اسماء الحسنی دا دي :
هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ السَّلَامُ الْمُؤْمِنُ الْمُهَيْمِنُ الْعَزِيزُ الْجَبَّارُ الْمُتَكَبِّرُ الْخَالِقُ الْبَارِئُ الْمُصَوِّرُ الْغَفَّارُ الْقَهَّارُ الْوَهَّابُ الرَّزَّاقُ الْفَتَّاحُ الْعَلِيمُ الْقَابِضُ الْبَاسِطُ الْخَافِضُ الرَّافِعُ الْمُعِزُّ الْمُذِلُّ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ الْحَكَمُ الْعَدْلُ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ الْحَلِيمُ الْعَظِيمُ الْغَفُورُ الشَّكُورُ الْعَلِيُّ الْكَبِيرُ الْحَفِيظُ الْمُقِيتُ الْحَسِيبُ الْجَلِيلُ الْكَرِيمُ الرَّقِيبُ الْمُجِيبُ الْوَاسِعُ الْحَكِيمُ الْوَدُودُ الْمَجِيدُ الْبَاعِثُ الشَّهِيدُ الْحَقُّ الْوَكِيلُ الْقَوِيُّ الْمَتِينُ الْوَلِيُّ الْحَمِيدُ الْمُحْصِي الْمُبْدِئُ الْمُعِيدُ الْمُحْيِي الْمُمِيتُ الْحَيُّ الْقَيُّومُ الْوَاجِدُ الْمَاجِدُ الْوَاحِدُ الصَّمَدُ الْقَادِرُ الْمُقْتَدِرُ الْمُقَدِّمُ الْمُؤَخِّرُ الْأَوَّلُ الْآخِرُ الظَّاهِرُ الْبَاطِنُ الْوَالِيَ الْمُتَعَالِي الْبَرُّ التَّوَّابُ الْمُنْتَقِمُ الْعَفُوُّ الرَّءُوفُ مَالِكُ الْمُلْكِ ذُو الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ الْمُقْسِطُ الْجَامِعُ الْغَنِيُّ الْمُغْنِي الْمَانِعُ الضَّارُّ النَّافِعُ النُّورُ الْهَادِي الْبَدِيعُ الْبَاقِي الْوَارِثُ الرَّشِيدُ الصَّبُورُ “(۱)
د اسماء الحسنی لڼده تشريح :
۱- اللَّهُ: د هغه ذات نوم دی چې د هغه پرته بل د عبادت وړ او لائق نشته او د ټولو شيانو پيدا کوونکی دی ، {اللهُ خَالِقُ كُلِّ شَىْءٍ} (سورة الزمر/۶۲).
۲ـ الرَّحْمَنُ: ډیر زیات مهربان دی ،دا د الله تعالی خاص صفت دی ، او په دنيا کې د الله تعالی مهرباني او رحمت شامل دی مسلمان او کافر دواړو لره {الرَّحْمنِ الرَّحِيمِ}.
۳-الرَّحِيمُ : پوره رحم لرونکی ، چې په آخرت کې يوازې پر مؤمنان رحم کوونکی دی نه پر کافرانو {وَكَانَ بِالْمُؤْمِنِينَ رَحِيمًا} (سورة الأحزاب/۴۳).
۴-المَلِكُ: حقيقي بادشاه، د هر څه ازلي او ابدي او تل تر تله واکدار {فَتَعَالَى اللهُ الْمَلِكُ الْحَقُّ} (سورة طه/۱۱۴).
۵- الْقُدُّوسُ: د ټولو غيبونو څخه پاک ، د شريک او سيال څخه پاک دی او د ټولو هغو صفاتو څخه پاک دی کوم چې د مخلوق لپاره وي {الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ}(سوره الحشره :۲۳).
۶-السَّلَامُ: د ټولو نيمګړتياوو څخه پاک دی {السَّلامُ الْمُؤْمِنُ} (سوره الحشر :۲۳ ).
