د جُمعې د لمانځه ترک کول څه حکم لري ؟

د جُمعې د لمانځه ترک کول څه حکم لري ، زه خو ډير خلک وينم چې پخپلو مجلسونو بوخت او د جُمعې لمونځ ور څخه فوت شي ؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د جُمعې د لمانځه ترک کول کبيره ګناه ده ، که څوک د کوم شرعي عذر پرته دری جمعې ترک کړي ، الله تعالی به یې په زړه مهر ولګوي .

او د زړه عقوبت د بدن او جسد له عقوبت او نيولو څخه ډير سخت دی .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«من ترك الجمعة ثلاث جمع تهاوناً، طبع الله على قلبه» (صحيح الحاکم و اصحاب السنن)

ژباړه : څوک چې د سستی له وجې د دريو جمعو لمونځونه ترک کړي الله تعالی به د هغه په زړه باندې مهر ولګوي .

يعنې : زړه به يې د منافق زړه وګرځوي چې د خير څخه به محروم او نصحيت به يې په زړه اثر نکوي او زړه به يې سخت شي .

Print Friendly, PDF & Email