د مشهور داعي يوسف استس د هدايت قيصه (لومړۍ برخه)

شيخ يوسف استس په امريکا کې مشهور مسلمان داعي دی چې پخوا په مسيحيت کې د کليسا مشر او د مسيحيت ستر دعوتګر وو ، چې وروسته الله تعالی هدايت ورته وکړ مسلمان شو او په اسلام کې ستر داعي ورڅخه جوړ شو د امريکا په تکزاس ايالت کې زږېدلی او اوس په واشنګتون کې د مسلمانانو د ديني ټولنې مشر دی .

شيخ فهد الکندري د هغه سره د اسلام راوړلو قيصې په باره کې مصاحبه کړې چې پښتو ژباړه يې په لاندې توګه ده :

شيخ يوسف استس :

زه يو فني سړی وم ، موسيقي مې زياته خوښه وه او د موسیقۍ په کار بار کې مې ډير کلونه تير کړي د کليسا په موسیقۍ کې پيژندل شوی وم تر دې چې د موسيقۍ کشيش او مشر شوم ،او مونږ به هر يوه په کليسا کې زياته موسیقي ږغوله تر څو رب ته د خلکو په نږدې کولو کې مرسته وکړو.

شيخ فهد الکندري :

مونږ ټول شيخ يوسف استس پيژنو چې يو مشهور عالمي داعي دی چې اسلام ته دعوت کوي او غير مسلم د اسلام دين ته دعوتوي او د شيخ د هدايت سبب قرآن وو .

شيخ ! که مهرباني وکړې مونږ ته دا واضح کړې چې څنګه مو په قرآن هدايت تر لاسه کړ ؟

يوسف استس :

زه خوشحاله شوم ستا ددې سوال په انتخاب .

قرآنکريم په مختلفو لارو په خلکو باندې لوی اثر کوي هغه که څوک تلاوت کړي او يا يې څوک واروي زما لپاره ( د اثر سبب ) لوستل وو .

اجازې راکړه چې تا ته دغه واقعه بيان کړم .

پلار مې يو ورځ راته وويل : د يو مصري تجار سره به معامله وکړو. ما ورته وويل : ښه .

هغه راته وويل : هغه کس مسلمان دی .

ما ورته وويل : مسلمان څوک دی ؟ نه دا امکان نلري چې له هغه سره معامله وکړو ځکه هغوی پر الله ايمان نلري ( مونږ ته به يې په کليسا کې ويل چې مسلمانان پر الله ، عيسي او نورو انبياء عليه السلام باندې ايمان نلري) .

بيا مې هغه ته وويل : په شرطونو ، ویې ويل ستا څه شرطونه دي ؟ ما وويل : هغه دا چې بايد د يکشنبې په ورځ د کليسا څخه د رخصتی پر مهال زما سره وويني ، ما غوښتل چې هغه زما سره د ملاقات پر مهال يو خولی چې ورباندې ليکل شوي وو (عيسی الاله ) – (JESUS IS LORD ) په سر کړي ، کله يې چې ملاقات را سره وکړل زه حيران شوم يو نيک سړی وو ، چې عادي جامې يې اغوستې وې ، ږېرې يې نه لرله او حتی په سر يې ويښتان هم نه وو پک وو .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email