۷-الْمُؤْمِنُ: امن ورکوونکی او يا د مؤمنانو د ايمان تصديق کوونکی دی {السَّلامُ الْمُؤْمِنُ} (سوره الحشر:۲۳).
۸-الْمُهَيْمِنُ: ساتونکی او شاهد دی ، د خپلو بنده ګانو په اعمالو باندې شاهد او د هغه د اعمالو ساتونکی دی { الْمُهَيْمِنُ } (سوره الحشر:۲۳).
۹-الْعَزِيز: ښه قوي او پر ټولو غالب دی {وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ} (سورة إبراهيم/۴).
۱۰- الْجَبَّارُ: و ويرې خاوند دی {الْجَبَّارُ الْمُتَكَبِّرُ} (سورة الحشر/۲۳).
۱۱- الْمُتَكَبِّرُ: د بزرګۍ خاوند دی {الْجَبَّارُ الْمُتَكَبِّرُ} (سورة الحشر/۲۳).
۱۲-الْخَالِقُ: د هر شي پيدا کوونکی دی {هَلْ مِنْ خَالِقٍ غَيْرُ اللهِ} (سورة فاطر/۳).
۱۳-الْبَارِئُ: د مثال پرته صورت ورکونکی او ساه اچوونکی دی {الْبَارِئُ} (سورة الحشر/۲۴).
۱۴- الْمُصَوِّرُ: صورت جوړونکی ، هغه ذات چې په مختلفو شکلونو او بڼو يې خپل مخلوقات جوړ کړي {هُوَ اللهُ الْخَالِقُ الْبَارِئُ الْمُصَوِّرُ} (سورة الحشر/۲۴).
۱۵- الْغَفَّارُ: بښونکی ، د خپلو بنده ګانو د ګناهونو بښوونکی دی {أَلا هُوَ الْعَزِيزُ الْغَفَّارُ} (سورة الزمر/۵).
۱۶-الْقَهَّارُ: ډير غالب او پر ټولو زورور دی {وَهُوَ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ} (سورة الرعد/۱۶).
۱۷-الْوَهَّابُ: د هر شي ورکونکی ، د بدلې او عوض پرته د خپل فضل او کرم څخه ورکړه کوي {الْعَزِيزِ الْوَهَّابِ} (سورة ص/۹).
۱۸-الرَّزَّاقُ: روزي ورکونکی ، د ټولو مخلوقاتو رزق ورکونکی دی {إِنَّ اللهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِينُ} (سورة الذاريات/۵۸).
۱۹-الْفَتَّاحُ: آسانه کوونکی ، کوم شيان چې مخلوق ته سخت او مشکل وي هغه يې د خپل فضل او کرم څخه ورته آسانه کوي {وَهُوَ الْفَتَّاحُ الْعَلِيمُ} (سورة سبإ/۲۶).
۲۰- الْعَلِيمُ: پوه او عالم ، په ټولو ښکاره او پټو شيانو عالم او په هر هغه شي باندې پوره عالم دی چې مخلوق يې د درک کولو څخه عاجز دي {وَاللهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ} (سورة النساء/۲۶).
۲۱-الْقَابِضُ: منع کوونکی دی ، کچېرې د یو چا څخه څه منع کړي نو هيڅوک نشته چې هغه ته څه ورکړي او د خپل حکمت موافق زرق کموي {وَاللهُ يَقْبِضُ وَيَبْسُطُ} (سورة البقرة/۲۴۵).
۲۲- الْبَاسِطُ: پراخه کوونکی ، د پراخه رزق او روزي ورکونکی دی.
۲۳-الْخَافِضُ: نافرمانانو لره کښته کونکی ، هغه کسان چې سرکشه ، ظالمان او کبرجن دي هغه ښکته او ذليل او خوار ګرځوي .
۲۴-الرَّافِعُ: لوړونکی ، هغه کسان چې فرمابرداره ، تقوی لرونکي دي هغوی ته عزت ورکوي او درجې يې لوړوي.
