د نسب ثبوت ولې د مور پر ځای پلار ته کيږي ؟

سلامونه او نیکی هیلی ستاسو درنه حضور ته وړاندی کوم هیله ده چی روغ او صحتمند اوسی زه یوه پوښتنه لرم چی د نسب ثبوت ولی مور ته نه کیږی د دلایلو سره ستاسو د ځواب په هیله.

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د نسب ثبوت د مور پر ځای پلار ته کيږي ، لقوله سبحانه وتعالی :[ادْعُوهُمْ لِآبَائِهِمْ هُوَ أَقْسَطُ عِنْدَ اللَّهِ] (الأحزاب :۵ ) .

حکمت څه دی ؟

۱- قرآنکريم اجتماعي او ټولنيز سلوک په نظر کې نيولي دي ، په عربي او نورو ټولنو کې ، همدارنګه زمونږ په ټولنه کې چې مونږ يې خپله ګورو د مور د نوم اخيستل او په عامو خلکو کې يادول عار بلل کيږي چې دا کار د مور په عزت او وقار کولو دلالت کوي نه بل څه .

۲- د نسب حفاظت : په اسلام کې د نسب حفاظت زيات اهميت لري ، کله ښځه د يو خاوند د مرګ وروسته د بل کس سره نکاح کوي او يا د يو خاوند په نکاح کې دوې ښځې وي ، نو که د هغه د اولاد نسبت پلار ته ونشي څنګه به معلوم شي چې اولاد يې له کوم خاوند څخه دی؟ .

او کچېرې د اولاد نسبت پلار ته ونشي نو په ټولنه کې به ولد زنا ورک شي .

حال دا چې په اسلام کې ازدواج او نکاح د انساني ژوند اساس او بنياد بلل کيږي ،الله سبحانه و تعالی فرمايي:[وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً] (الروم :۲۱) .

ژباړه: او د هغه به نښو کې يوه دا هم ده چه هغه ستاسو د جنس نه ستاسو جوړې پيدا کړې د پاره ددې چه تاسې د هغې سره آرام حاصل کړئ او هغه ستاسو په مينځ کښی الفت اومحبت پيدا کړي .

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email