څلورم – د صحابه کرامو او صالح مؤمنانو سره مينه

د صحابه کرامو په باره کې زمونږ عقيده دا ده چې ټول صحابه کرام عادلان ، متقيان وو . مونږ د ټولو صحابه کرامو احرام کوو او د هغوی سره مينه لرو .

د صحابه کرامو سره مينه د ايمان او دين نښه او د هغوی سره بغض او دوښمني د بې دينی نښه ده ځکه الله تعالی له دوی څخه راضی او خوښ دی .

[ وَالسَّابِقُونَ الْأَوَّلُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ وَالْأَنْصَارِ وَالَّذِينَ اتَّبَعُوهُمْ بِإِحْسَانٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي تَحْتَهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَداً ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ] (التوبة:۱۰۰).

ژباړه : او هغه وړاندني اولني له مهاجرينو نه او له انصارو نه او (نور) هغه کسان چې متابعت کړی دی د دوی (سابقانو) په احسان او نيکۍ سره الله له دوی نه راضی دی او راضي شوی دي دوی له الله نه او الله تيار کړي دي دوی ته جنتونه چې بهيږي لاندې د هغه ويالې او دوی به هميشه په هغه کې وي او دا (رضا او نعمت ) بری دی ډير لوی .

همدارنګه د صالح مؤمن سره مينه لرل پکار دي :

الله سبحانه وتعالی فرمايي:  يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَكُونُواْ مَعَ الصَّادِقِينَ (التوبه ۱۱۹)

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «المرء مع من احب» (متفق عليه ) .

يعنې : هر سړی به د (قيامت په ورځ ) د هغه چا سره وي چې د چا سره يې مينه وي .

مګر د اسلام د دوښمنانو سره مينه نه کوي او د هغوی عقائد به بد ګڼې .

الله سبحانه وتعالی فرمايي :[ لا تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَوْ كَانُوا آبَاءَهُمْ أَوْ أَبْنَاءَهُمْ أَوْ إِخْوَانَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ … ] (مجادله/22).

ژباړه: هيڅکله به دا و نه مومې ، کوم خلک چې پر الله او آخرت ايمان لرونکي دي چې هغوی له هغو خلکو سره مينه کوونکي اوسي چې د الله او د هغه د رسول مخالفت يې کړی دی ، که څه هم د هغوی پلرونه وي يا يې زامن وي او يا يې وروڼه وي او يا يې ټبر او کورنۍ وي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email