د خوب آداب

۱- د بيده کيدو او له خوب څخه د پاڅيدو مسنونه دعا:

د بيده کيدو په وخت کې دا دعا ويل کيږي (اللهم باسمك أموت وأحيا) او له خوب څخه د پاڅيدو په وخت کې دا دعا لوستل کيږي ( الحمد لله الذي أحيانا بعد ما أماتنا وإليه النشور ) چې دا د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم عادت مبارک ؤ . (صحيح البخاري ۵۹۵۳ )

هر بيګا د خوب بسترې ته د تلو په وخت کې د معوذتين او قل الله ويل :

عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ الله عَنْهَا: أَنَّ النَّبِيَّ صلی الله عليه وسلم إِلَى فِرَاشِهِ كُلَّ لَيْلَةٍ، جَمَعَ كَفَّيْهِ ثُمَّ نَفَثَ فِيهِمَا، فَقَرَأَ فِيهِمَا: )قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ( وَ )قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ( وَ )قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ( ثُمَّ يَمْسَحُ بِهِمَا مَا اسْتَطَاعَ مِنْ جَسَدِهِ، يَبْدَأُ بِهِمَا عَلَى رَأْسِهِ وَوَجْهِهِ، وَمَا أَقْبَلَ مِنْ جَسَدِهِ، يَفْعَلُ ذَلِكَ ثَلاثَ مَرَّاتٍ. (بخارى:5017)

د بې بې عايشې رضی الله عنهما نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم دا عادت ؤ چه هر شپه به چه کله د آرام د پاره خپلې بستري ته تللو نو خپل دواړه لاسونه به يې يو ځای کړل او قل هو الله ، قل اعوذبرب الفلق او قل اعوذبرب الناس ولوستل بيا به یې په لاسونو باندې وپوکل بيا د کوم ځای پورې چه کيده په خپل مبارک بدن ، سر ، مخ او نور بدن به يې راکشول دا عمل به يې دری ځله تکرارولو .

ددې سورتونو ډير فضيلت ذکر شوی دی او ډيرې ګټې لري د هغه ذکر دلته نشي کیدای علماؤ په دې ډير ټينګار کړی دی چه بايد هر مسلمان د دغه سورتونو تلاوت کول د ځان عادت جوړ کړي .

په ښي اړخ پرېوتل او مخ قبلې ته برابرول :

د براء بن عازب په حديث کې راغلی دي چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايي : کله چې استراحت ځای ته ځي نو د لمانځه پشان اودس کوه او په ښي اړخ بيده شه ( بخاري ۶۳۲۰ ، ۷۳۹۳ او مسلم ۲۷۱۴ ).

علماء کرام وايي : لومړی په ښی اړخ څملاستل پکار دي وروسته که په بل اړخ شي باک نه لري .

پړمخې يا پر خيټه څملاستل جايز نه دي :

له دا ډول څملاستلو څخه جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم منع فرمايلی ده : عن جابر قال نهی رسول الله صلی الله عليه وسلم ان يرفع الرجل ا حدا رجليه علی الاخری وهو مستلق علی ظهره .( رواه مسلم )

ژباړه : دحضرت جابر رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ددی خبری نه منع فرمايلی ده چې سړی په مخ څملاستو کې يوه پښه پورته کې او بله پښه بانديې وا چوی .

بل حديث شريف کې راغلي :  عن ابی هريرة قال رأی رسول الله صلی الله عليه وسلم رجلاً مضطجعا عل بطنه فقال ان هذه ضجعة لا يحبها الله . ( رواه الترمذی )

ژباړه : د حضرت ابو هريره رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صل الله عليه وسلم يو سړی په ګيډه باندی اړولی ملاست ولد نو هغوی صل الله عليه وسلم و فرمايل : چې دڅملاستو دا طريقه د الله تعالی  خوښه نه ده .

په داسې چت خوب کول چې چاپيره کټاره او ديوال ونه لري منع دي :

عن جابر قال رسول الله صل الله عليه وسلم ان ينام الرجل علی سطحٍ ليس بمحجورٍ عليه .( رواه الترمذی )

ژباړه : د حضرت جابر رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صل الله عليه وسلم د يو کس په داسې چت باندی د وېده کېدلو نه منع فرمايلې ده  چې په کټاره يا ديوالونو احاطه شوی نه وي .

( جامع الترمذی )

د بېده کېدو مخکې د دروازو ټينګول .

کله چې سړي بيده کيږي د کور دروازه او اتاق ورونه به تړي رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي:

«من بات على ظهر بيت ليس له حجار، فقد برئت منه الذمة » (رواه أبو دود – ۵۰۴۱،صحيح الجامع ۶۱۱۳).

يعنې: چا چې په داسې کور يا اتاق کې شپه سبا کړه چې ور يې تينګ کړی نه وو، مسئوليت يې پر خپله غاړه دی.

عن ابن عمر رضي الله عنه أن النبي صلى الله عليه وسلم «نهى عن الوحدة، أن يبيت الرجل وحده أو أن يسافر وحده» (رواه أحمد في المسند ۲/۹۱).

ژباړه: ابن عمر رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  له يواځې والي منع فرمايلې، دا چې سړي يواځې بيده شي او يا يوازې سفر وکړي.

دا نهی په دې خاطر ده چې په يواځېوالی کې د وېرې، د دوښمن د هجوم، مرض او نور څه خطر دی.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email