په امريکا کې په تيرو 10 کلونو کې د جوماتونو شميره دوه برابره شو

د پيو موسسې د تحقيقاتو له مخې په امريکا کې د تيرو 10 کالونو په جريان جوماتونه دوه برابره شوی دي
د ريپورترنيوز د راپور له مخې : 40 کاله مخې هيچا هم دا فکر نه کولو چې د مسلمانانو د پاره به په امريکا په دومره لوړه کچه د آسانتياؤ لرونکي جوماتونه جوړ شي . مګر اوس ليدل کيږي چې د اسلامې ټولنو د هلو ځلو په وسليه ډير نوی جوماتونه چې د ښو او عالی آسانتياوو لرونکي دی جوړ شوی .
د هاستون د منطقې د مسلمانانو په هلو ځلو امريکا اوس څو ميليونه دالر په دغه سيمه کې د جوماتونو جوړولو لپاره پلان او اماده کړي .
د هاستون مسلمانان د څو کلونو انتظار وروسته اوس د يو 10 ميليون دالري جومات او مدرسې د جوړولو شاهد دي
او په هغه ستر مرکز خو تاسې خبر ياست کوم چې د نيوراک د نړول شوو برجونو پر ځای کې پلان شوی دی او د هغه له جوړولو سره سخت مخافتونه شوی دي خو څه وخت مخکې له هغه پروزې سره د نيوراک مقاماتو خپله موافقه اعلان کړه .
د پيو موسسې د برابر شويو تحقيقاتو له مخې : په امريکا کې د جوماتونو شميره په تيرو 10 کالو کې تقريباً دوه برابره شوی ده .
 په داسې حال کې چې د هاستون په منطقه کې مسلمانان ورځ په ورځ مخ پر زياتيدو دي چې د نورو جوماتونو جوړولو ته ضرورت دی .
يوازی سږ کال حداقل د هاستون په سيمه کې 3 جوماتونه جوړ شوي دي او د دوو نورو جوماتونو د جوړونې پروژي تر کار لاندې دي .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email