د قيامت علامې (دوهمه برخه)

۲۱- د زلزلو زياتوالی .

قال رسول صلى الله عليه وسلم: «لا تقوم الساعة حتى يقبض العلم وتكثر الزلازل وتظهر الفتن ويكثر الهرج وهو القتل».

۲۲- پر مسلمانانو او اسلامي امت به د کفارو نړيوال اشر جوړ شي :

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : يوشك الأمم أن تداعى عليكم كما تداعى الأكلة إلى قصعتها فقال قائل ومن قلة نحن يومئذ قال بل أنتم يومئذ كثير ولكنكم غثاء كغثاء السيل ولينزعن الله من صدور عدوكم المهابة منكم وليقذفن الله في قلوبكم الوهن فقال قائل يا رسول الله وما الوهن قال حب الدنيا وكراهية الموت ( ابوداؤد ، و البيهقی ) .

ژباړه : داسې زمانه نږې ده چې (دوښمن ) قومونه به ستاسو پر خلاف ( د جنګ کولو ، اشغالولو او ستاسو ختمولو ) د پاره يو بل لره داسې دعوتونه ورکوي څنګه چې د خوراک کوونکی ډلې واله نورو ته د خوراک کولو دعوت ورکوي ، چا پوښتنه وکړه چې دا به زمونږ د لږوالي وجه وي ؟ نو حضور صلی الله عليه وسلم وفرمايل : نه تاسې به هغه وخت ډير زيات يئ خو د سيلاب د خځلو او خاشاک په شان به وئ او الله پاک به د دوښمانو د زړونو نه ستاسې وېره او هيبت وباسي او ددې برعکس به ستاسو په زړونو کې [وهن ] واچوي . چا عرض وکړ يا رسول الله صلی الله عليه وسلم وهن څه شی دی ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل د دنيا سره مينه او د مرګ څخه وېره .

۲۳- د يهودو او نصارو تقليد کول .

جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم پخوا خبر ورکړی دی : «لَتَتَّبِعُنَّ سَنَنَ مَن كانَ قَبلَكُم شِبراً شِبراً وَ ذِراعاً بِذِراعٍ؛ حتّي لَو دَخَلُوا جُحرَ ضَبِّ تَبِعتُمُوهُم. قُلنا: يا رَسُولَ اللهِ. اليَهُودُ وَ النَّصاري؟ قالَ: فَمَن؟ » (البخاري).

ژباړه : يقيناً به داسې کيږي چې تاسې (زما د امت خلک ) به د هغوی لاره چې مخکې له تاسو ؤ (اهل کتاب ،يهود او نصارا) لويشت په لويشت او ګز په ګز تعقيب کړي تر دې چې که د کربوړې په غار ننوځي دوی به د هغوی څخه پيروي کوئ ، ومې ويل: ای رسول الله صلی الله عليه وسلم : هدف مو يهود او نصار دي ؟ ويې فرمايل نو څوک دي ؟

۲۴-  د علم زده کول له اصاغر ( وړو علماؤ) څخه مطلب دا چې د علم زده کول له داسې چا څخه چې هغه په شرعي علم حاکميت نلري او راسخين نه وي چې د علم پرته به خلکو حلال ، حرام او حرام حلال کرځوي ، او د علم پرته به فتاوی ورکوي هم به ځان ګمراه کوي او هم نور .

قال صلى الله عليه وسلم: “إن من أشراط الساعة أن يلتمس العلم عند الأصاغر“.

۲۵- د لوڅو او بې حجابه ښځو ظاهرېدل ، کوم چې په اړه يې سخت وعيد راغلی دی ، په حديث شريف کې راغلي : «ونساء كاسيات عاريات مميلات مائلات رؤوسهن كأسنمة البخت المائلة لا يدخلن الجنة ولا يجدن ريحها وإن ريحها ليوجد من مسيرة كذا وكذا» (رواه مسلم ).

ژباړه: او هغه ښځې چې د جامو باوجود بربنډې وي (نری او باريکې جامې اغوندي) چې خلکو ته به خپل مذموم حرکات ښکاره کوي د هغوی سرونه به د اوښ د بوکام په شان وي دوی به نه جنت ته داخليږي او نه د جنت خوشبوي له دومره دومره فاصلې څخه مومي.

۲۶- نا اهله کسان به ښکاره شي او د خلکو په عامه مصالح کې به خبرې کوي ، نن عصر کې دا کسان زيات ليدل کيږي .

۲۷- سلام اچول به د پيژنګلوی پر بناء وي .

قال صلى الله عليه وسلم: “أن من أشراط الساعة أن يسلم الرجل على الرجل لا يسلم إلا للمعرفة“.

۲۸- د رزق په طلب کې به حلال او حرام هيڅ په نظر کې نه نيول کيږي، لکه اوس عصر کې چې سودي بانکونو او سودي معاملاتو ته د حکومتونو لخوا جواز او اجازت ورکړ شوی دی ، قمار او بخت ، په معاملاتو کې فريب او داسې نور.

قال رسول صلى الله عليه وسلم: «يأتي على الناس زمان لا يبالي المرء ما أخذ منه أمن الحلال أم من الحرام»  .

ژباړه : په خلکو به داسې وخت راشي چې يو کس به ددې هيڅ پروا نه کوي چې ده له حلالو په لاس راوړي يا له حرامو څخه .

۲۹- د درواغ ويلو زيادت .

۳۰- د بازارونو نږدې والی او د تجارت زياتوالی .

قال رسول صلى الله عليه وسلم: “لا تقوم الساعة حتى تظهر الفتن ويكثر الكذب ويتقارب الأسواق ويتقارب الزمان ويكثر الهرج. قيل وما الهرج. قال: القتل” (رواه أحمد).

