السلام عليکم ورحمت الله وبرکاة
د اسلامي لارښود محترمو کارکونکو هيله من يم تاسې به ټول روغ جوړ ياست؛ ېو پوښتنه مې راوړې. ېوه ملحد راڅخه دا سول وکړ:
وایي الله (جل جلاله) خو د خلکو په زړونو خبر دی چې زما بنده به دا کار کوي په هغه ټاکلي وخت، چې الله (جل جلاله) ورته له ازل ليکلی، نو امتحان ته څه ضرورت دی؟ هيله من يم چې تاسې يې جواب لۀ همدې لارې راولېږئ
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
الله سبحانه وتعالی اراده وکړه څو آدم او د هغه اولاد ته د ځمکې خلافت ورکړي ، {إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً} [البقرة:30].
او د دوی لپاره يې په ځمکه او د هغه مربوطه فضاء کې ټول شيان مسخر کړل.
او انسانانو او جنياتو ته حکم شوی چې يوازې د خپل خالق ، رازق او رب العالمين عبادت به کوئ او له هغه سره به بل هيڅ څوک نه شريکوئ .
{وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ} [الذاريات:56]
او بيا يې په هره زمانه کې خپلو بنده ګانو ته پيغمبران راليږلي تر څو د هيڅا لپاره د ګناه او سرکشی کولو دليل پاتې نشي .
{لِئَلاَّ يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى اللّهِ حُجَّةٌ بَعْدَ الرُّسُل} [النساء:165]
کچېرې يې مستقيماً کافران جلا کړې وای ، نو هغوی به ويل چې مونږ خو پخپل رب العالمين ايمان راوړلو مګر مونږ امتحان نشوو ، کچېرې مونږ آزمايل شوي وای نو مونږ به ايمان راوړی وو مګر مونږ ته ددې وخت او مهلت را نه کړ شو .
او يا به يې ويل: چې مونږ کله خبر شوي يو؟ ، نو ځکه په هره زمانه کې د ښکاره نښانو سره پيغمبران ليږل شوي دي تر څو د دوی لپاره څه بهانه او بې ځایه دليل پاتې نشي .
ځکه انسان طبعاً بې ځایه دليل ويونکې او انکار کوونکی وي مګر هغه چې الله تعالی خپل رحم ورباندې کړی وي .
نو ددې امتحان مقصد دا دی تر څو د دوی لپاره بې ځایه دليل او بهانه پاتې نشي .
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود