مسلمان خطيب ته !

اول – اخلاص نيت :

ای مسلمان خطيبه !پوه شه چې تاته ستر رسالت سپارل شوی دی  نو  خپل دغه رسالت په صدق او اخلاص سره ادا کړه، د خپل وس موافق به کوښښ کوې چې په داسې شان يې ادا کړي چې د الله تعالی د رضا سبب شي او نور ته يې په ثقه ټوګه ورسوې او ستا قصد او نيت يوازې د الله تعالی رضا وي ځکه چې د هر عمل قبلېدل په نيت پورې اړه لري :

جناب رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«إنما الأعمال بالنيات وإنما لكل امرئ ما نوى» (البخاري ).

ژباړه: د ټولو عملونو قبلېدل په نيت پورې اړه لري، انسان ته د ده د نيت موافق ثواب او بدله ورکول کيږي.

د مسئوليت ادا کول :

امام د جومات او په جومات کې د جماعت د قيام ، جماعت ته د خلکو رابللو ، د محلې خلکو ته د دين رسولو او د لمانځه د اداکولو په باره کې د خلکو پر وړاندې مسئول دی .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي كُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ » (رواه البخاري). ژباړه: ((هر يو د تاسې راعی (شپون) دی او هر يو د تاسې د خپل رعيت (لاس لاندې کسانو ) په برخه کې مسئول دي.

راعي هغه ساتونکي ته وايي چې د خپلو ماتحتو ساتنه ور په غاړه وي لکه: امامت، اداره ،ټولګۍ ،کورنۍ او نور او د ساتنې څخه دلته مطلب د عدل او مصالحو قيام دی.

ابن عدي په صحيح روايت له انس رضی الله عنه څخه روايت کړی چې :

«إِنَّ اللَّه سَائِل كُلّ رَاعٍ عَمَّا اِسْتَرْعَاهُ حَفِظَ ذَلِكَ أَوْ ضَيَّعَهُ».

 ژباړه: (يقيناً الله تعالی د هر شپونکي، هر مسئول نه د خپل مسئوليت په باره کې پوښتنه کوي چې د هغه ساتنه يې کړې او که يې هغه ضايع کړی دی ).

څلورم – په نيکۍ امر کول او له بدۍ څخه منع کول :

أمر بالمعروف او نهی عن المنکر د هر مؤمن او په خاصه ټوګه عالم او خطيب لپاره کلکه اسلامي فريضه ده او دا د مؤمنانو هغه صفت دی چې له منافقانو څخه يې جلا کوي .

لقوله سبحانه وتعالی: [وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ ..] (التوبه ۷۱ ).

 ژباړه:(او مؤمنان سړي او مؤمنانې ښځې ځينې د ځينو نورو دوستان دي امر کوي په نيکی او له بدليو نه خلک منع کوي) .

[الْمُنَافِقُونَ وَالْمُنَافِقَاتُ بَعْضُهُم مِّن بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمُنكَرِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمَعْرُوفِ...] (التوبه ۶۷ ) .

 ژباړه: (منافقان سړي او منافقانې ښځې ځينې له ځينو نورو نه ،هغوی د بدۍ په لور بلنه کوي او له نيکۍ څخه منع کوي) .

هيڅ مؤمن نجات نشي موندلای څو پورې چې دغه دنده تر سره نه کړي.

الله سبحانه وتعالی فرمايي: [وَالْعَصْرِ * إِنَّ الْإِنْسَانَ لَفِي خُسْرٍ] ( قسم دی په زمانه يقيناً ټول انسانان په زيان او خسران کې دي) .

مګر يوازې هغه کسان کامياب دي چې څلور صفات ولري او دا څلور دورې ټولې پوره کړي .

[إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ ] (العصر ۱-۳).
ژباړه:(پرته له هغو کسان چې ايمان راوړی او نيک عملونه يې کړي وي او يو تر بله يې وصيت کړی وي په حق سره او وصيت يې کړی وي په صبر سره ).

علم او بصيرت :

د هر امام ، خطيب او داعي لپاره علم شرط دی، دومره علم چې د امامت ، او د دين په ضروري احکام پوه او حاکميت ولري .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : قُلْ هَـذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ (يوسف :۱۰۸ ).

ژباړه:ووایه: دا زما لاره ده، د الله طرف ته بلنه كوم، په ښه بیان او بصیرت سره.

