د بل کس لپاره حج يا عمره ادا کول

السلام علیکم…!
د انلاین اسلامي لارښود محترمو کارکونکو الله تعالی دې وکړي چې روغ،جوړ خوشحاله او سو کاله یاست!
قدرمنده یوه پوښتنه لرم چې یو کس د حج او عمرې وس نلري او ژوندی وي بل کس تیار تللی وي حج یا عمرې ته هغه یې ورته وکړي دا عمره صحیح کیږي او کنه؟
د جواب په هیله مو!
مننه. ذبيح الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د بل کس د پاره که مړ وي يا ژوندی نفلي عمره کول جايز دي او هغه ته يې ثواب رسيږي ، مګر د بل کس د پاره فرضي حج په دوو صورتونو کې جايز دی .

اول داچې : نا توانه وي د حج ارکان نشي ادا کولای نو د هغه د پاره بل کس حج کولای شي په دليل د دغه حديث شريف : د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه يوې ښځې پوښتنه وکړه چې : يَا رَسُولَ اللَّهِ، إِنَّ فَرِيضَةَ اللَّهِ عَلَى عِبَادِهِ فِي الْحَجِّ أَدْرَكَتْ أَبِي شَيْخًا كَبِيرًا، لا يَثْبُتُ عَلَى الرَّاحِلَةِ، أَفَأَحُجُّ عَنْهُ؟ قَالَ: «نَعَمْ». وَذَلِكَ فِي حَجَّةِ الْوَدَاعِ. (بخارى: 1513)

(يا رسول الله صلی الله عليه وسلم  الله تعالی حج پر خپلو بندګانو فرض کړی دی زما په پلار حج فرض دی مګر هغه بوډا او ضعيف دی د حج د ادا کولو توان نه لري ايا زه د هغه د پاره حج کولای شم ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه ته اجازه وکړه ) .

دوهم داچې : يو کس وفات شوی وي او وصيت يې کړی وي ، د هغه د پاره د حج بدل ادا کول جايز دي .

مګر نفلي عمره ادا کول د مړې او ژوندې د پاره جايز دي ، فتاوي الشرعية ليکي :

بسم الله الرحمن الرحيم
الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على سيدنا محمد خاتم الأنبياء والمرسلين، وعلى آله وأصحابه أجمعين، والتابعين، ومن تبع هداهم بإحسان إلى يوم الدين، وبعد:
فلمن اعتمر عن نفسه أولا أن يعتمر عن غيره من المسلمين الأموات أو الأحياء بعد ذلك من ماله أو من مالهم، هذا في عمرة النفل عنهم، أما عمرة الفرض عنهم فلا يجوز فيها الاعتمار عن الغير إلا عند العجز عن ذلك أو الموت.
والله تعالى أعلم.

فتاوی الشرعية ، فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۶ ص ۳۹۲ )

د حج بدل د پاره د داسې کس ليږل غوره دی چې هغه مخکې خپل حج کړی وي او که داسې کس پيدا نشي بيا د داسې کس ليږل جايز دي چې په هغه کس باندې حج فرض نه وي ،مګر د داسې کس ليږل چې پر هغه باندې پخپله حج فرض وي داسې کول مکروه دي (کفايت المفتي ج ۴ ص ۳۴۶ )، (در المختار ، کتاب حج ۲ ۶۰۳ ) .

و الله تعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښو

Print Friendly, PDF & Email