۳۱- د شيطان لپاره اوښ او سورلي او د شيطان د پاره کور ، يعنې د ضرورت څخه علاوه سورلي او د استوګنې څخه علاوه د کور اخيستل او هغه په کلونو همداسې خالي پرېښودل .

قال رسول صلى الله عليه وسلم” تكون إبل للشياطين وبيت للشياطين ..”.

۳۲- خلک به د جومات په زينت او ښايست کې يو له بله مقابله کوي او په هغه باندې به فخر کوي ،

حال دا چې د جومات اصلي آبادول د جماعت لمونځ او عبادت دی ، زينت او ښايست يې علمي حلقات ، وعظ او ذکر دی .

قال رسول صلى الله عليه وسلم: “لا تقوم الساعة حتى يتباهى الناس في المساجد” (رواه أحمد وأبوداود).

۳۳- دا چې خلک به خپل د سر يا ږېرې ويشتان په تور رنګ رنګوي .

قال رسول صلى الله عليه وسلم: “يكون قوم يخضبون في آخر الزمان بالسواد كحواصل الحمام لا يريحون رائحة الجنة” (رواه أبوداود وأحمد والنسائي).

يعنې : په آخر زمان کې به داسې خلک وي چې دوی به تور رنګ لګوي ، هغوی به د جنت بوی هم و نه ويني .

مګر دا تحريم په تور رنګ کې راغلی د تور رنګ څخه پرته رنګونه مباح دي په شرط ددې چې د کفارو تشبه پکې نه وي ځکه په يو بل روايت کې راغلي : «غيروا هذا بشئ واجتنبوا السواد» (رواه مسلم).

۳۴- د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ليدلو تمنا کول ، دا په دې وجه چې فتنې به زياتې وي او دين به غريب وي .

قال رسول صلى الله عليه وسلم: “ليأتين على أحدكم زمان لأن يراني أحب إليه من أن يكون له مثل أهله وماله” (جزء من حديث متفق عليه).

۳۵- د خلکو په مخ کې به عبادت او تقوی اختياروي خو کله چې د خلکو څخه يوازې شي بل څه به کوي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«لأَعْلَمَنَّ أَقْوَامًا مِنْ أُمَّتِي يَأْتُونَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ بِحَسَنَاتٍ أَمْثَالِ جِبَالِ تِهَامَةَ بِيضًا فَيَجْعَلُهَا اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ هَبَاءً مَنْثُورًا ) قَالَ ثَوْبَانُ : يَا رَسُولَ اللَّهِ صِفْهُمْ لَنَا ، جَلِّهِمْ لَنَا أَنْ لاَ نَكُونَ مِنْهُمْ وَنَحْنُ لاَ نَعْلَمُ ، قَالَ : ( أَمَا إِنَّهُمْ إِخْوَانُكُمْ وَمِنْ جِلْدَتِكُمْ وَيَأْخُذُونَ مِنَ اللَّيْلِ كَمَا تَأْخُذُونَ وَلَكِنَّهُمْ أَقْوَامٌ إِذَا خَلَوْا بِمَحَارِمِ اللَّهِ انْتَهَكُوهَا» (رواه ابن ماجه ۴۲۴۵).

ژباړه : ماته پخپل امت کې داسې اقوام او خلک معلوم دي چې د قيامت په ورځ به د يو ستر غره په شان نيک اعمال راوړي پس الله تعالی به د (هغوی اعمال)  د وړيو پشان باد باد کړي .

ثوبان رضی الله عنه وايي : مونږ ته يې اوصاف وښيه ، مونږ ته يې بيان کړه ، داسې نه وي چې مونږ د هغوی څخه وو خو مونږ نه پوهيږو .

جناب فرمايي : هغوی ستاسې وروڼه دي ستاسې غوندې انسانان دي ، مګر دا داسې اقوام او خلک دي چې کله دوی او الله تعالی سره يواځې شي نو د الله تعالی د محارمو (حلالو او حرامو ) خيال نه کوي .

 ۳۶- د خلکو په مينځ کې د بخل خپراوی داسې چې څه د خلکو په لاس کې وي په هغه باندې به بخل کوي ، عالم به پخپل علم بخل کوي ، غني به پخپل مال بخل کوي ، کسب ګر به پخپل کسب بخل کوي .

قال رسول صلى الله عليه وسلم: “يتقارب الزمان وينقص العمل ويُلقى الشُح ويكثر الهرج. قالوا: وما الهرج؟ قال: القتل القتل” (رواه البخاري).

۳۷- ځينې خلک به ځينې نور په قتل رسوي چې هدف به يې معلوم او څرګند نه وي (نا حقه قتل). چې نه به قاتل پوهيږي چې په څه مې ووژلو او نه به مقتول پوهيږي چې په څه باندې ووژل شوم .

قال رسول صلى الله عليه وسلم: “والذي نفسي بيده ليأتين على الناس زمان لا يدري القاتل فيما قَتَلَ ولا المقتول فيما قُتِلْ” (رواه مسلم).

۳۸- عام مالونه يا بيت مال به چور ، عضب او غلا کيږي .

۳۹- د دين شرائع او نښې به خلکو ته درانده شي ، الله تعالی دې زمونږ په زړونو کې د ايمان او شرائع الله مينه ځای پر ځای کړي او زمونږ په زړونو کې الله د کفر ، فسق او عصيان کرکه واچوي .

۴۰- سړی به د خپلې ښځې فرمانبردار شي او خپله مور به پرېږدې ، چې دا عمل د کبيره ګناهونو څخه دی ، او قطع رحم کې راځي او د رحم قطع کوونکي دعا نه قبليږي . ډير پام پکار دی.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email