له ابو موسی اشعري رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول صلی الله عليه وسلم ما ته وويل : ای عبدالله بن قيس! و مې ويل : لبيک يا رسول الله ، ويې فرمايل : آيا تا ته داسې کلمه و نه ښيم چې د جنت له خزانو څخه يوه خزانه ده ؟ و مې ويل : هو يا رسول الله زما پلار او مور تر تا قربان شي ، ويې فرمايل : «لا حَوْلَ وَلا قُوَّةَ إِلا بِاللَّهِ» (رواه البخاري) .
ابی هريره رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«لا حول ولا قوة إلا بالله دواء من تسعة وتسعين داء أيسرها الهم» ( رواه الطبراني في الأوسط) .
ژباړه : «لا حول و لا قوة الا بالله» د ۹۹ مرضونو دوا ده چې آسانه يې د غم لرې کول دی.
پورته ذکر شوي څلور اذکار الباقيات الصالحات بلل کيږي .
په حديث شريف کې راغلي : له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه چا پوښتنه وکړه چې باقيات صالحات څه دي ؟ ويې فرمايل :«التكبير، والتهليل، والتسبيح، والحمد لله، ولا حول ولا قوة إلا بالله »، [رواه مالك و ابن حبان ، وصححه الحاكم] .
د «لا إله إلا الله، وحده لا شريك له …» ذکر
له أبي هريرة رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي: «من قال: لا إله إلا الله، وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد، وهو على شيء قدير. في يوم مائة مرة، كانت له عدل عشر رقاب، وكتبت له مائة حسنة، ومحيت عنه مائة شيءة، وكانت له حرزا من الشيطان يومه ذلك حتى يمسي، ولم يأت أحد بأفضل مما جاء به، إلا أحد عمل أكثر من ذلك» ( صحيح البخاري: ۳۱۱۹ ).
ژباړه: څوک چې د ورځې سل ځله «لا إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ، وَحْدَهُ لا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ » ووايي هغه ته به د لسو غلامانو د آزادولو ثواب رسي ، او هغه د پاره به سل نيکۍ وليکل شي او د هغې نه به سل بدۍ يا کوچني ګناهونه پاک شي ، او په هغه ورځ به د شيطان څخه ساتل شوی وي او هيڅ څوک به ( د قيامت په ورځ ) د ده څخه غوره عمل پيش نه کړي مګر هغه کس چې د ده څخه يې زيات عمل کړی وي .
آن لاين اسلامي لارښود