د مسلمان طبيب لپاره د دعوت وسائل او افکار

السلام علسکم و رحمت الله و برکاته
دخدای څخه تاسو ته روغ صحت و اجرونه غواړم
که و پورته مطلب (د ډاکټر رول په اسلامی دعوت) معلومات راکړی ستاسی به پیرزوینه وي
جزاکم الله

ډاکتر هدايت الله نور

ځواب :

بسم الله الرحمن الرحيم

په عمومي توګه هر مسلمان مسئول دی خو د طبابت په برخه کې د طبيب لپاره د دعوت افکار په لاندې ډول دي :

اول- قدوه حسنه (ښه نمونه): د الله تعالی لورې ته د بلنې يو ستره وسيله خپل ځان په تقوی ، اسلامي آدابو او اخلاقو ښايسته کول تر څو نور خلک د ده د نيکو اعمالو ، نيک سلوک او نيکو اخلاقو څخه متأثير شي .

 مثلاً: د جماعت پر وخت کې خپل کار بندول او جومات ته تلل تر څو د نورو خلکو په زړونو کې هم شوق او رعبت پيدا شي ، د مريضانو سره نيک او اسلامي سلوک کول ، غوره اخلاق اختيارول ، له قهر او غصې څخه پرهيز کول ځکه د مريض زړه کمزوری وي .

دوهم- مريضان ته په خير او معروف سره وصيت کول .

۱-  هغوی ته په صبر سره وصيت کول چې په مرض باندې صبر کول لوی اجر لري ، مرضونه د مؤمن درجه لوړوي او يا د مرض په وجه ګناهونه معاف کيږي او يا د مرض په وجه د هغه څخه آفت او بلاء دفع کيږي .

۲- په الهي تقديراتو باندې صبر کول ځکه مونږ ايمان لرو چې خير او شر دواړه د الله تعالی د جانبه دي او په دې کې د مؤمن بنده امتحان او آزماښت دی چې په هغه باندې صبر کول لوی اجر لري .

په حديث شريف کې راغلي : « إِنَّ عِظَمَ الْجزاءِ مَعَ عِظَمِ الْبلاء » (رواه الترمذي وقَالَ: حديثٌ حسن).

ژباړه : لوی اجر او بدله له سترو او لويو ابتلاوو سره دی .

۳- هغوی ته د مرض اړوند شرعي احکام ښودل .

۴- هغوی ته د امکان په صورت کې د ځينو مفيدو کتابونو او رسالو هديه کول .

۵- هغوی ته په توبه کولو وصيت او د ځانکندن پر مهال د کلمه تلقين ورکول .

۶- روحي مريضانو ته د الله تعالی په ذکر باندې وصيت خصوصاً د قرآن کريم تلاوت او قرآنکريم ته عوږ نيول ځکه چې زړونه يوازې د الله تعالی په ذکر باندې آرام او سکون مومي (أَلاَ بِذِكْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ) .

ځکه چې د روحي مرض سبب د الله تعالی د ذکر څخه مخ اړول دي او يا هغه ته د سخت تکليف او غم رسيدل وي ، نو هغه ته په ذکر او توکل باندې توصيه کول، ځکه روحي مريض د هغه ماشوم په شان دی چې خپله مور يې ورکه کړې وي ، څوک چې خپل رب او خالق (جل جلاله ) ورک کړي نو د هغوی د پاره بل هيڅ د تښتې او سکون ځان نشته .

۸- مريضان دې خبرې ته متوجه کول چې اسلام چې کوم شيان حرام کړي دي هغه د انسان لپاره مضر او کوم يې چې حلال ګرځولي دي هغه د انسان لپاره مفيد دي .

مثلاً : اسلام په نظافت باندې تأکيد کړی دی او نظافت د مرضونه وقايه کوي ، په اوداسه کې د خولې او پزې پر مينځلو کې د مبالغې او کوښښ تأکيد شوی چې اکثراً مرضونه ددې لارې څخه تنفسي او هضمي سيستم ته داخليږي ، اسلام د مخدراتو کارول حرام کړي دي لکه: ( شراب ، پوډر ، چرس ، سګريټ او نصوارو ) چې دا شيان د انسان بدن ته سخت زيان رسوي .

 ۹- د مرض په تشخيض کې پوره کوښښ کول ځکه چې دا د مسلمان طبيب ستر مسئوليت دی .

۱۰- د مريضان تر مينځ د عدل قيام ، په نوبت ، سلوک ، معالجه او معاينه ، درمل او نورو  کې.

۱۱- اسلام ته د غير مسلم مريض دعوتول .

۱۲- د مريضانو معاجله او درملنه کول په دې نيت سره چې په دغه کار کې زما لپاره اجر دی نو د طبيب دا عمل به عبادت وي او د هغه لپاره به لوی اجر وي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : من كان في حاجة أخيه، كان الله في حاجته. ومن فرج عن مسلم كربة، فرج الله عنه بها كربة من كرب يوم القيامة. ومن ستر مسلما، ستره الله يوم القيامة . (المسلم 2580)

ژباړه :څو پورې چې مسلمان د مسلمان حاجت پوره کوي الله تعالی به د ده حاجت پوره کوي ،اوڅوک چې د مسلمان څه تکليف لری کوي نو الله تعالی به د قيامت په ورځ دده نه تکليف لرې کړي ،او څوک چې په مسلمان پرده اچوي الله تعالی به د قيامت په ورځ د ده په عيبونو پرده واچوي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :

قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:«… فَإِذَا جَلَسَ عِنْدَهُ اسْتَنْقَعَ فِي الرَّحْمَةِ فَإِذَا خَرَجَ مِنْ عِنْدِهِ وُكِّلَ بِهِ سَبْعُونَ أَلْفَ مَلَكٍ يَسْتَغْفِرُونَ لَهُ ذَلِكَ الْيَوْم» ( رواه مسلم).

ژباړه : کله چې يو کس له مريض سره کينې هغه د الله تعالی رحمت وپوښې او کله چې د هغه څخه رخصت شي په دغه ورځ به هغه لپاره اويا زره ملائکې د بښنې دعا کوي .

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email