۲۵-الْمُعِزّ: عزت ورکونکی، الله تعالی خپلو دوستانو مؤمنانو ته عزت ورکوي د جنت په ستر نعمت سره {وَتُعِزُّ مَن تَشَاء وَتُذِلُّ مَن تَشَاء} (سورة آل عمران/۲۶).
۲۶-الْمُذِلُّ: ذلت ورکونکی، الله تعالی خپلو دوښمنان کافرانو ته ذلت ورکوي په اور د دوزخ سره .
۲۷-السَّمِيعُ: د هرڅه اوریدنکی ، داسې اوريدل چې د مخلوق سره هيڅ شباهت نلري بې کيفه {إِنَّ اللهَ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ} (سورة غافر/۲۰).
۲۸-الْبَصِيرُ: د هر څه ليدونکی ، داسې ليدل چې د مخلوق سره هيڅ مشابهت نلري .
۲۹-الْحَكَمُ: د مخلوقاتو مطلق حاکم ، د شريعت او قانون ، حلال او حرام ګرځولو واک يوازې الله تعالی لره دی {وَهُوَ خَيْرُ الْحَاكِمِينَ} (سورة يونس/۱۰۹).
۳۰- الْعَدْلُ: انصاف کونکی ، د ظلم او زياتي کولو څخه پاک دی .
۳۱،۳۲- اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ: په باريکیو پوه ، په ډيرو باريکو شيانو او د هغو په ښکاره او پټو رازونو خبردار دی {وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ} (سورة الأنعام/۱۰۳).
۳۳- الْحَلِيمُ: د ډېر تحمل او زغم څښتن ، د قدرت سره سره د زغم څښتن دی {وَإِنَّ اللهَ لَعَلِيمٌ حَلِيمٌ} (سورة الحج/۵۹).
۳۴- الْعَظِيمُ: ډير لوی دی ، هغه د لويې مرتبې او منزلت خاوند دی او د ټولو مخلوقاتو د صفاتو څخه پاک او د منزلت په لحاظ له ټولو څخه لوی دی {وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ} (سورة الشورى/۴).
۳۵- الْغَفُورُ: بښوونکی دی، {أَنِّي أَنَا الْغَفُورُ الرَّحِيمُ} (سورة الحجر/۴۹).
او د «الغفور» په نسبت په «الغفار» کې ډيره مبالغه ده ، يعنې د ډيرو زياتو ګناهونو او سختو ګناهونو بښوونکی دی.
۳۶- الشَّكُورُ: ډير قدردان دی ، په کم اطاعت باندې لوی ثواب ورکوي او د هيڅ بنده نيکي نه ضايع کوي {إِنَّ رَبَّنَا لَغَفُورٌ شَكُورٌ} الآية (سورة فاطر/34).
۳۷- الْعَلِيُّ: ډير اوچت دی {وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ} (سورة الشورى/۴).
۳۸-الْكَبِيرُ : د ډير لوی شان څښتن، هغه چي د قدرت ، عزت او برزګۍ ، صفاتو او افعالو په لحاظ له هر شي څخه لوی او ستر دی {وَهُوَ الْعَلِيُّ الْكَبِيرُ} (سورة سبإ/۲۳).
۳۹- الْحَفِيظُ : ساتونکی ، د ټولو کائيناتو د نظم ساتونکی دی او چا ته چې وغواړي له شر او هلاکت څخه یې ساتي {وَرَبُّكَ عَلَى كُلِّ شَىْءٍ حَفِيظٌ} (سورة سبإ/۲۱).
۴۰- الْمُقِيتُ: په هر شي باندې قدرت لرونكى دى ، د بنده ګانو د رزق او حصو په ويشلو باندې قادر دی {وَكَانَ اللهُ عَلَى كُلِّ شَىْءٍ مُّقِيتًا} (سورة النساء/۸۵).
۴۱- الْحَسِيبُ: ښه حساب اخيستونكى دى ، هغه د خپلو بنده ګانو د عملونو حساب اخيستونکی دی {وَكَفَى بِاللهِ حَسِيبًا} (سورة النساء/۶).
