د لارې د پراخوالي لپاره د جومات نړول جايز دي ؟

السلام علیکم ورحمةالله
زموږ کلې کي یو زوړمسجد دی تخریب شوی  او پرځای یی بل مسجد هم جوړشوی دی او س کلیوال غواړي چي کلي ته لويه لارجوړه کړي او دا زوړمسجد ټول یا کم په لار کي شامل کړي چې دا پخوانې لار لویه شي حکم یی څه دی؟

 مننه محمد الياس

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په هر صورت کې د جومات احترام پر مسلمانانو واجب دی ، د جومات نړول او يا د هغه عوض کول په لاره ، کتابخانه و غيره سره جايز نه دي مګر دا چې جومات کاملاً له کاره لويدلی وي خلک يې بل ځای ته کډه شوي وي يا يې بل جومات جوړ کړی وي او په دغه زور جومات کې لمونځ نه ادا کيږي ، په دغه صورت کې د دغه جومات خرڅول يا په لاره باندې عوض کول جايز دي او د هغه پيسي او سامان به په بل جومات کې لګوي .

د جومات ځمکه د لمانځه او عبادت لپاره وقف شوي ده ، د هغه عوض کول په لارې سره جايز نه دي مګر دا چې جومات له کاره لويدلی وي نو د دغه جومات چې څومره ځمکه په لاره ځي هغه به قيمت کړي دا پيسې به په بل جومات کې و لګوي ځکه چې په دې سره وقف جاري کيږي او له مينځه نه ځي .

احکام المساجد فی شرعية اسلامية ليکي :

قول اول : يجوز بيع المسجد إذا تعطلت منافعـه، ويكون ذلك بإذن القاضي، وإذا بيع فيصرف ثمنه إلى أحد المساجد. ويستحسن عند أبي حنيفة وصاحبه أبي يوسف: أن يكون الثمن مصروفا إلى مسـجد ( المبسوط للسرخسي (12 / 42 ـ 43)، وحاشية ابن عابدين (4 / 358 ـ 359) .

د احنافو د قول دليل دا دی : كتب عمر بن الخطاب رضی الله عنه  إلى سعد لما بلغه أنه قد نقب بيت المال الذي بالكـوفة: ” انقل المسجد الذي بالتـمارين، واجعل بيت المال في قبلة المسجد، فإنه لن يزال في المسجد مصل “. وكـان هذا بمشـهد من الصحـابة، ولم يظهر مـا يخـالفـه، فكـان كالإجماع .

(المغني لابن قدامة (5 / 633)، وشرح فتح القدير لابن الهمام (5 / 445)

همدارنګه الجنة الدائمة ليکي :

وسئلت اللجنة أيضا عن بناء مسجد كبير بجوار مسجد قديم ، وتحويل القديم إلى مدرسة لتعليم أبناء المسلمين ؟
فأجابت : ” لا مانع من إقامة المسجد الجديد ، وتقويم المسجد القديم بواسطة أهل الخبرة بالسعر أرضا وبناية ، وصرف قيمته في تعمير مسجد آخر في بلد محتاج إلى ذلك ، وجعل مكانه مدرسة لتعليم العلوم الشرعية ” انتهى. “فتاوى اللجنة الدائمة” (16/60) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 31 times, 1 visits today)