په جومات او کلي کې د مدرسې او دارالحفاظ د جوړولو آسانه لاره

بسم الله الرحمن الرحيم

په جومات ، کلې او محله کې د ديني زده کړو د مدرسې او دارالحفاظ جوړول ستر خير دی هر چا چې ددې کار اقدام وکړ د هغه د پاره به د جاریه صدقې اجر وي ، په جومات او کلي کې د مدرسې او دارالحفاظ جوړول د کلي په امام او مشران باندې يو دينې واجب او مسئوليت دی ، ځکه پر والدينو باندې واجب ده چې خپلو اولادونو ته قرآن او ضروري شرعي علم زده کړي .

د مدرسې او دارالحفاظ تشکيل

۱- لومړی به په علم قرائت کې رسيدلی حافظ او يا قاري چې د قرآن په قرائت او علم تجويد پوره پوره حاکميت ولري پيدا کړي ، ځکه چې اطفالو ته په پيل کې صحيح تلفظ وښيي کچيرې په شروع کې تلفظ يا احکام غلط زده کړي نو بيا د هغه اصلاح مشکله ده ، داسې قاري چې د علم قرائت تر څنګ عالم هم وي او تقوی داره سړی وي .

۲- په دوهم قدم کې به د قاري لپاره اجرت يا مياشتنی معاش تعين کړي .

۳- بيا به په کلی کې د خير خواه تجار او مالدار کس په لټه کې شي چې آيا هغه د نومړي معاش يا د معاش څه حصه ادا کولای شي؟

۴- کچېرې د انفاق لپاره څوک پيدا نشول چې د قاري معاش په غاړه واخلي ، نو د قاري معاش به په زده کوونکو تقسيم کړي هر زده کوونکی ته به مثلاً د مياشتې (150-100) پيسې رسيږي چې مقدار يې د زده کوونکو په شمير پورې اړه لري ، کيدای شي په لومړيو مياشتو کې معاش کم شي يا څه وځنديږي نو د کلي مشرانو ته پکار ده چې کومک او قرضه ورسره وکړي څو دارالحفاظ په خپلو پښو ودريږي .

د جومات امام به خلکو ته تشويق او ترغيب ورکوي چې د خپلو بچيانو اجرت يا پيس به په ټاکلي وخت سپاري او په دې باره کې به سختي او بخل نه کوي ، ځکه دا لږې پيسې دي کچېرې تاسې په ټوله مياشت کې د يو چاښت ښه خوراک پر ځای متوسط خوراک وکړئ نو دغه پيسې به درته پاتې شي .

۵- کچېرې د زده کوونکو تعداد زيات وي يا زيات شي نو د قاري صاحبانو تعداد به هم ورسره زياتيږي ، چې زيادت يې د درس په ښه کيفيت او د زده کوونکو سره په ښه سلوک پورې اړه لري .

کچېرې د جنکو د پاره جلا ځای نه وي نو د هلکانو او جنکو تر مينځ به پرده نصبه کړي .

Print Friendly, PDF & Email