مطلق (غير مقيد ) اذکار

مخکې مو وويل چې اذکار په مطلق او مقيد سره ويشل شوي دي ، مقيد هغه اذکار دي چې په وخت ، ځای يا شمير سره مقيد شوي وي لکه : د سبا او ماښام اذکار ، د لمانځه وروسته اذکار ، د خوب او خوراک اذکار او نور .

او مطلق هغه اذکار دي چې په وخت او ځای سره مقيد شوي نه وي بلکي د ورځې يا شپې په هره حصه کې يې ويل جايز دي لکه : د قرآنکريم تلاوت د ورځې او شپې په هره حصه کې يې تلاوت زيات اجر او ثواب لري مګر د قرآن د تلاوت لپاره غوره او افضل وخت د شپې آخره حصه او يا د سهار د لمانځه وروسته ، همدارنګه «لا اله الا الله » ، «سبحان الله» ، «الله اکبر» او نور اذکار مطلق اذکار بلل کيږي .

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 60 times, 1 visits today)