۴۲- الْجَلِيلُ: د جلال او لويې مرتبې خاوند دی.
۴۳- الْكَرِيمُ: ډير سخي ، چې د استحقاق او عوض څخه پرته د خپل فضل څخه په پيل کې د نعمت او خير ورکونکی دی {مَا غَرَّكَ بِرَبِّكَ الْكَرِيمِ} (سورة الانفطار/۶).
۴۴- الرَّقِيبُ: څارونکی (نګهبان) دى ، د بنده ګانو د عملونو او د کائيناتو د ټول نظام څارونکی دی {إِنَّ اللهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا} (سورة النساء/۱).
۴۵- الْمُجِيبُ: دعا قبلونکی ، د هر حاجتمن دعا قبلوي {قَرِيبٌ مُّجِيبٌ} (سورة هود/۶۱).
۴۶- الْوَاسِعُ: پراخي ورکونکی ، رزق ، فضل ، کرم او احسان او د پاک ذات صفات يې دومره پراخه دي چې د شمار څخه وتلی دي {وَاللهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ} (سورة النور/۳۲).
۴۷- الْحَكِيمُ: ښه حكمت والا دى ، حکمت ويل کيږي د هر شي ايښودل په خپل لايق او وړ ځای کې ، الله سبحانه وتعالی هغه حکيم ذات دی چې ټول مخلوقات يې پخپل حکمت سره پيدا کړي او پخپل حکمت سره يې تنظيم کړی دي هيڅ شی يې عبث او بې ګټې نه دي پيدا کړي ، بلکي په هر څه کې يو حکمت شته { وَاللهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ } (سورة النساء/۲۶).
۴۸- الْوَدُودُ: ډير محبت کونکی ، هغه له خپلو صالحو بنده سره محبت کوي ، د هغوی څخه رضا کيږي او د هغوی اعمال قبلوي {وَهُوَ الْغَفُورُ الْوَدُودُ} (سورة البروج/۱۴).
۴۹- الْمَجِيدُ: د لوی شان خاوند، د ستر عزت ، لوړوالی او شرف څښتن دی {إِنَّهُ حَمِيدٌ مَّجِيدٌ} (سورة هود/۷۳).
۵۰-الْبَاعِثُ: د مرګ څخه وروسته بيا را ژوندي کوونکی ، هغه چې د قيامت په ورځ به مړي را ژوندي کوي {وَأَنَّ اللهَ يَبْعَثُ مَن فِي الْقُبُورِ} (سورة الحج/۷).
۵۱- الشَّهِيدُ: شاهد او حاضر ، د هغه د علم څخه هيڅ شی پټ نه دي {إِنَّ اللهَ عَلَى كُلِّ شَىْءٍ شَهِيدٌ} (سورة الحج/۷).
۵۲- الْحَقُّ: بر حق په حقه سره ، الله تعالی حق دی بنده ګې او عبادت يې حق دی او د هغه پرته د بل چا بنده ګي او عبادت باطل دی همدارنګه د الله تعالی د طرف څخه نارل کړی شريعت حق دی د هغه خلاف بل هر شريعت او منهج باطل او ګمراهي ده {وَيَعْلَمُونَ أَنَّ اللهَ هُوَ الْحَقُّ الْمُبِينُ} (سورة النور/۲۵).
۵۳- الوکيل :لوی کار ساز ، هغه د ټول عالم او همدارنګه خپلو بنده ګانو د رزق ، مصالحو او ګټو او ټولو کارونو وکيل کفيل او کار جوړونکی دی {وَكَفَى بِاللهِ وَكِيلاً} (سورة النساء/۸۱).
۵۴-الْقَوِيُّ: د قوت خاوند ، هغه د کامل قوت او قدرت خاوند دی او د هغه پشان بل قوت نشته {إِنَّ اللهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ} (سورة الحج/۴۰).
۵۵- الْمَتِينُ : ډير مضبوط دی ، قوت يې ثابت دی هيڅ ضعف او زوال نلري {إِنَّ اللهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِينُ} (سورة الذاريات/۵۸).
