که مور په نصيحت خفه او ښيرا وکړي څه کول پکار دي؟

اسلام علیکم
پوښتنه :که یو زوې د مور مخالفت کوي ، چې مورې دا رواج ده دا ناروا ده داسې مکوه، زوم دې له نورو لورانو سره مه کېنه وه،[زوم ېې د خور ځوې ده] مور خفه کېږي او ښېرا کوي نو د مسله کې زوې ته څه کول پکار دي؟

ريحان

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

پر هر مسلمان باندې واجبه ده چې کله منکر او نا رواه عمل وويني نو خپل مسلمان ورور ته دې په ښه شان نصيحت وکړي او هغه دې د الله تعالی حقې لارې ته دعوت کړي ولو که خپل پلار او مور هم وي .

ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ [النحل:125] .

ژباړه : (خلکو ته ) د خپل رب لارې ته په حکمت او ښه پند بلنه ورکړه .

او کله چې سړی مصلح شو ( د کورنۍ ، ټولنې او مسلمانانو ) هغه داعي الی الله شو ، د پيغمبران د پاکې لارې لاروی شو ، هغه لره ډير زيات اجر دی او خامخا به له اذيت او تکليف سره مخ کيږي نو صبر به کوي .

لقوله سبحانه وتعالی :وَاصْبِرْ عَلَى مَا يَقُولُونَ وَاهْجُرْهُمْ هَجْراً جَمِيلاً [المزمل:10].

ژباړه : او په هغه څه چې دوی وايي زغم وکړه او په ښه شان له دوی ځان لرې وساته .

نو دغه وخت به ته د مور په خبرو صبر کوي ، د هغه ځواب مه ورکوه ، صبر کوه .

و ما توفيقي الا الله

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email