دعوتګره ښځه

دعوتګره ښځه (صفات او د دعوت سلوک )

اول – دعوت يوه لازمي دنده او فریضه ده :

دعوت کلکه اسلامي فريضه ده ، چې هره ښځه به د الله تعالی لوري ته دعوت کوي.

ښځه پخپل کور کې مسئوله ده : وَالْمَرْأَةُ رَاعِيَةٌ فِي بَيْتِ زَوْجِهَا وَمَسْئُولَةٌ عَنْ رَعِيَّتِهَا(البخاري).

ژباړه: ښځه د ميړه په کور کې د خپل اولاد شپنه او مسئوله ده .

په نارينه او ښځو کې به يو ډله موجود وي چې هغوی به دعوت أمر بالمعروف او نهی عن المنکر تر سره کړي:

﴿وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ﴾ [آل عمران: 104].

ژباړه :  او بايد له تاسې څخه يو ډله وي چې د نيکۍ په لورې بلنه کوي او له بدۍ څخه منع کوي او همدغه خلک کامياب دي .

﴿وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ …) [التوبة: 71].

ژباړه : او مؤمنان سړي او مؤمنانې ښځې ځينې د ځينو نورو دوستان دي امر کوي په نيکی او له بدليو نه خلک منع کوي .

په دې کار کې ډير ستر فضيلت دی ، کچېرې د تا په لاس الله تعالی کوم کس او يا کومې ښځې ته هدايت وکړي تاته له ګردو کائيناتو غوره دی :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:« لأَنْ يَهْدِيَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ عَلَى يَدَيْكَ رَجُلا خَيْرٌ لَكَ مِمَّا طَلَعَتْ عَلَيْهِ الشَّمْسُ وَغَرَبَتْ» (الطبراني 925 ) .

دوهم – د دعوتګرې ښځې صفات :

۱- علم : په علم کې دا شرط نه دی چې هغه به يوه مجتهده وي يا به د علم بحر وي بلکي مطلب دا دی چې کوم شي ته دعوت کوې په هغه باندې بايد خپله علم ولري مثلاً : ښځو ته په لمانځه کې په خشوع کولو ، لمونځ په لومړي وخت کې ادا کولو ، د اسلامي حجاب باندې ترغيب ورکولو او د تبرج (بې پردګۍ)څخه منع کولو ته چې کله دعوت کوي نو بايد داعيه ورباندې پوه وي .

۲- اخلاص : نيت به يې يوازې او يوازې د الله تعالی رضا وي ، کله چې اخلاص مينځته راشي نو موانع به د الله تعالی په اذن لرې کيږي ، دعوت عبادت دی او د عبادت د قبول لپاره اخلاص شرط دی .

۳- اعمال صالحه : داعيه ښځه بايد په هغو اعمالو کې زياتوالی راولي کوم چې د الله تعالی د تقرب سبب ګرځي .

۴- قدوه حسنه (نيکه نمونه ) : داعيه ښځه لومړی بايد په هغه څه چې نورو ته یې دعوت کوي خپله عمل وکړي او بيا نورو ته په هغه باندې حکم وکړي ، ځکه خلک د هغه عمل او قول ته ګوري ، کچېرې ستا قول د عمل خلاف وي نو د احترام پر ځای در پورې خاندې .

۵- صبر : په دعوت کې مشقت او تکليف شته ، خپله د هغه په کيفيت کې ، د نورو لخوا ضرر ، او يا د هغوی نه منل او بل دا چې د هغه ثمرې کې بيړه نه کول، نو ځکه امکان نلري چې د هغه د ثمرې لپاره صبر ونشي او خپله سينه د اوريدو پر وړاندې پراخه نشي .

۶- حکمت : دعوت به په حکمت سره وي کوم چې لاندې اسلوب او طريقې پکې وي :

الف : د مناسب اسلوب انتخاب : ترغيب او ترهيب ، قصص ، لنډې لنډې خبرې .

ب : د مناسب ځای انتخاب : په مجلس کې او يا په درسي حلقه کې او يا کور کې کوم ځای چې مناسب وي .

ج : په مناسب وخت کې : په داسې وخت کې ښځې په ضروري کار اخته نه وي بلکي د اوريدو او توجه لپاره مناسب وخت موجود وي .

د : تدريج او بيړه نه کول : لنډ لنډ مطالب او لنډې خبرې تر څو د هغوی زړه تنګ نشي او په شوق او رغبت سره يې واروي.
۷- حسن خلق (ښه اخلاق ) :
ښه اخلاق افضل عمل او هغه لره عجيب فوائد دي ، د خلکو د زړونو لاس ته راوړلو داسې ذريغه ده چې په بل هيڅ شي لاس ته نه راوړل کيږي ، حسن خلق لکه : صدق ، حياء ، تواضع ، نرمي او مهرباني ، د بل سره د مخکې کيدو پر مهال تبسم او د څهرې پراخوالی ، نور کسان په نيکو نمونو او لقبونو بلل ، د غرور او تکبر څخه ځان ساتل ، د بې ځايه غصې څخه پرهيز کول او نور .
۸- په بيروني مظهر باندې اهتمام : داعيه ښځې ته ښايي چې د هغه بدن او جامه پاک وي ، ويښتان يې په مسنونه طريقه ږمنځ کړي او منظم وي ، غاښونه يې پاک وي تر څو د هغې د خولې بوی ونه لګيږي ، حجاب او جامه يې د اسلامي ادابو موافق وي .

دريم د دعوت لارې :
ځينې خويندې فکر کوي چې دعوت به ډير سخت کار وي خو داسې نه ده بلکي آسانه کار دی او زه تاسې ته په لاندې ډول ځينې لارې بيانوم :

۱- کتابت (ليکنه ) : داعيه خور کولای شي يو مطلب وليکي او هغه يوې اسلامي پاڼې يا مجلې ته د نشر لپاره وروليږي تر څو تر ډيرو خلکو پورې ورسيږي .

او يا کولای شي د مدرسي په تخته څه وليکي .

۲- محاضره ( بيان او وعظ ) : کله چې ستا کور ته خپل قريبان او خپلوان راشي ، يا چېرې کوم مجلس او مناسبت وي هغوی ته لنډ وعظ او لنډ بيان کول ، او يا په يوه ورق باندې د ليکل شوي مطلب له مخې هغوی ته وعظ او نصيحت او يا هم د کوم کتاب له مخې هغوی ته بیان کول .

۳- ندوه (ځان د تقوی نمونه جوړول ) : داسې چې پخپل وخت لمانځه ته پورته کيدل ، په اسلامي حجاب پوره پابندي کول ، د خير وينا ، د غيبت او بهتان نه ځان ساتل د وينا پرته عملي دعوت دی چې پر نورو خويندو تأثير کوي او هغوی ستا د عمل څخه تقليد او پيروي کوي ، چې دا يو عملي يا د سلوک دعوت بلل کيږي .

۴- د اسلامي کتابونو او اسلامي سي ډي ګانو توزيع .

۵- فردي دعوت : د يوې خور ، يا دوو او څو خويندو سره د خير خبره شريکول او هغوی ته دعوت کول.

۶- د نورو داعياتو سره مرسته کول : هغوی ته دعا کول ، د دعوت د مجلس تنظيمول ، د داعياتو سره د کور په کار کې مرسته کول ، د هغوی وړو بچيانو پالنه ، د اسلامي پاڼو ، کتابونو او نورو مهمو اسلامي موادو ادرسونه نورو ښودل .
بقلم : دوکتور: عبد الرحمن بن عايد العايد

ژباړه : آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email