۵۶- الْوَلِيُّ : مدد ګار ، هغه چې د خپلو انبیاء او صالحو مؤمنانو مدد کوي {وَهُوَ الْوَلِيُّ الْحَمِيدُ} (سورة الشورى/۲۸) ، [اللَّهُ وَلِيُّ الَّذِينَ آمَنُوا يُخْرِجُهُم مِّنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ] (البقره :۲۵۷) .
۵۷-الْحَمِيدُ : د ثنا او ساينې لايق {إِنَّ اللهَ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ} (سورة لقمان/۲۶).
۵۸- الْمُحْصِي : د هر شي شمارکونکی ، هغه چې هر شی علماً او عدداً شمار کړې دي او ورته څرګند دي {وَأَحْصَى كُلَّ شَىْءٍ عَدَدًا} (سورة الجن/۲۸).
۵۹- الْمُبْدِئُ: اول وار پيداکونکی ، هغه چې د هيڅ څخه يې شيان پيدا کړل {هُوَ يُبْدِئُ وَيُعِيدُ} (سورة البروج/۱۳).
۶۰- الْمُعِيدُ: دوهم وار پیداکونکی ، هغه چې ژوندي مړه کوي او مړي بيا را ژوندي کوي {هُوَ يُبْدِئُ وَيُعِيدُ} (سورة البروج/۱۳).
۶۱- الْمُحْيِي: ژوندي کونکی ، هغه چې په نطفه کې روح اچوي او د مرګ څخه وروسته بيا ژوندي کول کوي { قُلِ اللهُ يُحْيِيكُمْ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ} (سورة الجاثية/۲۶).
۶۲- الْمُمِيتُ : مړ کوونکی ، هغه چې د ژونديو څخه روح اخلي .
۶۳- الْحَيُّ: همېشه ژوندى دى، هغه چې هميشه به ژوندی وي {هُوَ الْحَيُّ لا إِلَهَ إِلاَّ هُوَ} (سورة غافر/۶۵).
۶۴- الْقَيُّومُ: د ټول عالم انتظام كوونكى دى ، د عالم د تدبير او نظم لپاره تل قايم دی چې هيڅ بدلون پکې نه راځي {اللهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ} (سورة البقرة/۲۵۵).
۶۵- الْوَاجِدُ : د هر شي بیا مندونکی ، هغه چې غني او پوره دی او فقر ورباندې نه راځي .
۶۶- الْمَاجِدُ: د بزرګۍ او لویۍ خاوند.
۶۷- الْوَاحِد : يوازې ، هغه چې هيڅ شريک نلري {وَمَا مِنْ إِلَهٍ إِلاَّ اللهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ} (سورة ص/۶۵).
۶۸-الصَّمَدُ : بې نیازه ،هغه چې پوره دی نسب ، د چا مدد کولو او د چا عبادت کولو ته اصلاً هيڅ اړتيا نلري {اللهُ الصَّمَدُ} (سورة الإخلاص/۲).
۶۹- الْقَادِرُ: د قدرت خاوند {إِنَّهُ عَلَى كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرٌ} (سورة الأحقاف/۳۳).
۷۰- الْمُقْتَدِرُ: قادر ، داسې قادر ذات دی چې د قدرت پر وړاندې يې هيڅ مانع نشته او نه هم د هغه د قدرت له لاسه څوګ چيرې تښتيدلی شي. {فَأَخَذْنَاهُمْ أَخْذَ عَزِيزٍ مُّقْتَدِرٍ} (سورة القمر/۴۲).
۷۱- الْمُقَدِّمُ: مخکې کوونکی ، چا ته چې وغواړي د هغه منزلت لوړوي .
۷۲- الْمُؤَخِّرُ: وروسته کوونکی ، چا ته چې وغواړي د خپل حکمت له مخې يې وروسته کوي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : “أنت المقدم وأنت المؤخر”.
