اذکار په دوه ډوله دي مطلق او مقيد .
مطلق : هغه اذکار دي چې په خاص وخت او ځای پورې تعين نه وي بلکي په ټوله ورځ کې ويل کيږي .
مقيد : هغه مأثور او مسنونه اذکار دي چې په خاص وخت او خاص ځای کې د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه ثابت شوی دي .
اوس دغه مقيد مأثور او مسنونه اذکار بيانوو :
د سبا او بيګا اذکار
صباح و المساء (سبا او ماښام ) کوم وخت دی؟
د صباح په باره کې مشهور قول دا دی چې د سبا ختلو څخه پيل تر لمر ختلو پورې دوام لري ، په دليل د دغه قول د الله تعالی : [وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ الْغُرُوبِ] (ق : ۳۹ ).
او ځنې علماء کرام وايي د سبا ختلو څخه تر زوال پورې دوام لري.
او المساء (ماښام) د مازديکر د لمانځه څخه پيل تر ماښام يا لمر پرېوتلو پورې دوام کوي ،او ځنې علماء کرام وايي د مازديګر له لمانځه تر نيمې شپې پورې ، او ځينې علماء وايي د ماښام څخه تر صبح صادق (سبا ختلو ) پورې ، مګر قوي قول دا دی چې د مازديګر له لمانځه څخه تر ماښام پورې .
آن لاين اسلامي لارښود