[عَلَى بَصِيرَةٍ] شامل دی دريو امورو لره :

۱- داعي چې کوم شي ته خلک رابولي د هغه په حکم به عالم وي ، کچېرې يو شی پخپل ظن او ګمان هغه ته واجب ښکاري مګر په شرع کې واجب نه وي نو د الله تعالی په بنده ګانو باندې به د هغه څه الزام کوي کوم چې الله تعالی پخپلو بنده ګانو د هغه الزام نه وي کړی ، او کچېرې هغه پخپل ظن او ګمان خلک د يو شي څخه منع کوي مګر په شريعت کې حرام نه وي نو د الله تعالی پر بنده ګانو به يې حلال حرام کړي وي .

۲- داعي به د مخاطب او يا هغه ډله او قوم په عقيده او احوالو پوه او عالم وي کوم ته چې دی دعوت ورکوي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم چې کله مغاذ رضی الله عنه يمن ته ليږلو نو هغه ته يې وفرمايل :«انک ستأتي قوم أهل الکتاب » (البخاري) .

۳- د دعوت ورکولو په طريقه او منهج به عالم وي، لقوله سبحانه وتعالی :[ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ] (النحل ۱۲۵).

ژباړه: بلنه کوه لياری د رب خپل ته په حكمت سره او ښكلي نصیحت سره بلنه كوه او له دوى سره په هغې طریقې سره مجادله (مباحثه) كوه چې هغه تر ټولو ښه وي.

او کچېرې د انسان سره علم نه وي نو لومړی دې ځان پوه کړي او بيا دې نورو ته دعوت ورکړي ، د علم د پاره دا شرط نه دی چې سړی بحر وي بلکي د خپل وس موافق به لومړی په يوه مسئله او حکم ځان پوهوي او بيا به يې نورو ته رسوي (بلغو عني ولو ايه ).

د امام او خطيب وينا به له عمل سره موافقه وي :

مسلمان خطيبه ! ته پخپل قول ، عمل ، سلوک ، هيئت کې د نورو لپاره ښه نمونه قدوه شه ، پوه شه چې تا ته په دې کار سره لوی اجر دی .

رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «من دعا إلى هدى، كان له من الأجر مثل أجور من تبعه..» (رواه مسلم).

او پوه شه چې خلک ستا اعمال ، ستا اقوال او ستا سلوک څارې او د هغه تقليد کوي . خپل اقوال له اعمالو او سلوک سره موافق کړه ، ستا وينا هغه وخت پر خلکو تأثير کوي چې خپله دې عمل ورباندې کړی وي .

د علم شرعي څخه اصلي مطلب عمل دی داعي خطيب بايد پخپله وينا عمل ولري .

الله سبحانه وتعالی فرمايي:[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لاَ تَفْعَلُونَ * كَبُرَ مَقْتًا عِندَ اللَّهِ أَن تَقُولُوا مَا لاَ تَفْعَلُونَ] (الصف :۲-۳ ).

 ژباړه: (ای مؤمنانو هغه څه ولی وايئ چې نه يې کوئ، د الله پر وړاندې دا ډيره د قهر او کينې خبره ده چې: هغه څه ووایئ چې کوئ يې نه ).

رسول صلی الله عليه وسلم څخه دغه دعا روايت شوې :« اللهم إني أعوذ بـك من علم لا ينفع».

  ژباړه: ای الله زه پر تا باندې پناه غواړم له هغه علم چې بې ګټې وي (د عمل او نورو ته رسولو پرته وي).

امام شافعي رحمه الله وايي: “ليس العلمُ ما حفظ، ولكنَّ العلم ما نفع“.

يعنې: (علم هغه نه دی کوم چې ياد شوی وي بلکي علم هغه دی چې نفع رسونکی وي) .

په دليل او حقائقو ولاړه وينا :

ای د حق آواز اوچتوونکيه ! کومه موضوع چې بيانوې په هغه لومړی خپل ځان ښه پوه کړه ، په مهربانه او ښه لهجه يې خلکو ته بيان کړه .

ای خطيبه ! د ديني او دنيوي قضايوو په اړه چې تاته پوره علم نه وي هغه مه وايه ، ستا وينا بايد په دليل بناء وي ته بايد حقائق بيان کړې په هغه څه کې خبرې مه کوه چې تاته يې پوهه نه وي يا تاته مشکل وي ، د تحقيق پرته د چا وينا ته اعتبار مه ورکوه .

