دوهمه قاعده : أمر بالمعروف او نهی عن المنکر لپاره علم او بصيرت شرط دی :
د أمر بالمعروف او نهی عن المنکر له قواعدو څخه يو عامه قاعده دا ده چې په معروف باندې أمر کوونکی او د منکر څخه منع کوونکی به په هغه څه باندې عالم وي د کوم چې خلکو ته په معروف حکم کوي او له منکر څخه منع کوي .
يعنې په معروف او منکر باندې امر کوونکی به عالم وي چې دا کار جايز او دا کار حرام دی ، مګر که خپله ورباندې عالم نه وي نو بيا يې تر خير زيان او شر زيات دی ځکه کيدای شي خلکو ته په داسې شي باندې حکم وکړي چې په هغه باندې شرع حکم نه وي کړی او د داسې شي څخه خلک منع کړي چې شريعت نه وي منع کړي نو حلال به حرام او حرام حلال کړي .
ځکه چې علم زيات اهميت لري ، الله تعالی په هغه باندې حکم کړی دی او د قول او عمل مخکې واجب دی : [فَاعْلَمْ أَنَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَاسْتَغْفِرْ لِذَنبِكَ] (محمد:۱۹).
باړه: نو ته پوه شه چې بېشكه شان دا دى چې د عبادت هېڅ لايق نشته مګر الله دى او د خپلې ګناه مغفرت وغواړه.
په پورته آيت شريف کې په دوو کارونو باندې امر شوی دی په علم باندې [فَاعْلَمْ أَنَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ] او د هغه وروسته بيا په عمل باندي [وَاسْتَغْفِرْ لِذَنبِكَ] ددې څخه څرګنديږي چې د علم مرتبه د عمل څخه لوړه ده او د قول او علم د پاره علم شرط دی .
الله سبحانه وتعالی فرمايي : قُلْ هَـذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ (يوسف :۱۰۸ ).
ژباړه:ووایه: دا زما لاره ده، د الله طرف ته بلنه كوم، په ښه بیان او بصیرت سره.
[عَلَى بَصِيرَةٍ] شامل دی دريو امورو لره :
۱- داعي چې کوم شي ته خلک رابولي د هغه په حکم به عالم وي ، کچېرې يو شی پخپل ظن او ګمان هغه ته واجب ښکاري مګر په شرع کې واجب نه وي نو د الله تعالی پر بنده ګانو باندې د هغه څه الزام کوي کوم چې الله تعالی پخپلو بنده ګانو د هغه الزام نه وي کړی ، او کچېرې هغه پخپل ظن او ګمان خلک د يو شي څخه منع کوي مګر په شريعت کې حرام نه وي نو د الله تعالی پر بنده ګانو به يې حلال حرام کړي وي .
۲- داعي به د مخاطب او يا هغه ډله او قوم په عقيده او احوالو پوه او عالم وي کوم ته چې دی دعوت ورکوي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم چې کله مغاذ رضی الله عنه يمن ته ليږلو نو هغه ته يې وفرمايل :«انک ستأتي قوم أهل الکتاب » (البخاري) .
۳- د دعوت ورکولو په طريقه او منهج به عالم وي، لقوله سبحانه وتعالی :[ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ] (النحل ۱۲۵).
ژباړه: بلنه کوه لياری د رب خپل ته په حكمت سره او ښكلي نصیحت سره بلنه كوه او له دوى سره په هغې طریقې سره مجادله (مباحثه) كوه چې هغه تر ټولو ښه وي.
او کچېرې د انسان سره علم نه وي نو لومړی دې ځان پوه کړي او بيا دې نورو ته دعوت ورکړي ، د علم د پاره دا شرط نه دی چې سړی بحر وي بلکي د خپل وس موافق به لومړی په يوه مسئله او حکم ځان پوهوي او بيا به يې نورو ته رسوي (بلغو عني ولو ايه )
آن لاين اسلامي لارښود