تنها لمونځ کونکی په جهري لمانځه کې په زوره قرائت لوستلاي شي ؟

که څوک ځان ته لمونځ کوی او لمونځ هم جهری لمونځ وی نو ايا سړی کولای شی چې قرات په لوړاواز سره وکړی؟       
الله ج مو کامياب او سر لوړی لره په مينه – حيات هجران  
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د منفرد يا تنهاګزار د پاره په جهري لمونځ کې لکه سهار،ماښام او ماسخوتن کې په جهر ويل افضل دي
البته د شرعي عذر پرته د جماعت پريښودل ګناه ده (فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۲ ص ۲۶۶ بحواله – و ان کان منفردا فهو مخير ان شآء جهروا سمع نفسه لانه امام فی حق نفسه وان شآء خافت لان ليس خلفه من يسمعه والافضل هوالجهر ليکون الاداء علی هيئة الجماعت (هداية ج ۱ ص ۱۰۵ )).
مګر د ښځې د پاره په ټولو لمونځونو کې قرائت په ورو لوستل په کار دي ځکه چې د ښځې غږ عورت دی (فی الکبير قال ابن الهمام خرج بالنوازل بان نغمة المراءة عورة الی قوله وعلی هذا الوقيل اذا جهرت فی الصلوة فسدت کان متجها – درالمختار ج۱ ص ۳۷۷ نقل فی الفتاوی دارالعلوم ديوبند ).

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email