دوهم- د وروڼو او خويندو ادب او احترام

د مسلمانې کورنۍ بل اخلاقي مسؤليت دا دی چې د خپلو اولادو په زړه کې يو له بله د محبت او احترام فضاء را مينځته کړي ، وروڼه او خويندې يو د بل احترام وکړي ، يو بل ته ضرر او تکليف ونه رسوي .

ابی هريرة رضی الله عنه روايت کوي چې نبی صلی الله عليه وسلم فرمايلي :« من أشار إلى أخيه بحديده فإن الملائكة تلعنه حتى إن كان أخاه لأبيه وأمه» (رواه مسلم).

ژباړه : چا چې خپل ورور ته په اوسپنه اشاره وکړ ( چاقو و غيره ) ملائکې پر هغه باندې لعنت وايي که څه هم هغه يې پلارنی يا مورنی ورور وي .

امام نووي رحمه الله وايي په دې مبارک ارشاد کې د مسلمان د حرمت شدید تأکيد دی هغه که په وېرولو ، تعرض او يا ضرر او تکليف رسولو سره وي .

د مسلمانې کورنۍ له واجباتو څخه دي چې د کورنۍ د ټولو افرادو که لويان دي او کوچنيان د هغوی تر مينځ د اخوت ، محبت زمينه برابره او د هغوی په مينځ عدل قايم کړي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email