بسم الله الرحمن الرحيم د حج د مناسکو امتحان ته ښه راغلاست
د حج امتحان بسم الله الرحمن الرحيم د حج د مناسکو امتحان ته ښه راغلاست بسم الله الرحمن الرحيم د حج د مناسکو امتحان ته ښه راغلاست نوم د پلار نوم ايمل آدرس 1. ميقاتي څوک دی ؟ کوم چې په ميقات کې اوسيږي . کوم چې د حرم او ميقات تر مينځ اوسیږي. کوم چې د ميقات څخه خارج وي . 2. په مسجد نبوي (صلی الله عليه وسلم) کې د يوه لمانځه فضيلت . د زرو لمونځونو ثواب لري . د لسو زرو لمونځونو ثواب لري . د يو لکو لمونځونو ثواب لري . 3. مسلمانه خور به کله د مخ په شمول خپل حجاب مراعاتوي ؟ په احرام کې به خپل مخ او لاسونو نه پټوي او نور به هر وخت د مخ په شمول حجاب کوي . د حج په ټولو ورځو کې به حجاب کوي . په مسجدالحرام کې د مخ پټول نشته . 4. که د حج په دوران کې ښځه حائضه شي څه به کوي ؟ الف) : د طواف پرته به د حج نور ټول مناسک ادا کړي . ب) : د پاکيدو وروسته به طواف ادا کړي . ج) : الف او باء جزونه صحي دي . 5. کله چې حجاج له مربوطه ميقات څخه احرام وتړي او په حرم کې ځای پر ځای شي وروسته به د حج او نورو نفلي عمرو لپاره له کومه ځایه احرام تړي . د حج احرام به له خپل اطاق څخه تړي او د عمرې احرام به له نږدې الحل څخه تړي . د حج او عمري دواړو احرام له نږدې الحل څخه تړي د حج او عمري دواړو احرام به له خپل اطاق څخه تړي. 6. د عمري اعمال عبارت دي له : طواف ، سعی ، د سر خريل يا لنډول او احرام احرام ، سعی ، او په مقام ابراهيم کې لمونځ کول . طواف ، سعی ، احرام او د زم زم د ابو څښل . 7. د احرام تړلو پر مهال د تلبیه ويل څه حکم لري؟ د احرام پر مهال تلبيه (لبيک اللهم لبيک ... ) ويل سنت دي د احرام لپاره تلبيه ويل شرط دی ، د تلبيه ويلو پرته احرام نه صحي کيږي . مستحب دی 8. د سر د ويښتانو خريلو او کمولو (حلق و تقصير ) واجبه اندازه څومره ده ؟ که سر مخکې خريل شوي نو په هغه باندې د پاکۍ تيرول واجب دي . د يوې ګوتې په اندازه ، که له يوې ګوتې څخه کم وي خريل يې واجب دي . دواړه جزونه صحي دي 9. که څوک په طواف کې آتم شوط (ګردش ) وکړي څه حکم لري ؟ په هغه باندې بل مکمل طواف واجب شو. باک نلري صواف يې صحي دی 10. د حجر اسود مچې کول: الف) : که ازدحام وي او خلکو ته تکليف رسيږي يوازې په لاس مسحه کول يې سنت دي . ب) : که د لاس په مسحه کولو سره ځان او خلکو ته تکليف رسيږي يوازې هغې طرف ته په لاس اشاره کول سنت دي . . ج) : دواړه جزونه صحي دي . 11. د حج په ورځو کې د ساه لرونکو تصويرونه اخيستل ، د ملګرو غيبت کول او بد اخلاقي کول څه حکم لري ؟ دا شيان هر وخت حرام دي خو د حج په ورځو کې ددې کارونو په منع ډير تأقيد شوی دی . که څوک دا کارونه وکړي نو حج به يې حج مبرور نه وي ، د کامل حج ثواب نشي تر لاسه کولای . دواړه ځوابونه صحي دي 12. په کوم ډول طواف کې اضطباغ ( د ښي لاس لوڅول ) او رمل (په دريو ګردشونو کې تيز تلل ) سنت دي ؟ په ټولو طوافونو کې . يوازې په طواف عمره او طواف قدوم کې . په طواف صدر کې . 13. د احرام له لنګ لاندې د نيکر يا چوټې اغوستل څه حکم لري ؟ مکروه تحريمي ، د حج ثواب کميږي . د ضرورت پرته حرام دی باک نلري د ) ټول غلط دي . 14. د عرفات په ميدان کې څه کول په کار دي ؟ د دغه دعا ويل :« لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد، وهو على كل شيء قدير» . ذکر ، د قرآنکريم تلاوت او نور د خير کارونه . توبه او استغفار او ډير ډير ژړل خپل ځان ، اهل عيال او ټول امت ته د خير ، عافيت ، د ايمان د ثبات او هدايت دعا کول . د بې ځايه مجلسونو او خبرو څخه پرهيز کول ځکه دا د توبې او مغفرت ورځ ده ، د مجلسونو او بې ځايه خبرو او قصو ورځ نه ده . ټول صحي دي. 15. د احرام په حالت کې د سر ، مخ او يا پښو پتول څه حکم لري ؟ الف) : که د يوې ورځې څخه کم وي صدقه واجبيږي . ب ) : که د يوې ورځې په موده وي دم واجبيږي . ج ) الف ،ب صحيح دي . د) : هيڅ کوم . 16. په مزدلفه کې د جمرو ويشتلو لپار څومره شګې (ګاڼې) چې د نخود په اندازه وي ټولول پکار دي ؟ (70) دانې ، او احتياطاً څو دانې اضافه . (40) دانې ، او احتياطاً څو دانې اضافه . دواړه جزونه صحي دي 17. که د حج کوم فرض او يا د واجباتو څخه کوم واجب پاتې شي څه حکم لري ؟ که د حج کوم فرض پاتې شي حج نه صحي کيږي او د واجبو په ترک سره دم (څاروي ) ذبحه کول واجبيږي . په دواړو صورتونو دم واجبيږي ، د فرضو په ترک سره د غوايي يا اوښ ذبحه او د واجبو په ترک سره د پسه ذبحه کول واجب ګرځي . د فرض د ترک کولو قضايي ګرځي او د واجبو په ترک سره دم واجبيږي . 18. په مسجد الحرام کې د جماعت د لمانځه ترک کول: الف): د ستر فضيلت له لاسه ورکول دي ځکه هلته يو لمونځ د يو لکو لمونځونو ثواب لري . ب) : د سنت مؤکد او يا په بل روايت سره د واجب ترک کول دي . ج) : الف او باء جزونه صحي دي . 19. که څوک د طواف په حالت کې بې اودسه شي ؟ طواف يې صحي دی باک نلري . بي اودسه طواف نه صحي کيږي ، اودس به وکړي او د طواف پاتې ګردشونه به ادا کړي . څه باک نلري 20. د تهجد د لمانځه غوره وخت کوم دی ؟ د شپي په هر وخت کې. د شپې د دريمې حصې څخه د سهار د آذان تر وخته پورې ، په مسجد الحرام کې د لمانځه ثواب په يو لکو دی . د ماسختن له لمانځه وروسته د شپې په لومړۍ او نيمايي برخه کې . 21. ميقاتي کوم کس دی ؟ هغه چې په ميقات کې اوسیږي هغه چې د ميقات څخه بهر اوسیږي هغه چې د حرم او ميقات تر مينځ اوسیږي 22. که په چا باندې دم (قرباني) واجب شي دم يوازې د حرم په پولو کې جايز دی بل ځای نه صحي کيږي . پخپل وطن کې هم ادا کيږي څه باک نلري . مقصد د دم (څاروي ذبحه ده ) هغه چې هر ځای وشي څه باک نلري . 23. که سعی د مروه له لوري پيل شي څه حکم لري ؟ دم واجبيږي داسې کول مکروه دي څه باک نلري د امتحان د تسليم لپاره لاندې بټن کليک کړئ Time's up