زکات ،صدقه او ماشوکان

په نا بالغ ماشومانو باندې زکات فرض نه دی ، مګر والدينو ته ښايي چې هغوی د زکات د اهميت څخه خبر کړي ، زکات د اسلام دريم رکن دی ، د زکات نه ادا کوونکو ته د سختو وعيدونو خبرداری ورکړ شوی دی ، د اسلام لومړي خليفه ابوبکر صديق رضی الله عنه د زکات د نه ورکوونکو پر وړاندې جهاد کړی دی .

والدينو ته پکار ده چې کله د خپلو اولادونو په لاس باندې بې وسه کسانو ته څه ورکړي تر څو ماشومان د انفاق في سبيل الله سره بلد شي .

صدقه او انفاق لوی اجر لري او په مال کې د زياتوالی او برکت سبب ګرځي .

د قيامت په ورځ به د الله تعالی د رحمت تر سيورې لاندې يو هغه کس وي چې داسې پټه صدقه کوي چې کيڼ لاس يې نه وي خبر چې په ښي لاس څه انفاق شوی دی ، «وَرَجُلٌ تَصَدَّقَ، أَخْفَى حَتَّى لا تَعْلَمَ شِمَالُهُ مَا تُنْفِقُ يَمِينُهُ» (البخاري :۶۶۰ ) .

جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي :«مَا مِنْ يَوْمٍ يُصْبِحُ الْعِبَادُ فِيهِ، إِلاَّ مَلَكَانِ يَنْزِلانِ، فَيَقُولُ أَحَدُهُمَا: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُنْفِقًا خَلَفًا، وَيَقُولُ الآخَرُ: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُمْسِكًا تَلَفًا». (بخارى :۱۴۴۲)

يعنې : هر ورځ دوې ملائکې ځمکې ته را کوزيږي . يوه يې وايي : ای الله (جل جلا له) ! څوک چې ستا په لار کې انفاق کوي هغې ته بدله ورکړي ، او بله يې وايي : ای الله (جل جلا له) ! څوک چې ستا په لار کې انفاق (خرچ ) نه کوي د هغه مال هلاک کړه ، يعنې د هغې مال تلف کړې .

آن لاين اسلامي لارښود

په اسلام کې د اولاد روزنه

Print Friendly, PDF & Email