۷۳- الْأَوَّلُ: اول دی، هغه چې قديم او ازلي دی ابتداء نلري هیڅ شى له هغه نه مخكې نه و.
۷۴- الْآخِر: آخر دی ، هغه چې هميشه به باقي وي او هيڅ فنا کيدونکی نه دی او هيڅ پای نلري او اخر دى (له ده نه بعد هېڅ شى نشته) {هُوَ الأَوَّلُ وَالآخِرُ} (سورة الحديد/۳).
۷۵- الظَّاهِرُ: څرګند ښکاره، هغه چې د قدرت او غلبې په لحاظ پر ټولو شيانو څرګند او ښکاره دی .
۷۶- الْبَاطِنُ: پټ دی ، پټ دی له ليدلو د سترګو څخه په دنيا کې او د قدرت او افعالو نښې يې ښکاره دي او د هغه په وړاندې هېڅ شى پټ نه دى،{وَالظَّاهِرُ وَالْبَاطِنُ} (سورة الحديد/۳).
۷۷- الْوَالِي: کار جوړونکی ، هغه ذات چې د مخلوق د ټولو کارونو جوړنکی او تنظيم کوونکی دی او ځنې وايي « الْوَالِي» نږدی دی « الْوَلِيُّ » لره چې مدد ګار ته هم وايي لکه په قرآنکريم چې ورته اشاره شوې ده : وَإِذَا أَرَادَ اللَّهُ بِقَوْمٍ سُوءًا فَلَا مَرَدَّ لَهُ وَمَا لَهُمْ مِنْ دُونِهِ مِن وَالٍ (سوره الرعد :۱۱) .
۷۸- الْمُتَعَال: لوړ برتر دى، د مخلوق له صفاتو څخه پاک او لوړ دی ،{الْكَبِيرُ الْمُتَعَالِ} (سورة الرعد/۹).
۷۹- الْبَرُّ: ډېر احسان كوونكى، له خپلو بنده ګانو سره ډير احسان کوونکی دی چې وروسته يې ځنې بنده ګان شکرګزاره او ځنې کافران شول ، {إِنَّهُ هُوَ الْبَرُّ الرَّحِيمُ} (سورة الطور/۲۸).
۸۰-التَّوَّابُ:توبه قبلونکی {وَأَنَّ اللهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ} (سورة التوبة/۱۰۴).
۸۱- الْمُنْتَقِمُ: د بدله اخیستلو طاقت لرونکی ، هغه چې سرکشو ، ظالمانو او کبرجنو څخه انتقال اخلي او هغوی ته سزا ورکوي او د هغوی تر منځ په عدل فيصله کوي ،{وَاللهُ عَزِيزٌ ذُو انتِقَامٍ} (سورة آل عمران/۴).
۸۲- الْعَفُوُّ: د ګناه عفوه کوونکی ، هغه چې ګناهونه بښي او د خپل فضل او کرم په وجه د سزا او مجازاتو څخه تيريږي {إِنَّ اللهَ لَعَفُوٌّ غَفُورٌ} (سورة الحج/۶۰).
۸۳- الرَّءُوفُ: ډیر شفقت کوونکی، ډير زيات د رحم او شفقت څښتن دی {إِنَّ رَبَّكُمْ لَرَؤُوفٌ رَّحِيمٌ} (سورة النحل/۷).
۸۴- مَالِكُ: د هر څه څښتن او مالک دی {قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَن تَشَاء} (سورة آل عمران/۲۶).
۸۵- ذُو الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ: د بزرګۍ او د عزت خاوند دی {وَيَبْقَى وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلالِ وَالْإكْرَامِ} (سورة الرحمن/۲۷).
۸۶- الْمُقْسِطُ: عادل ، په فيصله او حکم کې عدل او انصاف کوونکی .
۸۷- الْجَامِعُ : د ټوله مخلوق جمع کونکی، د قيامت په ورځ د ټولو خلکو جمع کوونکی دی {رَبَّنَا إِنَّكَ جَامِعُ النَّاسِ لِيَوْمٍ لاَّ رَيْبَ فِيهِ} (سورة آل عمران/۹).
