هغه فرانسوی مسلمانه ښځه چې د اسلام راوړلو پر مهال يې عجيب ژړل او په عالم کې يې په ميلينونو کسان وژړول هغه وايي:
که څه هم زه يو قوي انسان وم ولی ما عجيب ژړل .
او دا احساس به مې کولو چې زه د الله تعالی بنده ګۍ او د هغه مِلک يم ، او د الله تعالی پرته زمونږ هيڅ قيمت نشته .
او ما به د خبرو پر مهال عجيب ژړل ( کله مې چې اسلام راوړلو) ځکه چې زه پوهيدم چې هغه زما رب او پالوونکی او زه خو هيڅ شی يم .
کچېرې اسلام نه وي نو زمونږ ژوند هيڅ معنی نلري .
شيخ فهد :
سبحان الله کله چې مونږ د دغو کسانو سره کينو کوم چې نوي په اسلام کې داخل شوي دي نو هغوی احساس کوي چې مونږ د کفر په تيارو کې وو ، په غلطه روان وو نو ځکه اسلام ته راغلو .
سبحان الله د ۲۴ کلونو نجلۍ چې د اسلام راوړلو څخه خبرې کوي او کله چې هغه په اسلام کې داخليږي دا احساس کوي چې پر ما باندې د الله تعالی د طرف نه لوی رحمت شوی دی کوم چې پر ما باندې يې د اسلام ستر نعمت و لورولو .
مونږ په اسلام کې څه وړاندې کړي دي ؟
ولی مونږ دا احساس نه کوو ؟ ولی د اسلام حدود نه پيژنو ؟
ولی دا ستر نعمت نورو ته ونه رسولو ؟؟؟ مونږ د الله تعالی په نزد مسئول يو و الله اعلم .
منبع : يوتيوب شيخ فهد الکندري
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله