ثوبان رضی الله روايت کوي چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «لأَعْلَمَنَّ أَقْوَامًا مِنْ أُمَّتِي يَأْتُونَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ بِحَسَنَاتٍ أَمْثَالِ جِبَالِ تِهَامَةَ بِيضًا فَيَجْعَلُهَا اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ هَبَاءً مَنْثُورًا ) قَالَ ثَوْبَانُ : يَا رَسُولَ اللَّهِ صِفْهُمْ لَنَا ، جَلِّهِمْ لَنَا أَنْ لاَ نَكُونَ مِنْهُمْ وَنَحْنُ لاَ نَعْلَمُ ، قَالَ : ( أَمَا إِنَّهُمْ إِخْوَانُكُمْ وَمِنْ جِلْدَتِكُمْ وَيَأْخُذُونَ مِنَ اللَّيْلِ كَمَا تَأْخُذُونَ وَلَكِنَّهُمْ أَقْوَامٌ إِذَا خَلَوْا بِمَحَارِمِ اللَّهِ انْتَهَكُوهَا» (رواه ابن ماجه ۴۲۴۵).
ژباړه : ماته پخپل امت کې داسې اقوام او خلک معلوم دي چې د قيامت په ورځ به د يو ستر غره په شان نيک اعمال راوړي پس الله تعالی به د (هغوی اعمال) د وړيو پشان باد باد کړي .
ثوبان رضی الله عنه وايي : مونږ ته يې اوصاف وښيه ، مونږ ته يې بيان کړه ، داسې نه وي چې مونږ د هغوی څخه وو خو مونږ نه پوهيږو .
جناب فرمايي : هغوی ستاسې وروڼه دي ستاسې غوندې انسانان دي ، مګر دا داسې اقوام او خلک دي چې کله دوی او الله تعالی سره يواځې شي نو د الله تعالی د محارمو (حلالو او حرامو ) خيال نه کوي .
يا يې چې کله په حرامو باندې لاس بر شي صرفه نه کوي .
خبردار: نن عصر کې اکثراً کسان همداسې دي چې ظاهراً ځان نيک ښيي خو چې کله توره شپه شي فلم ، سکس او سريال ګوري ، د آی فون او تليفون په شيشه يې د الله نوم يا د کعبې تصوير وي ، خو د ننه له سندرو او فلمونو ډک وي کله چې يوازې شي فلمونه ګوري .
کله چې توره شپه شي خاوند او ښځه دواړه هندي سريال او فلم ګوري ، او چې ورته ووايي : دا شيطاني مډيا مو له کوره لرې کړئ ، هغوی به درته وايي : چې په دې کې خو ښه او ګټور شيان هم شته .
ظاهراً په فيسبوک کې ګټور شيان خپروي خو چې تنها شي جنسي ويديو ګوري، د بيګانه ښځو لپړ تصويرونه او يا د بيګانه ښځو سره خبرې او عشقي قيصې کوي .
د دوی په نزد باندې د لویی هستۍ رب العالمين (جل جلاله ) تر ټول بې قدره او سپک دی (الغياذ بالله ) .
ځکه له پلار ، مور ، ملګرو او علماؤ شرميږي خو له خپل خالق (جل جلاله) څخه نه ويريږي .
پس په پټه او ښکاره له الله تعالی څخه وويرېږئ او د هغه طرف ته رجوع وکړئ .
صالحان خو چې کله تنها شي د خپل رب مينه او ويره په اوښکو لمانځې .
آن لاين اسلامي لارښود
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله