د اولاد عقيدتي روزنه – د اسلام ارکان

د اسلامي عقېدې بنستيز ارکان

اول – د اسلام ارکان:

د اسلام معنی :

اسلام په لغت کې د الله تعالی اوامرو ته تسليم او غاړه اېښودلو ته وايي، په اصطلاح کې په كلكه ګواهي كول چې د الله تعالى څخه پرته بل هيڅوك په حقه دعبادت لايق نشته، او محمد صلى الله علپه وسلم د الله تعالى استاذی او پيغمبر دی داسې ګواهي چي په زړه باور او تصديق او په ژبه اقرار، او په اندامونو ددي ګواهي په مقتضى عمل وكړي (صالح اعمال تر سره کړي).

د اسلام پنځه ارکان (بناوې) :

د اسلام پنځه بناوي دي : د شهادتين کلمه ، لمونځ ، زکات ، د رمضان روژه او حج .

«بُنِيَ الإِسْلاَمُ عَلَى خَمْسٍ شَهَادَةِ أَنْ لا إله إلا اللهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ وَإِقَامِ الصَّلاَةِ وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ وَحَجِّ الْبَيْتِ وَصَوْمِ رَمَضَانَ». [متفق عليه]

ژباړه: «د اسلام دین په پنځه بنسټونو باندي جوړ او ولاړ دی: ددې خبرې ګواهي کول چه د عبادت او بندګۍ مستحق او لایق بل هیڅ څوک نشته مګر  یواځې الله (جل جلاله) دی، او محمد صلی الله عليه وسلم د الله تعالی ریښتینی پیغمبر او استاذی دی، لمونځ کول ، زکات ورکول ، د رمضان روژه نيول او د بيت الله شريف حج کول .

په اسلام کښې لمړنی فرض دادی چه تر هر څه د مخه د لمړني بنسټ (کلمه توحيد) معنی او احکام زده کړل شي.

لکه څرنګه چې رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي : کله مو چی اولاد په خبرو پيل وکړي نو لومړی ورته «لااله الاالله» زده ګړی .

د لا اله الا الله معنی او شرطونه:

(لا اله): نشه معبود بر حق، (الا الله) مګر يو الله دی .

يعنې د کلمې توحيد دوه ارکان لري :

اول: لا اله – نفی ده، يعنې د عبادت هيڅ لائق نشته .

دوهم:الا الله – اثبات ، يعنې:مګر يوازې معبود برحق او لائق د عبادت الله پاک دی .

د «إله» معنی معبود دی، نو ټول هغه عبادتونه او بندګۍ چه د الله تعالی پرته بل چا ته کیږي هغه باطل او مردود دي.

د توحيد د کلمې (لا اله الا الله ) شرطونه :

۱- علم : دا چې د «لا اله الا الله » په معنی او مقصد به پوه وي کوم چې مخکې بيان شول .

۲- يقين : دا چې په دې کلمه باندې به پوره يقين لري شک او تردد به پکې نه وي .

۳- اخلاص : دا چې دا کلمه به يوازې د الله تعالی لپاره د ثواب او سعادت په نيت وايي ، رياء او نفاق به پکې نه وي .

۴- محبت : دا چې دا کلمه به د محبت له مخې وايي ، بغض او بد ګڼل به پکې نه وي .

۵- صدق : دا چې دا کلمه او د هغه لاندې ټولو شرايطو به تصديق کوي .

۶- انقياد : دا چې ددې کلمې غوښتنو ته به غاړه ږدې ، د اسلامي شرعيت ټول اوامر به مني او ځکه چې ايمان او عمل صالح لازم او ملزوم دي د عمل صالح پرته نجات او بری نشته .

لقوله سبحانه وتعالی : [[وَالْعَصْرِ * إِنَّ الْإِنْسَانَ لَفِي خُسْرٍ* إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ] ( قسم دی په زمانه يقيناً ټول انسانان په زيان او خسران کې دي، پرته له هغو کسان چې ايمان او نيک عملونه يې تر سره کړي وي .

۷- د باطل څخه انکار : دا چې د باطل ، طاغوت او کفر څخه به انکار کوي ، د اسلامي عقېدې او توحيد سره بل هيڅ قسم باطله عقيده نشي جمع کيدای .

د «محمد رسول الله» معنی :

د محمد رسول الله معنی دا ده چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د الله تعالی بنده او رښتینی پیغمبر دی، په رسالت باندې د ګواهي ورکولو غوښتنه دا ده چې مسلمان به ایمان لري چې الله تعالی خپل پیغمبر محمد بن عبدالله بن عبد المطلب صلی الله عليه وسلم د نړۍ ټولو پیریانو او انسانانو ته خپل پیغمبر او استاذی استولی دی، تر څو دوی ته امر وکړي چه یواځې د یو الله تعالی عبادت او بندګي وکړي، او د هغه ټولو شیانو له عبادت او بندګۍ څخه ځان وژغوري چه له الله تعالی څخه پرته یي عبادت او بندګي کیږي، او هم دوی ته د اسلام د مقدس دین احکام بیان کړي.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email