السلام علیکم
زما مور د حج د فریضې . ادا کولو لپاره ځي اوس ما واوریدل چې که ښځه د سر ویښتان ږمنځ کړي نو دا خو عادي خبره ده چې ویښتان یې توییږی نو که یی ویښتان تویې یا وغورځیدل نو صدقه به یی ورکوي . په د باب که راسره مرسته وکړی
له تاسو څخه ډیره مننه
د ځواب په هیله.
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
په احرام کې د ويښتانو لرې کول حرام دي هغه په خريلو ، ايستلو او يا لنډولو سره وي حرام دي ، لقوله سبحانه وتعالی : وَلَا تَحْلِقُوا رُءُوسَكُمْ حَتَّى يَبْلُغَ الْهَدْيُ مَحِلَّهُ (البقرة :۱۹۶ ) .
د احرام مننوعات دلته ولولئ :
https://dawat610.com/archives/221
د احرام په حالت کې د ويښتانو ږمنځ کول څه حکم لري ؟
کچېرې په ږمنځ سره ويښتان توييږي او سقوط کوي نو د احرام په حالت کې ږمنځ کول په اتفاق د فقهاوو حرام دي مګر که په ږمنځ سره ويښتان نه توييږي نو په دې باره د فقهاء کرامو دری اقوال دي :
لومړی مباح باک نلري .
دوهم قول حرام دي .
دريم مکروه دي
الموسوعة الفقهية ج ۱۱ ص ۱۷۹ ).
امام نوي رحمه الله د کراهيت قول غوره کړی دی (قال النووي في : ” ويكره مشط رأسه ولحيته , لأنه أقرب إلى نتف الشعر ” انتهى.
يعنې د احرام په حالت د ويښتانو ږمنځ کول مکروه دي ځکه د ويښتانو د سقوط ويره شته مګر کچېرې سقوط وکړي فديه ورباندې نشته .
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله