د قرآن د يوه آيت په اورېدو سره ايمان راوړي او ژاړې …

اجنبي کس د قرآن د يوه آیت په اوريدو سره ايمان راوړي او د هغه د تلاوت پر مهال ژاړې هغه وايي:

ما داسې فکر کولو چې زه اورم سبحان الله ، ډیر زيات ښکلی وو.

او ما به ډير وخت درشمه سپاره په تکرار سره اوريدله ، بيا مې د الفجر د سورت تلاوت پيدا کړ ، په خاصه توګه د سورت آخرې حصه چې وايي : [يَا أَيَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّةُ * ارْجِعِي إِلَى رَبِّكِ رَاضِيَةً مَّرْضِيَّةً * فَادْخُلِي فِي عِبَادِي * وَادْخُلِي جَنَّتِي] (الفجر :۲۷-۳۰).

ژباړه: اى اطمینان نیوونكیه نفسه، ته وګرځه خپل رب ته، په داسې حال كې چې خوشاله او راضي كړى شوى به يې ، نو ته زما په بنده ګانو كې داخل شه ، او زما جنت ته ننوځه.

او د شيخ سعد الغامدي د تلاوت ښکلې طريقه ، زه د هغه په معنی نه پوهيدم يوازې د هغه د ترتيل غږ پر ما اثر کولو .

او کله مې چې پيل کړ و مې لوست او په معنی يې پوه شوم له هر لورې يې پر ما باندې اثر وکړ .

او ما به يوازې په يوه شي کې فکر کولو چې څه به وو که مونږ دغه آواز د الله تعالی له لوري واروو.

الله ، الله ، ژر ده چې دغه آواز به له مونږ څخه ځنې واروي او مونږ به يې هم ورسره واروو.

زما د دغه آيتونو سره د زړه محبت دی ، ځکه چې دا زما لپاره دا هېله او اميد دی چې زه دا کلمات د الله تعالی د لورې اورم .

او زما اولادونه او والدين به يې هم واروي ان شآء الله .

آن لاين اسلامي لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email