۸۸- الْغَنِيُّ: بې نیازه ، د مخلوق څخه بې نيازه دی {وَاللهُ الْغَنِيُّ وَأَنتُمُ الْفُقَرَاء} (سورة محمد/۳۸).
۸۹- الْمُغْنِي: بې نیازه کونکی ، هغه چې چاته وغواړي له نورو څخه يې بې نيازه کوي ، {وَأَنَّهُ هُوَ أَغْنَى وَأَقْنَى} (سورة النجم/۴۸).
۹۰- الْمَانِعُ: منع کوونکی ، هغه چې چاته وغواړي څه ورڅخه منع کړي نو څوک نشته چې هغه ته ورکړي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم به د لمانځه وروسته دا دعا کوله چې دا دعا د لمانځه وروسته مسنونه اذکارو څخه ده:«اللَّهُمَّ لا مَانِعَ لِمَا أَعْطَيْتَ، وَلا مُعْطِيَ لِمَا مَنَعْتَ، وَلا يَنْفَعُ ذَا الْجَدِّ مِنْكَ الْجَدُّ».
ژباړه : ای الله ! ته چې (چا ته ) څه ورکوې ، د هغه څوک مانع بندونکی نشته ، او ته چې (له چا نه) څه بند کړې ، د هغه څوک ورکونکی نشته.
۹۱،۹۲-النَّافِعُ الضَّارّ:د ضرر او نفع څښتن ، نفع او ضرر د الله تعالی طرفه څخه دی او يا د ايمان رکن دی او په دې باندې زمونږ ايمان دی ځکه چې نفع او ضرر يې مخلوق دی {وَإِن يَمْسَسْكَ اللّهُ بِضُرٍّ فَلاَ كَاشِفَ لَهُ إِلاَّ هُوَ وَإِن يَمْسَسْكَ بِخَيْرٍ فَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدُيرٌ} (سوره الانعام :۱۷).
او د « الضَّارّ» په اسم کې اختلاف دی ځنې علماء وايي له اسماء الحسنی څخه دی او ځنې وايي له اسماء الحسنی څخه نه دی مګر معنی بالکل ثابته ده .
۹۳-النُّور السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ: روښانه کونکی، هغه چې د خپل هدايت په نور سره يې خلک روښانه کړي دي {اللهُ نُورُ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضِ} (سورة النور/۳۵).
۹۴- الْهَادِي: هدايت کوونکی ، هغه چې چاته وغواړي هدايت کوي او سمه لار ورښي ،{وَيَهْدِي مَن يَشَاء إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ} (سورة يونس/۲۵).
۹۵- الْبَدِيعُ:د کوم مثال او نمونې پرته د هر شي پيدا کوونکی {بَدِيعُ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضِ} (سورة البقرة/۱۱۷).
۹۶- الْبَاقِي: همیشه پاتې کيدونکی ، تل به باقي وي او هيڅ زوال نلري {وَيَبْقَى وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلالِ وَالْإكْرَامِ} (سورة الرحمن/۲۷).
۹۷- الْوَارِثُ: وارث ، هغه به د ټولو مخلوقاتو له فنا کيدو وروسته باقي وي {وَإنَّا لَنَحْنُ نُحْيِي وَنُمِيتُ وَنَحْنُ الْوَارِثُونَ} (سورة الحجر/۲۳).
۹۸- الرَّشِيدُ:لارښوونکی ، هغه چې خلکو ته يې په حق سره لارښوونه کړې او د باطل او طاغوت څخه منع کړي دي.
۹۹- الصَّبُورُ: صبر ناک ، تحمل او برداشت کونکی چې د سرکشو خلکو په انتقام کې بيړه نه کوي .
(۱)- [1] – صحيح ابن حبان (۸۰۸) ، الترمذي : (۳۵۰۷) ، تخريج اسماء لابن حجر (۱/۴۵).
آن لاين اسلامي لارښود