د تعليم په باره کې څو مهمې يادونې

 ۱- په درس او تعليم کې په اولادونو باندې زيات محنت او سختي کول پکار نه دي ، په پيل کې يو ساعت د درس او سبق ويلو لپاره مقررول ، بيا دوه ساعته او بيا دری ساعته د هغه د وس او طاقت موافق د هغه نه محنت اخيستل پکار دي .

داسې نه چې ټوله ورځ سبق ورته وايي ځکه په دې سره د ماشوم او ماشومې د ستړيا له امله زړه تنګيږي او په دماغ يې فشار ورځي د دماغ او حافظې د نقصان سبب جوړيږي .

۲- د ضرورت پرته زياته او بار بار چُټي او رخصتي مه ورکوئ .

۳- د علم او زده کړې د حاصلولو د پوره عالم انتخاب پکار دی ، مثلاً که د قرآن قاري وي يا عالم وي نو پوره قاري وي ځکه که يو ځل يې تلفظ او احکام او مسائل غلط زده کړل نو د هغه اصلاح کول ډير مشکل دي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email