ص ‎۱۶۰ ) – فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۶ ص ۳۴۶ ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 77 times, 1 visits today)