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن جَاءكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَأٍ فَتَبَيَّنُوا أَن تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَى مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ (الحجرات :۶).

ژباړه: اى مؤمنانو! كه تاسو ته كوم فاسق (بدكار كس) خبر راوړي، نو تاسو ښه تحقیق كوئ، په دې چې تاسو به یو قوم ته په ناخبري سره تكلیف ورسوئ، بیا به تاسو په خپلو كړو باندې پښېمانه شئ

او د حق په بيانولو کې يوازې له الله تعالی څخه ووېرېږه !

ځکه کوم عالم ته چې د حق علم وي او دی هغه پټوي نو هغه ته به د قيامت په ورځ د اور قيزه ور واچولی شي .

په حديث شريف راغلي : « مَنْ سُئلَ عَنْ عِلْمِ عَلِمَهُ ثُمَ کَتَمَهُ اُلْجِمَ  يَوْمَ الْقِيَامَةِ بِلِجَامٍ مِنْ نَّارٍ » (سنن الترمذی ۲۶۴۹، الترغيب و الترهيب ۱/۹۷).

د شرعي منهج موافق دعوت :

ای هغه کسه چې د خلکو او ټولنې د اصلاح کوښښ کوې ! د هغه کس لپاره چې د فساد په زمانه کې د خلکو د اصلاح کوښښ کوي لوی اجر دی .

جناب رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي:

بَدَأَ الْإِسْلاَمُ غَرِيبًا ثُمَّ يَعُودُ غَرِيبًا كَمَا بَدَأَ فَطُوبَى لِلْغُرَبَاءِ» قِيلَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ! وَمَنْ الْغُرَبَاءُ؟ قَالَ: «الَّذِينَ يُصْلِحُونَ إِذَا فَسَدَ النَّاسُ»). [رواه أحمد والترمذی- السلسلة الصحيحة ) .

يعنې : اسلام  بې کسه او غريب شروع شوي دی او بيا به بي کسه او غريب شي لکه څنګه چه شروع شوی ؤ – پس طوبی ( خوشحالي ، اکرام ، لوی خير او جنت دی) لپاره د غريبانو – چا پوښتنه وکړه يا رسول الله ! غريبان کوم کسان  دي هغوی صلی الله عليه وسلم وفرمايل : هغه کسان دي چه د فتنو اوفساد په وخت کې د خلکو د اصلاح کوښښ کوي .

خو دا په پام کې ولره چې ته د الله تعالی لارې ته بلونکی يې ، دا لاره د پيغمبران عليهم السلام لاره ده ، دا لاره د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم لاره ده ، نو بايد چې دعوت د هغه په منهج او طريقه برابر وي .

ستا دعوت به په حکمت او ښه موعظت سره وي .

:[ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ] (النحل ۱۲۵).

د څه نه چې خلک نا خبره وي هغوی به ورڅخه خبروې ، د څه څخه چې غافله وي هغه ته به يې متوجه کوې ، د حال او وخت مناسب بيان به ورته کوې ، ستا بيان به د خلکو د سویې سره سم واضح او ساده وي . ابن مسعود رضی الله عنه روايت کوي چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :

«ما أنت بمُحدثٍ قوماً حديثاً لا تبلُغُهُ عقولهم ، إلا كان لبعضهم فتنةً » (رواه مسلم) .

يعنې: که ته قوم ته داسې وينا وکړې چې د هغوی عقل او فهم ور ونه رسيږي نو د ځينې د پاره به (دا مفهمه وينا) فتنه جوړه شي .

همدارنګه په خطبه کې څو مسنونه صفات په نظر کې ونيسه لکه :

د خطبې اوږدول پکار نه دي ،او د موضوع دومره تکرار په کار نه دی چې خلک د خستګۍ احساس وکړي ، د اوريدو د مطلوب حد څخه زيات اوچت يا ټيټ صوت ، او د زياتو اشارو او حرکاتو نه ځان ساتل ، د کبر او غرر او د خلکو د تحقير څخه ځان ساتل .

أسأل الله الكريم ، رب العرش العظيم ، أن يوفقنا جميعاً لصالح القول ، وجميل العمل ، وأن يُجنبنا الخطأ والزلل ، والحمد لله رب العالمين.

من رسائل :الدكتور / صالح بن علي أبو عرَّاد ، و داعي الارض أفغان/ حمدالله شاکري

ژباړنه او خپرونه : آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email