رد الحاد او سيکولرزم (کتاب)

د الحادي ملېشو او د هغوی د شيطاني او باطلو تبليغاتو پر وړاندې په پښتو ژبه د (رد الحاد ) لومړی معاصر کتاب دی .

په دې کتاب کې د الحاد او سيکولرزم پيژنده ، الحادي افکار او عقائد ، د هغوی بې اصله خيالې فرضيې ، او د الحاد رد په قرآني ، علمي او عقلي دلائلو په مختصر ډول بيان شوی دی .

او ملحدينو او مستشرکينو شبهات په نقلي ، عقلي او علمي دلائل ځواب شوي دي .

دا کتاب هغو کسانو ته وړاندې کيږي چې :

ملحدين دي چې له حق څخه کاږه شوي وي تر څو دوی توبه وباسي

ټولو مؤمنانو ته وړاندې کيږي چې د دوی ايمان ورباندې قوي شي .

ټولو د حق د لارې داعيانو ته وړاندې کيږي چې د باطل پر وړاندې يې دليل قوي شي

دغه مطالب وقف الی الله دي هر څوک يې نشر کولای شي او بايد ټول د ننه او بهر کې استوګن مسلمانان په نشر او خپرولو کې پوره برخه واخلي تر څو د کفر او الحاد موجوده مکر او فريب نسکور شي .

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت و اليه انيب

کتاب ښکته کړئ

Print Friendly, PDF & Email